Categories

اعلان

Loading…

د عکسونو لپاره یو نوی ګجیټ جوړ شو

تاند- بیم اتینتیک کمپنۍ یو ځیرک (سمارټ) پیکسل جوړ کړی چې له موبایل سره وصل کېږي او ستاسو د خوښې عکسونه، ګیف او سلایډ شوګانې ښيي.

د دیجټل ترنډز د راپور له مخې، د بیم اتنتیک (BEAM Authentic) دا ګجیټ (‌Beam Pixel) نومېږي او د یوه اپلیکېشن په وسیله له موبایل سره وصل کېږي.

دا ګجیټ کاروونکي ته موقع ورکوي چې په مجازي ډول د خپلې خوښې عکس پر خپل دایروي سکرین (AMOLED) وښيي.

په سکرین کې پر عکس سربېره سلایډ شو یعني هره شېبه په اتومات ډول بدلېدونکي عکسونه هم نندارې ته وړاندې کېدای شي.

د دې ګجیت بل په زړه پورې کمال دا دی چې په دې کوچني سکرین یا شیشه دوستانو ته پیغام یا د نورو کسانو له لوري جوړې شوې طرحې استولی شئ.

131 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *