Categories

اعلان

Loading…

د ننګرهار د پنجشنبې خبرونه

ننګرهار والي او د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د شاه غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګیډې کېښوده او د ارواښاد روح ته یې د دعا لاسونه لپه کړل.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر محمد رسول باوري ، چې ګڼ شمیر نورو يې ملتیا کوله، د شاه غازي امان الله پر مزار د ګلونو ګیډې کېښوده او د ارواښاد روح ته یې د دوعا په موخه لاسونه لپه کړل.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د خپلواکۍ اتل شاه غازي امان الله خان پخپله تاریخي اتلولۍ هېواد ته د خپلواکۍ ویاړ ګټلی او تل به يې ولسونه ستاينه او د الله پاک ج له درباره ورته د مغفرت غوښتنه کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر محمد رسول باوري د ننګرهار ولسونه نیکمرغه یاد کړ، چې پخپله غیږ کې يې د هېواد د خپلواکۍ اتل شاه غازي امان الله خان مزار ته ځای ورکړی .
نوموړي ځوانانو څخه غوښتنه وکړه،چې د هېواد سره د مینې او وطنپالنې په موخه د غازي امان الله خان لاره تعقیب کړي،ترڅو د دوی پر مټ په هېواد کې شته ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي .
یادو مسؤلینو همدا راز د امیر شهید په جامع جومات کې د ډاکټر سرور همایون د مور بي بي د فاتحې په مراسمو کې هم ګډون وکړ او ارواښادې ته یې د الله ج له درباره د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل .
ننګرهار والي د ورېښمو لار دوه ورخني سیمینار ګډونوال په ایوارډونو او وطني تولیداتو ونازول .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ، د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر او د ورېښمو لار دوه ورخني سیمینار ګډونوال د ولایت مقام له لورې په برابرو شوو ایوارډونو او د دې ولایت د زیتونو فابریکې اړوند په وطني تولیداتو ونازول .
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ورېښمو لار په اقتصادي،جغرافیوي، تاریخي او کلتوري ارزښتونو دوه ورځني سیمینار د جوړېدو له امله د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نوښت څخه ستاینه او مننه وکړه .
هغه زیاته کړه، خوښ دی،چې د دې سیمینار د دویمې ورځې او په همدې اړوند د بېلا بېلو جوړ شوو پروګرامونو کوربتوب لري او په همدې موخه یې د اطلاعاتو او کلتور وزیر په مشرۍ د ورېښمو لار دوه ورځني سیمینار ټول ګډونوال په ایوارډونو او د دې ولایت د زیتونو فابریکې اړوند په وطني تولیداتو ونازول .
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر محمد رسول باوري د ولایت مقام د ښې میلمه پالنې او د کوربتوب له امله ستاینه وکړه او زیاته یې کړه،د هېواد په ټولو ولایتونو کې به فرهنګي اونۍ ونمانځي،چې د ننګرهار د مسؤلینو او خلکو له لورې د ښې میلمه پالنې خاطرې به په کې شریکې کړي .
د ایوارډونو او برابرو شوو ډالیو د ورکړې پر مهال په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي امیرجان دولتزي او یو شمیر نورو مسؤلینو هم شتون درلود.

د ورېښمو لار ارزښت په تړاو کلتوري او صنعتي تولیداتو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د ننګرهار ولایت مقام په هلو ځلو د جلال اباد ښار اړوند بهسودو پل ته څېرمه د فوټبال لوبغالي کې د ورېښمو لار ارزښت په تړاو کلتوري او صنعتي تولیداتو دوه ورځنی نندارتون د لوړ پوړو مسؤلینو له لورې په رسمي ډول پرانیستل شو.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،د ورېښمو لار ارزښت په تړاو یې په دې ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ، صنعتکارانو او یو شمیر نورو په همکارۍ یې کلتوري او صنعتي تولیداتو دوه ورخنی نندارتون پرانیست.
هغه زیاته کړه،په دې نندارتون کې په ۲۵ غرفو کې بېلابېل کلتوري او د وطني تولیداتو بېلابېل توکې نندارې ته اېښودل شوي دي او زیاته یې کړه،له یادې چارې څخه یې موخه د تاریخي اثارو او وطنيو تولیداتو څخه هېوادوال خبرول دي .
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير محمد رسول باوري د ننګرهار ولایت مقام څخه مننه وکړه،چې د دوه ورځني سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د ورېښمو لار جوړ شوي سیمینار،نندارتون او نورو بېلابېلو برخو کوربتوب یې په ښه توګه ترسره کړ.
نوموړي زیاته کړه، د سیمینار پر مهال لوستل شوې مقالې به د کتاب په بڼه چاپ کړي او د ستراتیژیکو موخو لپاره به ورڅخه ګټه واخیستل شي .
په دې نندارتون کې د تاریخي اثارو انځورونه،بېلابېل چاپ شوي کتابونه او ګڼ شمیر وطني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي وو.
د ورېښمو لار ارزښت د دوه ورځني علمي او څېړنيز سيمینار په ترڅ کې مشاعره او بېلابېل تفريحي پروګرامونه تر سره شول.
د اطلاعاتو فرهنګ وزرات په نوښت او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په ځانګړې همکارۍ د ورېښمو لار ارزښت د دوه ورځني سیمينار په څنډه کې مشاعره او بېلا بېل تفريحي پروګرامونه تر سره شول.
دغه تفريحي پروګرامونه، چې د جلال اباد ښاروالۍ مېملستون کې ترسره شول، په کې سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير محمد رسول باوري، د افغانستان ملي راډيو تلويزیون عمومي رئيس محمد زرين انځور، د ۱۱ ولايتونو د اطلاعاتو فرهنګ رئیسانو، د پوهنتون استادانو، د کوزې پښتونخوا لیکوالانو او ګڼ شمېر د شعر او ادب مينوالو ګډون کړی و.
د پروګرام په پیل کې مشاعره تر سره شوه،چې په کې ګڼ شمېر شاعرانو د هېواد پالنې په تړاو خپل لیکلي شعرونه ګډونوالو ته وړاندې کړل.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې مستند فلم او د تمثیل کوونکو له لوري تمثيلي پارچه او د هېواد وتلو هنرمندانو له لوري محلي موسيقي وړاندې شوه.
په غني خېلو کې پيل شوي عمليات د يو ميل کلاشنکوف او مهماتو په ترلاسه کولو سره پای ته ورسيدل.
ننګرهار ولايت غني خېلو ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو پيل شوي چاڼيز عملیات د يو ميل کلاشنکوف او ۱۶۰ فیره بېلابېل ډوله مرميو په ترلاسه کولو سره پای ته ورسيدل.
دغه عمليات، چې تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په ۲۵ مې ويالې کې پيل شوي و په ترڅ کې يې يو ميل کلاشنکوف دوه شاژورونو سره، يو سيټ ثريا مبايل، ۷۰ فيره د کلاشنکوف مرمۍ او ۹۰ فیره د پیکا مرمۍ ترلاسه شوې.

په بټي کوټ کې د وسله والو طالبانو قومندان او يو غړی ونيول شول
ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ حفيظ کوډۍ سیمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو قومندان رحمت الله مشهور په عادل او د دې ډلې يو بل غړی د دوه ميله کلاشنکوفونو سره نيولي دي.
د معلوماتو له مخې په دغه عملياتو کې تر شک لاندې پنځه تنه هم نيول شوي او ځانګړې قطعې له ځان سره بيولي دي.
د عملیاتو پر مهال چاته کوم زيان ندی اوښتی.
اته شپيته کورنيو سره د خېمو او نغدو پیسو مرسته وشوه
ننګرهار ولايت کډوالو چارو رياست په هڅو د DRC مرستندويه ادارې له لوري ۶۸ راستنو شوو او بې ځايه شويو کورنيو سره د نغدو پیسو او خېمو مرسته وشوه.
د کډوالو چارو رئیس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې د خوږياڼو ولسوالۍ پر بې ځايه شوو ۴۶ کورنيو د ۳۰ – ۳۰ زره افغانيو نغدي مرسته وويشل شوه.
نوموړي زياته کړه، چې راستنو شويو ۲۲ کورنيو سره د ۱۴ – ۱۴ زره افغانيو مرسته تر سره شوه.
کډوالو چارو رئیس وويل، چې يادو کورنيو ته د سرپناه په موخه يوه – يوه خېمه هم ورکړل شوه او په راتلونکې به پرې نورې مرستې هم وويشل شي.
په ننګرهار کې د غنمو اصلاح شوو تخمونو د وېش ارزونه وشوه
دکرنې، اوبولګولو او مالدارې وزارت څخه راغلي پلاوي په ننګرهار کې دغنمو اصلاح شوي تخمونو د ویش لړۍ ارزونه وکړه.
یاد پلاوې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دغله جاتو او صنعتي نباتاتو د رئيس انجینرمحمد اکبر وزیري په مشرۍ د ليندۍ په ۲۹ مه په سره سرود ولسوالۍ کې دغه ارزونه تر سره کړه.
مسئولينو د سره رود ولسوال سيد علي اکبر سادات، د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو مسئولينو او بزګرانو سره ناسته وکړه، چې د مسئولینو او بزګرانو له لوري د وېشل شوي تخم ستاينه وشوه.
د سره رود مسئولينو او بزګرانو په دې ولسوالۍ کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې د نورو پروګرامونو او پروژو غوښتنه وکړه، چې د راغلو مسئولينو له لوري ورته ډاډ ورکړل شو.
کرنې وزرات مسئولينو سږکال د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ کې د Voucher په سیستم پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وويشل، چې له دغه سیستم څخه موخه شفافيت، د اصلاح شوو تخمونو توليدي فابريکو ته بازار موندنه او د فابريکو مسئولینو او بزګرانو ترمنځ د اړيکو رامنځته کول و.
پر پنځه سوه راستنو شوو کورنيو د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرستې وويشل شوه
ننګرهار ولايت کډوالو چارو رياست په هڅو د IOM مرستندويه ادارې له لوري له پاکستان هېواد څخه پر راستنو شوو ۵۰۰ کورنيو د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې وويشلې.
ننګرهار ولايت کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې هرې کورنۍ ته د څلور زره ېو سلو اته افغانيو ترڅنګ د سرپنا په موخه ېوه- ېوه خېمه، ګيس ډبه ، بخارۍ، ترپال او درې کمپلې ورکړل شوې.
نوموړي زياته کړه، پر دوه سوه راستنو شوو کورنيو د خوراک نړيوالې ادارې له لوري نغدي مرسته وويشل شوه ،چې په وينا يې هرې کورنۍ ته دولس- دولس زره افغانۍ ورکړل شوې.
بل لورته له خوږياڼو ولسوالۍ څخه پر ېوسلو اتيا بې ځايه شويو کورنېو د خوراک نړيوالې ادارې له لوري د خوراکي موادو مرسته وويشل شوه.
دغه راز يونسيار ادارې د خوږياڼو ولسوالۍ شپږ ويشت بې ځايه شويو کورنېو سره د کمپلو او اشپزخانې وسايلو مرسته وکړه.

د طبيعي سرچينو ښه مديريت کولو په موخه د لوړتيا لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پيل شو
ننګرهار ولايت کرنې ریاست او د کرنې او خوراک نړيوالې ادارې له لوري د طبيعي سرچينو ښه مديريت کولو په موخه مسئولينو ته د لوړتيا لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پيل شول.
د ننګرهار کرنې رئیس پوهنمل رفيع الله رحيمزي وويل، چې دغه ورکشاپ د کرنې او يو شمېر نورو اړونده ادارو مسئولينو ته پيل شو، چې په ترڅ کې به يې د طبيعي سرچينو ښه مديريت کولو په برخه کې ګټور معلومات شريک شي.
نوموړي وويل، چې د ورکشاپ له معلوماتو او نظرونو څخه به د طبيعي سرچينو مديريت کولو په موخه طرحې جوړې کړي، چې د هېواد په کچه به ترې ګټه واخيستل شي.
د سرحدي ځواکونو په لومړۍ لوا کې د شهید جګړن محسن خان د فاتحې مراسم ترسره شول.
ننګرهار ولایت کې د سرحدي ځواکونو په لومړۍ لوا کې نن د لیندۍ په ۳۰مه د دې ځواکونو د قهرمان شهید جګړن محسن خان روح ته د دعا په موخه د قران کریم ختم او د فاتحې مراسم ترسره شول .
په دې مراسمو کې د یادې لوا قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسین خیل، د بېلابېلو جزتامونو قوماندانانو،سرتېرو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو،چې د عظیم الشان قران د ختم په تر سره کولو سره د هغه روح ته د مغفرت د عاوې ترسره شوې.
د سرحدي ځواکونو جګړن محسن خان وړمه ورځ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش ځپلو په موخه په پیل شوو عملیاتو کې د داعشیانو په ډزو سره د شهادت لوړ مقام خپل کړ.
پوليسو په سره رود او بټي کوټ ولسواليو کې دوه کړۍ د وسايطو ضد ماينونه او څلور فايره د راکټ انداز مرمۍ کشف او تر لاسه کړي.
د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي: د سره رود ولسوالۍ پوليسو يو کړۍ د وسايطو ضد ماين او په شمشپور سيمه کې څلور فايره د راکټ انداز مرمۍ ، چې د هېواد د دښمنانو له لوري د تخريبي کړنو په موخه ځای پر ځای شوې وې موخې ته له رسيدو وړاندې کشف او ترلاسه کړي.
بل لورته د بټي کوټ ولسوالۍ پوليسو يو کړۍ دوسايطو ضد ماين کشف کړی ، چې د ملي اردو د انجينرۍ ټيم له لوري پرته له زيان اړونې چاودنه ورکړل شوې.

د عامې روغتيا او يونيسف ادارو مسئولينو په سره رود کې روغتيايي چارې له نږدې وڅارلې.
ننګرهار عامې روغتيا او يونيسف ادارو مسئولينو په سره رود ولسوالۍ کې د سيمه ييز روغتيايي مرکز او پوليو ضد واکسين چارې له نږدې وڅارلې.
د يونيسف ادارې مشرې اديلي خيدر وويل، چې ننګرهار ته یې د سفر مخه په دې ولايت کې د روغتيايي مرکزونو، پوليو ضد واکسين کمپاين، او نورو روغتيايي چارو څارل او ښه کول دي.
د ننګرهار عامې روغتيا رئیس ډاکتر نجيب الله کاموال وايي، چې د يونيسف ادارې مشرې سره يې په روغتيايي برخه کې شته ستونزې شریکې کړي، چې د نوموړي له لوري وته د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

په دولتي ځمکه جوړې شوې چارديوالۍ ونړول شوې او د کوکنارو کر په تور اته تنه ونيول شول.
ننګرهار ولايت کوزکونړ ولسوالۍ شګې سيمه کې په دولتي ځمکه کې جوړې شوې پنځه چارديوالۍ ونړول شوې او دغه راز په غني خېلو ولسوالۍ کې د کوکنارو اته تنه کروندګر ونيول شول.
د کوز کونړ ولسوال عاشق الله سادات وويل، د دې ولسوالۍ د شګې ګمبيري سيمه کې يې د يو شمېر کسانو له لوري په دولتي ځمکه کې جوړې شوې پنځه چاردويالۍ ونړولې.
نوموړي وويل، چې د سيمې خلکو ته يې خبرداری ورکړ که څوک د دولتي ځمکو د غصب هڅه وکړي؛ نو قانوني چلند سره به به مخ شي.
د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت غنې خېلو ولسوالۍ کې د کوکنار کر په تور اته تنه بزګران ونيول شول، چې د ضمانت اخيستو وروسته پريښودل شول.
د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب مومند وويل، چې يادو کسانو ژمنه وکړه، چې په خپلو پټيو کې به د کوکنارو پر ځای غنم وکري.
نوموړي وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د کوکنارو کر مخنیوي کمپاين په ترڅ کې يې سلګونه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړولي دي او دغه کمپاين لا هم دوام لري.
د سرحدي قواو د لمړۍ لوا د چټک غبرګون کنډک اړوند د شهيد قوماندان جګړن محسين خان جنازه د جلا ل اباد ښار په عيدګام جومات کې د يو لړ نظامي تشريفاتو په تر سره کولو ادا شوه.
جګړن محسن خان ، چې تېره ورځ په خوږياڼو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال شهيد شو ، د جنازې له ادا کولو وروسته يې د لومړۍ لوا قوماندان ګواښ وکړ، چې د خپلو شهيدانو غچ به اخلي.
د جګړن محسن خان د جنازې مراسمو کې د دې لوا د قوماندان جنرال محمد ايوب حسين خيل سربيره د رهبرۍ غړو سلګونو نظامي او ملکي چارواکو او قومي مخورو ګډون کړی وو.
جنرال محمد ايوب حسين خيل د ارواښاد محسن خان پلار ته د درناوي مراتب وړاندې کولو تر څنګ شهيد محسن خان خاورې ته وفادار، ديندار او صادق افسر وباله او د هغه له کورنۍ سره يې ځان په غم کي شريک ياد کړ.
نوموړي د داعش په ګډ‌ون ټولو وسله والو مخالفينو ته ګواښ وکړ چې د شهيد جګړن محسن خان غچ به واخلي او د ولسونو د امنيت ټينګښت لپاره به لا ګړندي ګامونه پورته کړي.
د حسين خېل په وينا زمونږ د برياليو سرتيرو وطنۍ مينه ده چې په ډير کم وخت کې يې ګڼې سيمې د دښمن له شتون څخه پاکې کړي، چې په خبره يې د وزيرو تنګی به هم د دښمن له شتون څخه پاک کړي.
د شهيد محسن خان پلار واثر خان هم د خپل زوی شهادت د ځان لپاره وياړ وباله .
نوموړي وويل، چې د شهيد محسن وينه زما د ټولې کورنۍ لپاره وياړ ده، چې په خوږياڼو ولسوالۍ کي يې د ډاډمن امنيت ټينګښت موخه توی کړه.
شهيد جګړن محسن خان د واثر خان زوی د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ په لوخۍ سيمه کې زيږيدلی وو ، د ليسانس په کچه نظامي زده کړې يې کړې وې، له کلونو راهيسې د سرحدي ځواکونو په ليکو کې د بلوک له قوماندانۍ د چټک غبرګون کنډک د يو زړور افسر په صفت د ټولي تر قوماندانۍ او ارکان رياسته ارتقاع کړې وه، چې په ننګرهار سربيره په کونړ او نورستان ولايتونو کې يې د دندې پر مهال د پام وړ لاسته راوړنې لرلې.
جګړن محسن خان تيره ورځ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې د عملياتو پر مهال په شهادت ورسيد.

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *