Categories

اعلان

Loading…

له شاوخوا ۵۰ کلونو وروسته ولې بیا انسان سپوږمۍ ته نه دی تللی

تاند- د ۱۹۶۹ م کال د جولای په شلمه پر سپوږمۍ د لومړني انسان نیل ارمسترانګ د قدمونو له اېښودلو وروسته ۵ ځلې نور امریکایان سپوږمۍ ته لاړل.

وروستی ځل چې سپوږمۍ ته انسان تللی، ۱۹۷۳ کال و. له دغه کال راوروسته بیا ترننه څوک سپوږمۍ ته نه دي تللي.

دا دی اوس نیمه پېړۍ وروسته امریکا اعلان کړی چې د سپوږمۍ ماموریت په پام کې لري.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دې اړه یو فرمان لاسلیک کړی دی. خو پوښتنه دا ده چې په دې موده کې امریکا او یا کوم بل هیواد ولې سپوږمۍ ته فضانوردان نه دي لېږلي؟

حقیقت دا دی چې سپوږمۍ ته د انسان یا ماشین لېږل ګرانه تمامېږي.

د کلیفورنیا پوهنتون د نجومي علومو استاد پوهاند مایکل ریچ وايي، سپوږمۍ ته هر ماموریت زیات لګښت ته اړتیا لري خو ګټه یې تقریباً نشته.

د متخصصانو په باور د سپوږمۍ د ماموریتونو یوازینۍ ګټه سیاسي او تبلیغاتي ده، له دې پرته بل څه نشته.

په ۲۰۰۴ م کال د امریکا د وخت ولسمشر جورج بوش هم سپوږمۍ ته د انسانانو د لېږلو پلان جوړ کړی و خو د دې لپاره چې پر دې ماموریت څو سوه ملیون ډالره لګښت راته، دا پلان وځنډول شو.

دوی وايي چې اوس هم دا وېره شته چې د لوړ لګښت له کبله د ټرمپ له لوري تصویب شوې طرحه وځنډول شي.

538 total views, 4 views today

1 comment

  1. غ.حضرت Reply

    وروره دا خلګ درواغ وائی.څلویښت پنځوس کاله ئې هم ټول نړیوالی غولولی چه ګواکی دوی سپوږمۍ ته ختلی دی چه البته دا څلور پنځه کاله مخکی ئې د ځینو اروپائی پوهانو لخوا دا ادعا رد شوه البته زما په نظر لمړنئ پروپاګنډ او علمی تبلیغات هم پدې خاطر وه چه د شورویانو دووسانو فضائي بریالیتوب په سایه کی راولی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2