Categories

اعلان

Loading…

د هند صدراعظم له حامد کرزي سره د دوو هیوادونو پر اړیکو خبرې وکړې

تاند- د هند صدراعظم ندریندرمودي د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د افغانستان او هند پر اړیکو او د سیمې پر حالاتو خبرې وکړې.

مودي له حامد کرزي سره له کتلو وروسته، په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي«په نوي ډیلی کې د خپل ملګري حامد کرزي په لیدو خوشاله شوم.»

مودي همداراز حامد کرزي ته ماښامانۍ مېلمستیا وکړه.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې مودي او حامد کرزي له افغانستان سره د هند د مرستو او په کلیدي برخو کې د دوو هیوادونو د همکاریو په شمول د افغانستان او هند پر ستراتیژیکو اړیکو خبرې وکړې.

دواړو خواوو د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت هم خبرې وکړې.

له کله چې د حامد کرزي د ولسمشرۍ دوهمه یا وروستۍ دوره پای ته رسېدلې دا څویم ځل دی چې نوموړی هند ته سفر کوي.

هند د افغانستان ستراتیژیک دوست دی.

د امریکا د دفاع وزارت د وروستي راپور پر اساس هند په سیمه کې د افغانستان تر ټولو باوري متحد دی.

پینتاګون کانګریس ته په خپل راپور کې له افغانستان سره د هند د نورو اقتصادي، طبي او مدني مرستو هرکلی وکړ، ویې ویل«هند په سیمه کې د افغانستان تر ټولو د باور وړ شریک دی او د سیمې تر ټولو هیوادونو یې د افغانستان په پرمختیايي چارو کې زیاته برخه اخیستې ده.»

259 total views, 1 views today

3 comments

  1. سلیم Reply

    چوربابا ته پکار وه چې سیاست یې پریښودی وی اودس یې تازه کړی وای او یو شه رسټورانت یې جوړ کړی وی، پیسې هم پریمانه لري اواصلي کسب یې هم دی ثواب به یی هم شوی و نوم به یې چوربابا ریسټورانټ ایښودی وههههههههههه

  2. اتل Reply

    چور با با دهندوانو په چمونواو دوکړو کی ډیر ماهر پړی ته دوکړه ووهی راژوندی کوی أ بالا او س هم …….. دچوربابا اشتها ډیره زیاته ده دهندی دالو زور نه ورباندی رسیږی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2