Categories

اعلان

Loading…

د زابل او کندهار د ولایتي شوراګانو ځینې غړي د نور ملاتړ کوي

تاند- د کندهار او زابل د ولایتي شوراګانو یو شمېرغړیو د عطا محمد نور ننګه وکړه او د مرکزي حکومت له لوري یې د نوموړي د استعفا منل وغندل.

د کندهار او زابل د ولایتي شوراګانو دغو غړیو نن /پنجشنبه/ په داسې حال کې د بلخ له ولایته د عطا محمد نور له لېرې کېدو سره مخالفت وکړ چې جمعیت ګوند د عطا محمد نور له استعفا سره په دې شرط موافقه وکړه چې د نوموړي خاص کس فرهاد عظیمي د بلخ والي وټاکل شي.

د ارګ د سرچینو پر اساس نور پخوا انجنیر محمد داوود د ځان پر ځای د بلخ ولایت ته وړاندیز کړی و.

د کندهار د ولایتي شورا ريیس سید جان خاکرېزوال، چې د جمعیت ګوند غړی دی، د زابل او کندهار د ولایتي شوراګانو یو شمېر غړي په کندهار کې راټول کړل او د عطا محمد نور برطرفي یې د ملي یووالي د حکومت د موافقې خلاف وبلله.

په همدې حال کې جمعیت ګوند وايي چې د عطا محمد نور له لوري د بلخ ولایت ته وړاندیز شوی فرهاد عظیمي د دوی کاندید هم دی.

څرګنده نه ده چې دا غوښتنه د ټول جمعیت ګوند ده او که د دغه ګوند د یوې برخې. دا ګوند د عطا محمد نور په مسله کې همنظره نه دی. یو شمېر په دې مسله کې د اجرايي رييس عبدالله عبدالله د دریځ ملاتړ کوي خو یو شمېر نور یې د عطا محمد نور.

د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني، سره له دې چې د نور برطرفي تایید نه کړه خو حاضر نه شو چې د دې قضیې په خاطر د ګوند د یو شمېر غړیو په غوښتنه له بهرنیو چارو وزارته احتجاجاً استعفا وکړي.

د عطا نور پلویان وايي، که ارګ د فرهاد عظیمي له ټاکلو سره موافقه وکړي، ستونزه به حل شي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی او د جمعیت ګوند یو مشر حفیظ منصور وايي چې دوی د عطا محمد نور د لېرې کېدو په اړه د خپل ګوند شرطونه ولسمشر ته وړاندې کړل خو ولسمشر حاضر نه دی چې د عطا نور د برطرفۍ پرېکړه واخلي.

493 total views, no views today

6 comments

  1. سلیم Reply

    د زابل و کندهار ولایتي شوراګانو غړي نه د زابل وکندهار لڼډغرررررران سیدجان لڼډغررررروال ههههههههههههههههه ستاسو نوبت هم راځی که خدای کول په ک و ن ه مو سوټی در ووهي– لڼډغران هم یو قوم دی چی به اساسی قانون کې نه دی راغلی ههههههههه

  2. RAZMOHAMMED KAMAWALL Reply

    MY MESSAGE TO WHOM SUPPORT ATTA NOOR;YOU LIKE TO WARLORDS/DRUGS/MAFIA/THIEF OF MINERALS/THE COLLECTOR OF KHIRATAN TAX FOR OWN POCKET/INTELLIGENT OF IRAN /SECOND PRESIDENT OF NORTH,BE IN POWER FOR EVER,
    HOW LONG YOU TAKE ADVANCE FROM PEOPLES UNDER NAME JIHAD
    FOR ISI,
    GAVE CHANCE TO GOVERNMENT TO BRING REFORM AND DEMOCRACY,
    EDUCATED YOUNG GENERATION WILL BUILD THIS COUNTRY
    WE SUPPORT WHO WORK HONESTLY FOR THIS COUNTRY,THANK YOU

  3. غ.حضرت Reply

    که د ښاغلی سید جان خاکریزوال انګېزه او نیت پر انسانی او افغانی ارزښتونو بنا یو نیت وی خو ډېره ښه خبره ده او که ئې نیت او انګېزه منفی او پر نورو باطلو څیزونو بنا وی نو د غندنی وړ ده.زموږ ټولنیزی ستونزی به هله هواری شی چه زموږ نیتونه هوار او صاف شی.

  4. شاهین افغان Reply

    د خاکریزوال نیت خو لا پخو مالوم دی ، خاکرېزوال د خپل ملت او هېواد عمومی یا ملی ګټې نه پېژني . دی شخصي ، قومي ، ګوندي ، تنظیمي ګټو ته ترجیح ورکوي. زما منظور د عطا محمد نور او خاکرېزوال تنظیمي وابستګی په جمعیت پورې دی. د عطا محمد نور چور او چپاول ، د دولتي مځکو غصب او پر نورو خرڅول ، د بلخ له ګمرګ او نورو دولتي عوایدو غلا ، د نړیوالو مرستو نه سوی استفاده ټولو ته مالوم دي. د دولت څوکۍ د جمعیت د پلار میراث هم نه دی. عطا محمد نور د ښه او فوق العاده استعداد ، تحصیل او سیاسي فراست خاوند هم نه دی .
    عطا محمد نور د بلخ ولایت د قومونو ترمنځ هم عدالت ندی کړی ، پښتانه خو د دوی له لاسه په پارلمان کې استازی هم نه لري. د زرګونو بندی او اسیر طالبانو قاتل هم دی .
    له بلې خوا افغانستان یو په قانون ولاړ اسلامي جمهوریت دی. جمهور رییس د میلیونونو افغانانو د رایې ورکولو په نتیجه کې د هېواد ولسمشر ټاکل شویدی. د قانون په رڼا کې له دریم بست نه پورته مامورینو د تقرر ، تبدیلي او منفکي صلاحیت لري. لاتر اوسه د اضطرار حالت ندی راغلي ، ټول قوانین نافذ او ملي شورا خپل کارته دوام ورکوي، نو په کوم دلیل ولسمشر د یو خود خواه ، جنګسالار ، ظالم والي د لرې کولو صلاحیت نه لري؟

  5. mha Reply

    They have the same mentality, Ata has 2 milliards dollars and the US is going put freeze on it this is the only reason he is afraid of. I am not sure how much money do Khakrays Wall and General Raziq have?

  6. غ.حضرت Reply

    وروره زه خاکریزوال صاحب او د هغه افکار له نژدې نه پېژنم، زما نظر فقط یوه عمومی ملی او انسانی جنبه درلوده.
    تاسی چه له نژدې احوال څاری او همهلته په داخل کی ژوند کوی نو ممکن ستاسی فرمایشات هم تر ډېره پوری د منلو وړ وی خو ماته یوه پوښتنه همیشه رامنځته وی هغه دا چه
    د دموکراتیک دولتی او حکومتی سیسټم په اساس فقط د وزیرانو او ځینو مستقل او لویو رئیسانو ټاکل د جمهور رئیس د صلاحیت په کړۍ کی شمېرل کېدای شی.د والی او ښاروال ټاکل د خلکو د دموکراتیکی- ملی- قانونی حقوقو په رڼا کی د تفسیر وړ دی یعنی دا چه د یو ولایت او یا یو ښار د اوسېدونکو ملی حق دی چه خپل والی یا ښاروال خپله د قانونی انتخاباتو له لیاری وټاکی نه د مرکز د احکامو او مصلحت د تحمیل له لیاری.البته زما منظور پدې هکله .د عطا نور مسئله نده بلکه یو عمومی نظر دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸