Categories

اعلان

Loading…

رټلی مهاجر | عبدالواحد رضوانزی

د پاکستان په ریګې او سختو ګرمو کمپونو کې مېشت افغان کډوال د روژې میاشت او لوی اختر ته ډېر خوښیږي، په روژه کې مهاجرو ته د پنجابي خیریه ټرسټونو له لورې دال، لوبیا، غوړي او وړه ورکول کېږي او په لوی اختر کې ورته د عربي موسسو له لورې غوښې راځي.

د پاکستان په سوزنده ګرمۍ کې افغان کډوال په اوږدو قطارونو کې په داسې حال کې چې د خولو سیلابونه پرې روان وي ولاړ وي. دا حالت به ما ته ډېر دردوونکی وو، داسې حالت زما ذهن نه منه. ما اورېدلې وو چې سردار داوود خان ته د عربو شیخانو ویلي وو؛ افغانان د کار لپاره سعودي ته راولېږه، سردار ورته ویلي وو؛ افغانان دومره خوار نه دي چې د عربو دښتې ابادې کړي، زیاته کړې یې وه چې افغانان کار ته درلېږم په دې شرط چې سهار به یې په الوتکه کې وړئ او ماښام به یې بېرته په الوتکه کې راولئ. ما ویل د داسې مغرور او سرشاره وطن خلک څنګه کیدای شي چې د تورلنګي خیرات ته دې قطار کې ولاړ وي، د سردار داوود خان ارواه به څومره نا ارامه وي.

ډېری وخت د یو کیلو غوښې د ترلاسه کولو لپاره د خلکو انتظار تر ساعتونو اوږد شي، د ګرم لمر څخه د پناه یواځېنۍ وسیله به څادر وو چې مهاجرو به په سرونو اچولی وو. دې موادو کې به ملکانو، اربابانو او جهادي مشرانو تر نورو ډېر سهم غوښت، په پټه او په ښکاره چې په هر ډول به یې وس وشو یوه ګنډه او غوټه به یې څنګ ته کوله. اخواني بغاوت او د تورلینګیو لښکرو دا غیرتي او متمدن ملت د پنجابیانو د دالو او د عربو خوسا غوښو ته په ګونډو کړ؛ یو ستر ملت یو تاریخي ملت یو امپراطور ملت څو د دین دلالانو او د شیطان لښکرو نسکور کړ؛ شمله پرېوته او لونګۍ د دووس په سر شوه .

فورمې به راغلي ویل به یې مهاجر دې دا ډکې کړي، د کور،  کورنۍ د غړو او د وطن پته مو ولیکئ، څو میله وسله لرئ ویې لیکئ، څه کار کوي؟ افغانستان ته ځي که نه ځي؟ څوک خپل خپلوان خو به دې بره کار نه کوي. د ځېنو مهاجرو په شیطانت به پاکستاني پولیسو د هغو بیچاره غریبو مهاجرو مهاجرکارتونه بلاک کړل چې وطن کې به یا پولیس وو یا به د بانک ساتونکی وو.

مهاجر ډېری وخت خپلو پنډغالو پورې محدود وي، له پنډغالي ورته د وتلو اجازه نه وي، کوم مهاجر چې  له یوې سیمې بلې سیمي ته ځي د پولیسو په لیدو سر ټیټ واچوي آیت کرسي  په ځان چپ کړي، پولیس چې څنګه موټر ته وخیژي مستقیم پرې ورغږ کړي مهاجره پاڅه مهاجر له موټره کېباسي که پیسو کې جوړ راغلل بېرته یې هملته پرېږدي او کنه تاڼې ته یې بوځي بیا به وکیل وو، محکمه وه او قاضي به وو په پای کې یې باډر پاس کړي.

د مهاجرو توهین تر دې رسیدلی چې په ښکاره پیسي نه شي ګرځولی؛ کله چې پیسي ورسره وي د پولیسو له ویرې یې مېرمنو ته ورکړي، عزت، ناموس او پت هېڅ هم پاتې نه شول، تور لنګيو د ډېرو مهاجرو په کورونو چاپې وهلي او لا یې وهي، څوک چې د یو هېواد سفیر لوڅ لغړ امریکایانو ته سپارلی شي هغوی ته د عادي مهاجر عزت او پت څه مانا لري؟ مهاجر بیا هم پروت دی؛ وایې چې وطن کنډواله نه کړم ، نظام نسکور نه کړم، له دې هېواده بیا د اختر ټال جوړ نه کړم، دا ټول اوسیدونکي یې چې هجرت یې نه دی کړی او په کفر راضي دي ونه وژنم دا د کفر جوړ کړي سړکونه، ښوونځي، عامه تاسیسات وران نه کړم تر هغې له تورخمه اخوا اغوښتل کفر دی. وایې له تا خدای د سړک او ښوونځي پوښتنه نه کوي له تا د اسلام پوښتنه کوي؛ څښتنه چې دا کور مغزي او مټکور خو دې دې وطن کې نه وای پيدا کړي.

په مهاجرو هېڅ ډول رحم نه کېږي چې څه یې د وس کېږي پرې کوي یې، د برېښنا بیلونه او پیسي پرې له ځانه اچوې، چې کله یې خوښه شي برېښنا پرې ښکته کړي، بیا مهاجر څو سپین ږیري سره راټول کړي د مختلفو پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو ورونه ټکوي او د پاکستانیو په خبره د رحم اپیل ترې کوي، ډېری وخت اوبه او برېښنا نه وي، د مهاجر  نه خوب وي او نه هم روزګار، د سختیو شپې او ورځې دې تیروي یې خو خپل وطن ته زړه نه ښه کوي. کچالو او الوګان به پلوري، د تورلینګیو ماڼۍ به پاکوي په وطن پسې بد وایې؛ وایې هغه چا وطن کړ، هغه نه جوړیږي، هغه وطن ته خیرې شوي دي، موږ پاکستان کې پاتې کېږو افغانستان څه په تندر ولئ.

په دا وروستیو کې چې پاکستانیان چېرته افغان کډوال ګوري نو همدا ترې پوښتي چې مهاجره کله به ځي، لارو کوڅو کې ورپسې د مهاجر په نوم چغې وهل کېږي، دوکانونه او کورونه یې چور کېږي، د هغوی له اجازې پرته چېرته تللی هم نه شي، د مهاجره کله به ځي په جمله ډېر وخت سره پاکستانیان او مهاجر لاس او ګریوان شوي هم دي. ډېرو قوماندانانو او خپلو لاسپوڅو ته یې ځانګړي کارتونه ورکړي چې د اړتیا پر مهال یې پولیسو ته وښایې او ازاد تګ راتګ وکړي.

د هجرت موخه او مقصد خو دا دی چې خپل وطن کې دې دین، مال او عزت خوندي نه وي نو بل ځای ته د دین، مال او ناموس د خونديتوب لپاره ولاړ شي تر څو هلته د دې شیانو خونديتوب تضمین شي او ته خپلې چارې په ازاد ډول پر مخ یوسي، کله چې هلته ستا هجرت تا ته پیغور ګرځي دین، مال او ناموس دې په کې له خپله وطنه ډېر نا محفوظ وي بیا د هجرت څه مانا؟ آیا دا هجرت دی؟ ولې خپل وطن کې ازاد او په عزت ژوند نه کوي.

د سړي له زړه ویني وڅاڅي ډېری دا مهاجر دومره محب پاکستان دي چې خپل هېواد ته کنځلي کوي، خپل جنت وطن دښمن ته یې پخپلو کورونو کې پناه ورکړي او خپل بچیان د ځانمرګو بریدونو لپاره تروریستانو ته ورکوي چې د قیامت په ورځ د دوی شفیع شي. هلته به یې په ګرمۍ کې په شل روپو یخ جنګ وي دلته د کابل واورې د ځانمرګو بریدونو د قرباني شویو وطنوالو په وینو سرې دي.

ملایان په منبر ناست وي: د مکر اوښکې تویوي؛ له خولو یې لاړې بادیږي، د غریبو مهاجرو بچیان د جهاد په نوم د تور پنجاب، ایران او نورو زبرځواکونو نیابتي جګړې ته د جهاد په نوم رالیږي. هلته چې د کوم غریب زوی لږ سر راپورته کړي دوی یې پلار وهڅوي چې زوی دې ځانمرګي ته وقف کړه، هغه خپل زوی اماده کړي دوی یې مغز شویي وکړي دلته چې راشي په مسجد، عامه تاسیساتو، او په امنیتي ځواکونو ځان والوزوي، ډېری وختونه داسې هم شوي چې د تنکیو ځوانانو مغزشويي وکړي له کوره وتښتي بیا خپل مور او پلار ته هم د مرګ ګواښونه کوي.

لنډه دا چې دوی د خپل وطن ښکلاوې تور لنګیو ته لوګی کړي دي، د خپل وطن روژه په خوله په لمونځ ولاړ سرتیری وژني خو هلته پرې پاکستاني سرتیري غوږونه نیسي، سرجي ته په ګونډو وي او د رحم غوښتنه ترې کوي، هلته د پاکستان ګرمیو څټ کړل دلته د خپل وطن پاکه هوا په باروتو لړي، هغه وطن د اسلام قلعه ګڼي خو د خپلو معصومو وطنوالو شهادت ته هغوی چې تورلینګیو ته یې اسلام ښودلی دی ګوته په ماشه ناست دي؛ بس کړه مهاجره د خدای روی ته وګوره دا د ذلت، بې عزتۍ او توهین ژوند پرېږده؛ ستا عزت، ژوند او سرلوړي ستا پحپل هېواد کې ده؛ تر څو به د انسپکټر صیب او کمشنر صیب دربار کې په ګونډو یې، آخر د افغان نوم درپسې دی دا نوم نور مه شرموه، ارزښتونه دې راتباه کړل، بنسټونه دې راونړول، پوهان دې له تیغه تېر کړل نور نو د غلام له غلامۍ لاس په سر شه.

37 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *