Categories

اعلان

Loading…

ترهګرو د کابل سهار بیا نا امنه کړ

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز، مطبوعاتي مرکز مطبوعاتي اعلاميه!

د کابل ښار پنځمه امنيتي حوزه افشارو سیمه کې د ملي امنيت پر يوه مرکز داعش ترهګرو بريد وکړی، بريد چې د سهار په لس بجې پیل شوی، څو ساعته يې دوام وکړ، ياد بريد د ترهګرو په مرګ پای وموند

اسلامي دولت نومې ډلې داعش د يادې حملې مسووليت منلی دی، دا يو روښانه حقيقت دی، چې په هيواد کې ترهګر خپلې ترهګريز بريدونه د پاکستان استحباراتي کړۍ په خوښه کوي، تر څو هيوادوال په شهادت ورسوي او د خلکو باور ته زیان ورسوي.

که څه هم ترهګرو تر دې وړاندې هم په کابل او ځينو ولايتونو کې ورته ترهګريز بريدونه کړي دي، خو په کابل کې د داعش دا وروستۍ حملې بیا د ښاريانو اندېښنې زیاتې کړې دي او افغان دولت هرڅومره ژر چې کولای شي، باید د ورته تروریستي بريدونو او پېښو مخنيوی وکړي او نړيواله ټولنه باید وپوهوي، چې د تروریستانو د زدکړو اوروزنې پتڼ ځایونه ډيورنډ فرضي کرښې هغه غاړه پنجاب کې موقعيت لري، چې پآکستان تل د تروریستي او افراطي ډلو ملاتړ کړی دی، تر څو په افغانستان کې ناامنۍ او ويجاړۍ رامنځ ته کړي

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز د افغان امنيتي ځواکونو زړورتيا ستايي او پر ترهګرو غږ کوي، چې د ای، ایس، ای د غلامۍ څخه ځانونه وژغورئ او د سولې او بیا پخلاينې له بهير سره يو ځای شئ، تر څو په ګانده کې د نړيوالو ځواکونو د پاتې کېدو بانه هم پاتې نه شي.

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز/ مطبوعاتي دفتر

283 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸