Categories

اعلان

Loading…

د ننګرهار د دوشنبې خبرونه

ننګرهار کې د روانې اونۍ په ترڅ کې د ورېښمو لار ارزښت سمینار او نندارتون جوړیږي.
د ننګرهار و لایت مقام په هر اړخیزې همکارۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت په دې ولایت کې د روانې د چهارشنبې په ورځ د ورېښمو لار ارزښت تر سر لیک لاندې یو ورځنی سمینار او ۵ شنبې په ورځ دوه ورځنی نندارتون جوړیږي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یاد سمینار او نندارتون د جوړېدو په موخه د جوړو شوو کمیټو مسؤلینو سره د لیندۍ په ۲۷مه ولایت مقام کې ناسته ترسره کړه.
هغه د کمېټو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د چهارشنبې په ورځ د جوړیدونکي یوه ورځني سمینار لپاره،چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو خلک به په کې ګډون وکړي،پوره چمتووالی ونیسي .
همدا راز یې ۵ شنبې په ورځ د دوه ورځني نندارتون د پرانیستې په اړه هم مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې، چې په وینا یې په دې درې ورځو کې به د سمینار او نندارتون ترڅنګ مشاعرې، محلي موسیقي او ګڼ شمیر نور پروګرامونه هم ترسره شي .
د بېلابېلو کمېټو مسؤلینو ننګرهار والي ته په خپلو برخه کې د معلوماتو د شریکولو ترڅنګ د پوره چمتوالي ډاډ ورکړ.
تر دې وړاندې هم بېلابېلو کمیټو خپل منځې ناستې کړي،ترڅو د ورېښمو لار ارزښت تر سرلیک لاندې سمینار او نندارتون لپاره چمتوالی ونیول شي .
یو تن د تښتوونکو له منګولو ازاد او په جرم یې دوه انسان تښتوونکي ونیول شول .
د ننګرهار ولایت د ملي امنیت مؤظفینو په هلو ځلو د دولسم ټولګي یو تن زده کوونکی د تښتوونکو له منګول ازاد او په جرم یې دوه تنه انسان تښتوونکي ونیول شول،چې د لیندۍ په ۲۷مه د رسنیو پر وړاندې د ننګرهار والي له لورې ژغورل شوی کس خپلې کورنۍ ته وسپارل شو او نیول شوي دوه تنه انسان تښتوونکي رسنیو ته وښودل شول .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال،چې د ملي امنیت رئیس تورنجنرال محمد طاهر مومند هم ورسره شتون درلود، وویل: د ساجدالله په نوم د دولسم ټولګي یو تن زده کوونکی شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو له لورې تښتول شوی وو.
نوموړي زیاته کړه،انسان تښتوونکو د ساجد له کورنۍ یو نیم سل زره امریکایي ډالره غوښتل او پلان یې درلودو،چې د پیسو د تر لاسه کولو ،سره،سره بیا هم ساجد په شهادت ورسوي،چې د ملي امنیت مؤظفینو د هلو ځلو په ترڅ کې د سره رود ولسوالۍ په شیخ مصري سیمه کې د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو او په جرم یې دوه تنه انسان تښتوونکي ونیول ،چې پخپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی .
هغه د ساجد د خلاصون له امله د نوموړي کورنۍ ته د مبارکۍ ترڅنګ د ملي امنیت د مؤظفینو د وروستیو ګړندیو هلو ځلو څخه ستاینه او مننه وکړه .ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ورته نورو لاسته راوړنو په موخه د ولسونو په همکارۍ ټینګار وکړ .
د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي ساجد وویل،د تښتونې پر مهال نشه شوی و او د انسان تښتونکو له لوري ورته هر وخت د وهلو ټکولو سربيره د مرګ ګواښونه کېدل او همدا راز یې له کورنۍ څخه ورته د یو نیم سل زره امریکایي ډالرو غوښتنه کوله .د ساجد الله پلار قاضي انور له ننګرهار والي او ملي امنيت موظفينو مننه وکړه، چې د پرلپسې هلو ځلو په ترڅ کې يې زوی ورته د انسان تښتونکو له منګولو وژغوره.
نيول شوو انسان تښتوونکو پر خپل جرم اعتراف وکړ او زياته يې کړه، چې ساجد الله دوی تښتولی و او له کورنۍ څخه يې ورته د ۱۵۰ زره امريکايي ډالرو غوښتنه کوله.څو ورځې وړاندې هم دوه تنه د ملي امنیت مؤظفینو له لورې د تښتوونکو له منګولو ازاد او په جرم یې لس تنه انسان تښتوونکي ونیول شول .
په غنېخېلو،اچين او سره رود ولسواليو کې ۱۰۱۷ جريبه ځمکه کې د کوکنارو کښت لمنځه يوړل شو
ننګرهار ولايت غنې خېلو، اچين او سره رود ولسواليو کې د کوکنارو مخنيوي کمپاين په ترڅ کې په۱۰۱۷ جريبه ځمکه کې د کوکنارو کرل شوی فصل لمنځه يوړل شو او پر ځای غنم وکرل شول.
د غنې خېلو ولسوال عبدالوهاب مومند وويل، چې په دې ولسوالۍ کې يې د کوکنارو مخنیوي کمپاين له پيل څخه تر دې دمه په زر جريبه ځمکه کې د کوکنارو کرل شوی فصل لمنځه وړی دی.
د اچين ولسوال ډاکتر اسماعیل شینواری وايي، چې تېره ورځ يې د کوکنارو مخنيوي کمپاين په ترڅ په ۱۶ جريبه ځمکه کې د کوکنارو کښت لمنځه يوړه.
دغه راز په ورته وخت کې د سره رود ولسوال سيد علي اکبر سادات او نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې رئیس په سره رود ولسوالۍ کې د روان کمپاين په ترڅ کې په يوه جريب ځمکه کرل شوي کوکنار واړول.
ياد ولسوالان وايي، چې په اړول شوو ځمکو کې يې غنم کرلي او بزګرانو ته يې خبرداری ورکړی، چې که څوک له قانونه سرغړونه وکړي؛ نو قانوني چلند سره به مخ شي.
د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت لعلپورې ولسوال غالب مجاهد د دې ولسوالۍ قومي مشرانو سره د کوکنارو مخنيوي او امنيت ټينګښت په موخه غونډه وکړه، چې د ولسونو له لوري ورته په ټولو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
په مومندرې او اچين ولسواليو کې لس جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول
ننګرهار ولايت موندرې او اچين ولسواليو کې د کوکنارو مخنيوي روان کمپاين په ترڅ کې په ۹ جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول.
د موندرې ولسوال نسيم شينواري وويل، چې په دې ولسوالۍ کې يې د کوکنارو مخنيوي کمپاين په دوام نن د ليندۍ په ۲۷مه په پنځه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول.
نوموړي وويل، چې د کوکنارو کروندګر يې هم نيولی و، چې تر ضمانت وروسته ازاد شو.
د اچين ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواری وايي، چې په ۴ جريبه ځمکه کې يې کرل شوي کوکنار لمنځه يوړل او پر ځای يې غنم وکرل.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم په په غنې خېلو، اچين او سره رود ولسواليو کې په ۱۰۱۷ جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه يوړل شول.
د خوږیاڼو ولسوالۍ څخه بې ځایه شوو سلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ څخه د وروستیو امنیتي ستونزو له امله بې ځایه شوو سلو کورنیو سره د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو ریاست په هلو ځلو او د مرستندویه ادارو له لورې د خوراکي توکو مرسته وشوه .
د مرستې د ويش پرمهال د اجرائيه رياست سلا کار مياخان اغا ، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې او کډوالو چارو وزرات استازو هم برخه درلوده.
د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزی وايي ،د خوراک نړيوالې ادارې په مالي مرسته يوزرو نوي کورنېو لپاره خوراکي مواد خوګياڼو ولسوالۍ ته انتقال شوي ،چې له جملې يې سلو کورنېو سره مرسته ترسره شوه.
فقيرزی وايي، په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته وړه،غوړي،دال او مالګه ورکړل شوه،چې په خبره يې د مرستو لړۍ دوام لري.
د کډوالو چارو رياست مسولين وايي،د خوږياڼو ولسوالۍ اته زره اته سوه کورنۍ د مرستو مستحقې پيژندل شوي ،چې له جملې يې څه باندې شپږ زره کورنۍ د خوراکي او غير خوراکي توکو او نغدي مرستې برخمنې شوې دي.

ننګرهار استیناف محکمې د تحریراتو نوی ټاکل شوی رئیس منسوبینو ته ور وپېژندل شو.
د ننګرهار استيناف محکمې رئيس له لوري د يادې محکمې د تحريراتو نوی ټاکل شوی رئيس خپلو کارکوونکو او نورو مسؤلینو ته ورپېژندل شو.
د استيناف محکمې رئيس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده د تحريراتو نوي ټاکل شوي رئيس د پېژندنې پرمهال وويل، په ادارو کې تغير او تبديل يو اصل دی ، چې د چارو د سمون په موخه د لوړو مقاماتو له لوري ترسره کېږي.
قاضي زاده د تحريراتو پخواني رئيس غلام رباني فيضي کړنې وستايلې او نوي ټاکل شوي رئيس ته يې سپارښتنه وکړه ، چې د مراجعينو سره ښه چلند وکړي او کارونو ته يې په خپل وخت رسيدګي وکړي.
د ننګرهار استيناف محکمې د تحريراتو نوي ټاکل شوي رئيس عبادالرحمن ژمنه وکړه ، چې ورسپارل شوې چارې به په صداقت او ايمانداۍ پرمخ يوسي.
په جلال اباد ښار کې نشه یې توکې او دوه پلورونکي یې ونیول شول .
ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پولیسو له لورې د الکولي مشروباتو او د هیروینو د پلور په تور دوه تنه نیول شوي دي .د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند پښتونستان واټ په سیمه کې د پلټنو پر مهال په یوه هټۍ کې ۲۱ قطعې الکولي مشروبات تر لاسه او په تور یې د اباسین په نوم هټیوال ونیول شو،همدا راز د دې ښار څلورمې ناحیې اړوند چپرهار هډې په سیمه کې د بصیر په نوم یو تن د ۲۳ پوړیو هیروینو سره،چې غوښتل یې په پرچون ډول یې وپلوري ونیول شو.
نیول شوي کسان تر څېړنې لاندي دي .
د ۳ میلیونه او درې سوه زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پیل کیږي .
ننګرهار ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لورې د اچین ولسوالۍ د یوې کلیوالي شورا سره د درې میلیونه او درې سوه زره افغانیو په مالي لګښت د اوبو رسونې د یوې شبکې د جوړېدو تړون لاسلیک کړ.
د کلیو پراختیا او بیارغونی ریئس انجینر مجیب الرحمن ضیاء وویل، دغه شبکه د کلیو پراختیا وزارت د او بو رسولو پروګرام له بودیجې څخه د نږدې ۳,۳ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې جوړیږي .
هغه زیاته کړه، د یادې شبکې څخه به تر درې سوو کورنیو پورې ګټه واخلي او د شورا له غړو څخه یې وغوښتل چې د قرارداد مطابق خپلې چارې ترسره کړي،ترڅو خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې شي .

199 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸