Categories

اعلان

Loading…

امریکا د طالبانو پر ضد د افغانستان، پاکستان او امریکايي ځواکونو د هممهالو بریدونه وړاندیز کړی

تاند- پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د امریکا دفاع وزیر جېمز متس د اسلام اباد په وروستي سفر کې د پاکستان پوځي او ملکي مشرانو ته ویلي چې پاکستان، افغانستان او امریکا دې د طالبانو پر ضد هممهاله او همږغي عملیات پیل کړي.

متیس د دسمبر په څلورمه نېټه له پاکستاني مشرانو سره خبرې وکړې.

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، متیس ویلي، امریکا غواړي چې د طالبانو پر ضد حملو ته زور ورکړي او پاکستان هم باید په ورته وخت کې د طالبانو د مشرانو پر ضد اقدام وکړي څو دوی خبرو ته حاضر شي.

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې د خپل هیواد د یوه چارواکي له قوله، چې په اسلام اباد کې یې د متیس د خبرو د جزییاتو په اړه معلومات لرل، ویلي چې د امریکا دفاع وزیر باور درلود چې د افغانستان حکومت په تېرو میاشتو کې ځینې سیمې له لاسه ورکړي او امریکا غواړي چې د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي.

تېره میاشت د افغانستان د بیارغونې د څارنې لپاره د امریکا سرمفتیش وویل چې طالبانو د افغانستان له ۴۰۷ ولسوالیو څخه ۵۴ ولسوالۍ نیولي او اوس د افغانستان په سلو کې ۱۳ اعشاریه ۳ ولسوالۍ د دې ډلې په کنترول کې دي.

د امریکا دفاع وزیر متیس د پاکستان د وروستي سفر په لړ کې د صدراعظم خاقان عباسي په شمول د دغه هیواد د پوځي او ملکي چارواکو له جګپوړي پلاوي سره مفصلې خبرې وکړې.

د پاکستاني رسنیو پر اساس، متیس پاکستاني مشرانو ته وویل، امریکايي پوځیان د طالبانو پر ضد د جدي او سختو اقداماتو پلان لري. دوی به په هر ځای کې چې طالبان وي، حمله پرې وکړي.

متیس همداراز له پاکستاني مشرانو وغوښتل چې په خپله خاوره کې د طالبانو او حقاني شبکې پر ضد اقدام وکړي ځکه چې د دوی پر ضد له شدید او سخت اقدامه پرته د افغانستان ستونزه نه حل کېږي.

امریکا له ډېرو کلونو راهیسې وايي چې د طالبانو او حقاني شبکې مشران او مرکزونه د پاکستان په خاوره کې دي.

پاکستاني رسنۍ د خبرو سرچینو په قول وايي چې متیس د دسمبر په څلورمه په اسلام اباد کې له خاقان عباسي او نورو پاکستاني مشرانو سره په خبرو کې له ګواښوونکې لهجې کار وانخیست، د دې پر ځای یې پر دې ټینګار وکړ چې پاکستان او امریکا دې همزمانه د طالبانو پر ضد اقدام وکړي.

ده باور درلود چې له افغانستان او امریکا سره د پاکستان هممهاله اقدام به طالبان کمزوري کړي او د هغوی په منځ کې به ګډوډي رامنځته کړي چې په نتیجه کې به یې دا ډله د پخلاینې لار خپله کړي.

متیس پاکستاني مشرانو ته دا هم ویلي چې امریکا د شرایطو پر اساس ستراتیژي غوره کړې او غواړي چې لومړی طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې پروسه پیل او جګړه بنده کړي.

ده دا هم ویلي، کله چې په افغانستان کې د سولې بهیر بشپړ شو، امریکا به د خپلو پوځیانو ایستلو ته تیار شي.

خو یوه پاکستاني چارواکي، چې له متیس سره په خبرو کې حاضر و، ډیلي تیمز ورځپاڼې ته ویلي، اسلام اباد باور لري چې امریکا په افغانستان کې ستراتیژیکه لوبه کوي او غواړي چې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې حضور ولري.

227 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2