Categories

اعلان

Loading…

ارګ د جمعیت ګوند شرطونه رد کړل، عطانور وايي، فرهاد عظیمي دې والي شي

تاند- په داسې حال کې چې عطا محمد نور په یو شرط د خپلې استعفا منلو ته تیار شوی د جمعیت ګوند نور غړي وايي چې ارګ د دوی شرطونه رد کړي دي.

د ولسي جرګې غړی او د جمعیت ګوند یو مشر حفیظ منصور وايي چې دوی د عطا محمد نور د لېرې کېدو په اړه د خپل ګوند شرطونه ولسمشر ته وړاندې کړل خو ولسمشر حاضر نه دی چې د عطا نور د برطرفۍ پرېکړه واخلي.

منصور وايي چې د دوی دوه مهم شرطونه دا دي چې د بلخ نوی والي دې د جمعیت ګوند د موافقې پر اساس وټاکل شي او دغه راز دې جمعیت ګوند ته دوه وزارتونه او دوه سفارتونه ورکړل شي.

د منصور په وینا ارګ دا شرطونه هم رد کړي دي.

په همدې حال کې د ارګ سرچینې وايي چې عطا محمد نور ورته وړاندیز کړی چې د بلخ لپاره د ټاکل شوي والي انجنیر محمد داوود پر ځای دې فرهاد عظیمي والي وګوماري.

فرهاد عظیمي په ولسي جرګه کې د بلخ یو استازی دی چې تل د عطا محمد نور په استازیتوب له رسنیو سره خبرې کوي.

په همدې حال کې د بلخ مرستیال امنیه قوماندان حسیب قریشي، چې تر لاس لاندې په سلګونو خپلسري ملېشې لري، خبرداری ورکړی چې د مرکزي حکومت د پرېکړې په وړاندې د عطا محمد نور ملاتړ کوي.

372 total views, 1 views today

4 comments

  1. عبدالله Reply

    نه پوهیږم چه دغی سړی خوار پلقی مکتب ویلی او که نه ، کله کله په مطبوعاتو کی اورم چه دغه سړی یو وخت مالیم تیر شوی دی، خو اوس ددغی سړی د کړنو او کردارونو څخه داسی معلومیږی چه دا نه معلم تیر شوی او نه متعلم تیر شوی.

    افسوس کوم چه د افغانستان په دغه پاکه خاوره کی ولی داسی نامعلومی او پردی پالی څیری شتون لری.

  2. شاهین افغان Reply

    په علمي ساحه کې د پوهنتون استادان د « استاد » د شریف اوسپیڅلي لقب ویاړ لري.
    د ښوونځیو ښوونکو ته هم استاذ وایی او همدا راز دریورانو ته هم د استاذ خطاب کیږي.
    مونږ او تاسې خپلو خلیفه ګانو « ډمانو » ته هم استاد وایو ، او خلیفه عطامامد نور هم د خپل پلرني کسب او قوم په اساس یو خلیفه ده نو ځکه هغه ته هم د استاد خطاب کوي.
    او که تاسو یې نه مني نو د هغه کړنو او اعمالو او خبرو ته وګورئ.

  3. Sayar Reply

    د لوی افغانستان نوی او بیدار نسل ددی عظيمی خاوری
    د پوه شخصیتونو په تو ګه یواځی د پښتنو نه بلکه د ټولو افغانانو د حقوقو څخه د فاع دریځ باید غوره کړی

    لوی افغانستان . نه یواځی د پښتنو بلکه د ټولو سرلوړو قومونو واحد وطن وی

    موږ ویاړو چی د تاریخ په اوږدو کی پدی لوی وطن کی زمو کور او ګور تل ګ‌‌‌‌‌‌ډ پاتی شوی

    د لوی افغانستان تحریک د هزاره پنجشیری پښتون ازبګ بلوچ او تاجک په نامه توپير ونو په وړاندی نه پخلا کیدونکی مبارزه کوی

    افغانان د قام یا سیمی او د جنګسالانو په خوښه نظام جوړل ددی تاریخی هیواد په وړاندی خیانت او د دښمن دسیسه ګنی

    کله چی موږ افغانن وایو مقصد مو د باجوړ د پښتون د بدخشان د قرغز او دشبرغان د ازبک جلااباد د تلوار سنګ او ددای مرداد. د هزاره څخه دی څخه دی

    لوی او با عظمته افغان تل عقیده لری چی د قانون حاکمیت او په قام کی د اعتماد رامنځ ته کول د زور واکی د نشتولو يواخینی لار ده

    د هند سمندر ته افغانان د لار تر لاسه لوکو مشروع او تاریخی حق لری
    ا
    لوی افغان د امو نه تر اباسینه د واحد کور جوړولو. پریکړه کړیده
    د فساد نیپوتیزم او د تبیض په وړاندی چی د سیمی ژبی مذهب او قوم په بنیاد د. قام په منځ کی بیلتون رامنخ ته کوی نه ستړی کیدونکی مبارزه وکړه

    زموږ په راتلونکی باید د قانون حاکمیت وی نه د زورواکانو. ملی ضد دریخ

    تاسو دی سرلوړی. او د تاسو د عزت شمله تل لوړه

    ژوندی دی وی د لوی افغانستان تحریک

    سبار
    د پالیسی پلانولو د کمټي غړۍ
    سدنی

  4. محمد صابر ګــنډېروال Reply

    د جمیعت جنګسالاري ډلي د بینانسیوان د سولي پلان په شنډه ولو سره د افغانستان او نړۍ په وړاندي د نا قانونه غوښتنولړۍ پيل کړه اوتر ټولو زیات د کرزي په دوره کي خروړي او خډر شوو او لا دوام لري په تېرو وختونو کي چي هرڅومره امتیازات ور کړل شول لا د دې ملت او دولت پر حق خوړلو ور تېز شول له ځان څخه پرته بل هیچاته د هیڅ شي حق نه ورکوي ټو ل ملت دولت او نړۍ واله ټولنه یرغمل کول غواړي هیڅ ډول قانون ته ځان پړ نه بولي نو دوۍ هروخت یو معلیم عطا پیدا کوي او سل ډوله پلمې لټوي نو باید د دغو لېوانو پر وړاندي ټینګ دریځ غوره شي او قانون پر دغي منفوري ډلي هم عملي شي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2