Categories

اعلان

Loading…

د بلخ پخوانی والي وايي، عبدالله د لستوڼی مار دی

تاند- د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور وايي، د بلخ له ولایته نه تېرېږي او نه ولسمشر او نه اجرايي رييس دی له ولایته لېري کولی شي.

ده وویل، د بلخ د والي په توګه به کار ته دوام ورکړي مګر دا چې جمعیت ګوند ورڅخه وغواړي چې د بلخ له ولایته لاس واخلي.

عطا محمد نور په مزارشریف ښار کې یوې غونډې ته په وینا کې پر اجرايي ريیس عبدالله عبدالله سخت انتقادونه وکړل او هغه یې د لستوڼي مار وباله.

ده همداراز وویل«که ولسمشر ښاغلی اشرف غني له ما سره هره دښمني کوي، حق یې دی؛ مخالف یې وم، د ده د ټیم پر ضد مې کار کاوه، د ده پر ضد مې خبرې کړي. له ولسمشر کېدو وروسته مې هم د ده او د ده د حکومت خلاف ډېرې خبرې کړي دي.»

ده د ۱۳۸۸ او ۱۳۹۳ کلونو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د عبدالله ملاتړ خپله تېروتنه وبلله، ویې ویل چې عبدالله له جمعیت ګوند او احمدشاه مسعود سره خیانت کړی دی.

نور عبدالله ته د سپکو سپورو او توندو خبرو په دوام کې وویل«عبدالله ما ته غاښونه چیچي، زه به یې غاښونه مات کړم.»

ده اجرايي ریاست غیرقانوني وباله، ویې ویل، د ولسمشر دنده او د کار موده په اساسي قانون کې ټاکل شوې ده چې ۵ کلنه دوره به تېروي خو اجرايي ریاست په قانون کې نشته او دا د جمعیت ګوند برخه ده او دا ګوند نور عبدالله عبدالله خپل استازی نه ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت ګوند نورو غړیو تراوسه پورې نه دي ویلي چې عبدالله عبدالله خپل استازی نه ګڼي یا اجرايي ریاست غیرقانوني دی.

وړمه شپه د جمعیت ګوند د انسجام شورا غړیو له ولسمشر غني سره وکتل او ورته ویې ویل، د افغانستان د اساسي قانون مطابق په دولت کې تقرر، تبدیلي او تقاعد یو اصل دی او دوی د دې اصل ملاتړ کوي.

خو نور وویل چې د انسجام شورا غړیو د عبدالله په اشاره له ولسمشر غني سره کتلي دي.

ولسمشر غني د عطا محمد نور پر ځای انجنیر محمد داوود د بلخ والي ټاکلی دی.

ارګ نن د عطا محمد نور د څرګندونو په غبرګون کې یوازې دومره وویل چې انجنیر داوود د بلخ والي دی.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د بلخ د نظم عامې قوماندان او د بلخ د پولیسو د امنیت امر ته د عطا محمد په ګټه د څرګندونو په خاطر دسپلیني جزا اعلان کړه.

د کورنیو چارو وزارت وايي، جنرال حسیب الله قریشي او عبدالرزاق قادري د یوه سیاسي جریان او شخص ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې د قانون له مخې هیڅ افسر یا پولیس د سیاسي جریانونو د ملاتړ اجازه نه لري.

12 total views, 1 views today

2 comments

  1. عبدالله Reply

    توره به لالا کوی مړی به عبدالله کوی

    نو که داسی وی نو ښاغلی عطانور خو بیا په حقه دی، ځکه ښاغلی عطآ په خپلو دغه خبرو کی وای چه، عبدالله، صلاحالدین ربانی او دجمعیت ټول وزیران، معینان او حتی ټول پنجشیریان ما مقرر کړی دی.

    په دغه بیان کی ښاغلی عطآ داهم وای، چه ما د نړیوالو سره تماسونه ونیول، چه تا مونږ د ولایته نه لری کوو او یا داچه تاته مونږ کوم مشکیل نه جوړو. مګر دښاغلی عطآ د یاده وتلی چه څو ورځی مخکی یی په خپلو خبرو کی وویل چه نړیواله ټولنه دیی ځمونږ په کورنی جنجال کی لاسوهنه نه کوی، او دا دیی هم ویلی وه چه حکومت دیی دنړیوالی ټولنی سره تماسونه نه نیسی.

    تر اوسه دحکومت د آدرسه داسی کوم خبر مونږ نه دی اوریدلی چه د نړیوالی ټولنی سره یی په دغه باره کی تماس نیولی وی. مګر نه پوهیږم چه ښاغلی عطآ ولی دخارجیانو یا نړیوالو سره خپل تماس برقراروی

  2. AKBARY SAID Reply

    دزبیح الله شهید قاتل عطا دی ځکه چی زبیح الله شهید دده حریف وه ،هغه یووطن پرست اودستری کورنی څخه وه دزبیح الله شهید ورور انجنیر عثمان ماته د خپل وروردمرګ قصه کړی ده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *