Categories

اعلان

Loading…

پینس: هغه وخت نور تېر دی چې پاکستان ترهګرو ته پناه ورکوله

تاند- د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس نن /جمعه/ په کابل کې وویل، پاکستان له کلونو راهیسې تروریستانو ته پناهځایونه ورکړي خو نور دا هغه وخت تېر شوی دی.

د امریکا مرستیال ولسمشر افغانستان ته د نااعلان شوي سفر په ترڅ کې وویل، پاکستان له اوږدې مودې راهیسې طالبانو او څو نورو تروریستي ډلو ته پناه ورکړې خو نور دا وختونه تېر شوي دي.

موږ هیڅکله پر هغو خطرونو سترګې نه پټوو چې تاسو ورسره مخامخ یاست، حتي هغه خطرونه چې د افغانستان د پولو له ورهاخوا سرچینه اخلي. له اوږدې مودې راهیسې پاکستان طالبانو او څو تروریستي ډلو ته پناه ورکړې خو نور هغه وخت پای ته رسېدلی دی.

ده وویل، امریکا له ترورېزم سره په مبارزه کې جدي ده او ځواکونو به یې د ترورېزم د ګواښ د له منځه تلو تر وخت په افغانستان کې پاتې شي. «ژمنه کوم چې د دې خاورې په جنګ کې بریالي کېږو. له خپلو متحدانو سره دلته راغلو چې افغانستان او ولس یې ازاد کړو او اجازه ورنه کړو چې زموږ هیواد یو وار بیا تهدید کړي او موږ دلته د جګړې لپاره پاتې کېږو چې پای ته یې ورسوو.»

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *