Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان ټوټه)) محمد نعمان دوست

ژوند عجیبه ستیج دی. هر څوک راشي؛ لنډ تمثیل وکړي؛ یو څو مکالمې ووایي او بیا ځای نورو ته پریږدي. ځینې مکالمې داسې زورورې وي چې ذهنونو کې ځاله وکړي او چې کله هم د ویناوال نوم یاد شي نو مکالمه یې هم ور سره جوخته پر زړه را وګرځي.

زه چې کله هم له عزیز خان کڅ څخه تیریږم، د الفت صیب مزار ته مې بې واره د دعا لاسونه پورته شي او بیا مې سمدلاسه د دې مرحوم هغه بیت پر ژبه راشین شي چې علامه سید جمال الدین افغان ته یې ویلی و:

(( دې زیارت کې وینم بل راز تاثیرونه

دلته مکوئ، واړه واړه سوالونه))

دغه شان، کله چې د غني خان د قبر تصویر ووینم، د دې ستر شاعر هغه شعر را یاد شي چې د خپلې مور مزار ته یې لیکلی و:

(( … اوس یې ښکته ښکته د مزار کاڼو ته ګورمه

خاوره کې پرته ده چې یې زه د زړه هلال ومه

هغه لال شو خاورې چې یې زه وړوکی لال ومه…))

پرون مې دې مثالونو کې یو بل مثال هم اضافه شو. پرون ( جمعې ورځ ) له خپلو ماشومانو، خورینوو او وراره سره د ستر، بې بدیله او د نثر پاچا لیکوال مزار ته لاړم، سمدلاسه مې دغه خبره له خولې ووته:

دلته د افغانستان ټوټه ښخه ده!

دا خبره ارواښاد شپون صیب د ریاض په نوم یوه افغاني الاصله امریکايي هلک ته کړې وه. دې هلک په څوارلس کلنۍ کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د ځغاستې یوه سیالي ګټلې وه.

شپون صیب لیکلي و چې د امریکا په کوم ایالات کې د برتانوي لیکوال رادیار کپلنګ مزار دی او پر شناخته یې لیکل شوي:

دلته د انګلستان یوه ټوټه پرته ده.

استاد، د ریاض په اړه لیکلي و:

((آیا د ریاض په شناخته به هم څوک و لیکي که نه چې دلته د افغانستان یوه ټوټه خښه ده؟))

همدغه پوښتنه اوس د شپون صیب قبر ته راجع ده.

خو سعدالدین بختور دی. لکه یو ستړی (شپون) د خپل وطن په غیږ کې تر شنو ونو لاندې ویده دی. د کابل سیند ورته خوږې نغمې غږوي او په ونو کې ناست مرغان ورته سندرې وايي.

شپون صیب سره مې مخامخ لیده کاته نه و شوي، خو دومره راته نږدې و لکه هره ورځ چې یې وینم.

استاد شپون د کابل – جلال اباد پر لویه لاره، د لغمان د سرخکانو سیمه کې د حکومتي انسټیټیوټ مخې ته خښ دی. دلته ( د افغانستان یوه بله ټوټه) هم خښه ده او دا ستر مورخ پوهاند حسن کاکړ دی.

د قبرونو جوړول به بدعت وي، خو د مشاهیرو پیژندل به کوم عیب ونلري. په کار خو دا وه چې آن د سړک تر غاړې یوه لوحه لګیدلې وای او د دې قبرونو پته پرې لیکل شوې وای. په لیدلو به یې روحونو ته دعا کیده او هم به یې له نوي نسل سره د تعارف لړۍ جاري ساتل کیده.

په کار خو دا وه چې دواړه مزارونه خوا په خوا وی، پر سترو کتیبو یې لږ تر لږه د اثارو نومونه لیکل شوي وای.

په کار خو…

خو دلته چې د ژوندیو قدر نشته د مړو قدر به څه وشي؟

د شپون صیب د قبر پر شناخته یوه لنډه بیوګرافي لیکل شوې، او دا هم پرې لیکل شوي ( و، نه و، یو شپون و.) خو د پوهاند کاکړ د مزار پر شناخته یوه کلمه هم نشته. لکه کوم لاوارثه مساپر چې ټرافیکي حادثه کې مړ شوی وي او کلیوالو د انساني همدردۍ له مخې خښ کړی وي.

له هغې ورځې ویریږم چې آن د هغه انستیتوت محصلین، چې د پوهاند کاکړ مزار یې په څو مترۍ کې واقع دی، هم دغه نوموتی مورخ ونه پیژني.

محمد نعمان دوست، جلال اباد

د مرغومي دویمه، ۱۳۹۶

2 comments

  1. ع.شریف زاد Reply

    سلا مو نه او نېکې هیلې دوست صاحب
    ستا لیکنه کې بشپړ ادب ، فرهنګ ، پښتنی عزت ، سوز او خواله نغښتی . ستا پوهه او شخصیت ستا له احساس او څېړنې په ډاګه کیږی . زما تبصره هیڅ ډول تشریفاتی بڼه نه لری زه ستا ټولې لیکنې په خوند سره لولم بریالی او خوښ اوسې

  2. Nuaman Dost Reply

    نړۍ مننه ښاغلی ع.شریف زاد
    هر چیرته چې یې، خوشحاله ژوند ولرې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *