Categories

اعلان

Loading…

پاکستان د امریکا د مرستیال ولسمشر د څرګندونو په وړاندې غبرګون وښود

تاند – پاکستان په افغانستان کې د امریکا د مرستیال ولسمشر پر څرګندونو غبرګون وښود، ویې ویل چې امریکايي چارواکي په افغانستان کې یو څه او په پاکستان کې بل څه وايي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس نن /جمعه/ په کابل کې وویل، پاکستان له اوږدې مودې راهیسې طالبانو او څو نورو تروریستي ډلو ته پناه ورکړې خو نور دا وختونه تېر شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي پینس د دغو څرګندونو په ځواب کې وویل، پر نورو هیوادونو تور پورې کول او د ماتې پړه پر نورو اچول، ستونزې نه حل کوي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت وايي، د متحدو ایالتونو د مرستیال ولسمشر څرګندونې د دغه هیواد د نورو چارواکو له خبرو سره، چې له پاکستانیانو سره په کتنو کې یې کوي، توپیر لري.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت همداراز ویلي«متحدان یو بل ته خبرداري نه ورکوي. امریکا باید هغه عواملو ته جزا ورکړي چې په افغانستان کې د مخدرو موادو د دوه برابره کېدو، پراخ فساد او د داعش د نفوذ د پراختیا لپاره یې لاره هواره کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، باید د سولې د ټینګښت لپاره د خبرواترو میکانیزم ته ځانګړی پام وشي.

د امریکا مرستیال ولسمشر وویل«موږ هیڅکله پر هغو خطرونو سترګې نه پټوو چې تاسو ورسره مخامخ یاست، حتي هغه خطرونه چې د افغانستان د پولو له ورهاخوا سرچینه اخلي. له اوږدې مودې راهیسې پاکستان طالبانو او څو تروریستي ډلو ته پناه ورکړې خو نور هغه وخت پای ته رسېدلی دی.»

د روان دسمبر په څلورمه د امریکا دفاع وزیر د پاکستان د سفر په لړ کې دغه هیواد ته وړاندیز وکړ، د دې لپاره چې طالبان د سولې خبرو ته خاضر شي، پاکستان، افغانستان او امریکا  دې هممهاله او همږغي عملیات د دې ډلې پر ضد وکړي.

خو ظاهراً داسې ښکاري چې پاکستان حاضر نه دی په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر مشرانو او قوماندانانو فشار راوړي.

369 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2