Categories

اعلان

Loading…

په اسلام کي د انسان اهمیت | بصیر عاصم

اسلام؛ يو الٰهي  د انساني نړۍ او د ژوند د چارو لپاره یو واضح طبعي  قانون دۍ، چي پکښي انسانانو ته د الٰهي ارشاداتو په رڼا کي د ژوند تيرولو توصيه شوي ده ، د ددې ترڅنگ چي اسلام د ژوند په نورو چارو کي پر اعتدال ديانت او انصاف ټينگار کړۍ دۍ په ځانگړي توگه يي د انسانانو ژوند ته ځانگړى اهميت ورکړۍ دي.
په اسلام کي  د انسانانو د روح او ژوند ته احترام لمړي فريضه ده.
اسلام هر انسان د خپل او نورو د ژوند پر تحفظ ملکف کړي دي ځکه د انساني جامعي ټول حقوق او ټول فرايض د انسان پر ژوند موقوف دي ، همدا وجه ده چي د اسلام د اصولو پر اساس يو انسان د بل انسان له ضرر رسولو بي احترامۍ او دهغه پر حقوقو د تيرۍ کولو په پوره ټينگار او تاکيد منع کړه شوي دي ، البته چي ځني حدود پکي وضعه شوي دي
ﷲﷻ په واضحه توگه بيله استثنا (مسلمانان ) (غير مسلمانان ) پر خپلو بندگانو  په دې ايات کي خپله مهرباني څرگندوي او  رسول ﷺ ته په خطاب کي فرمايي:
[سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : 107]
وَمَآ أَرْسَلْنٰكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعٰلَمِينَ
[اې محمده (ص)!] موږ چي ته لېږلی یې، دا په اصل کښي د نړیوالو په باب زموږ رحمت دى. (موږ د ټولو مخلوقاتو لپاره ته رحمت لېږلى یې.)
په اسلام کي د انسانانو ژوند ځانگړى اهميت لري په سختۍ سره انسانان د وينو تويولو منع کړي دي لکه ﷲﷻ په ايات کي فرمايي:
[سُوۡرَةُ المَائدة : 32]
مِنْ أَجْلِ ذٰلِكَ كَتَبْنَا عَلٰى بَنِىٓ إِسْرٰٓءِيلَ أَنَّهُۥ مَن قَتَلَ نَفْسًۢا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِى الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَآ أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ۚ وَلَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَيِّنٰتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم بَعْدَ ذٰلِكَ فِى الْأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ
له همدې امله موږ پر بني اسرائيلو دا فرمان ليكلى ؤ: “چا چي يو انسان د ويني له بدلې يا په ځمکه کښي له فساد خورولو پرته (په ناحقه) وواژه، داسي وګڼه لكه چي هغه ټول انسانان ووژل او چا چي څوك له مرګه وژغوره، داسي وګڼه لكه چي هغه ټولو انسانانو ته ژوند ور وبښه.” – خو د هغو حال دا دى چي زموږ پېغمبران پرله پسې له روښانه څرګندو لارښودنو سره ورته راغلل؛ سره له دې هم د هغو زياتره كسان په ځمکه کښي زياتى كوونكي دي.
ﷲﷻ ته د انسانانو تر ټولو مهم د انسانانو ژوند دي  لکه څنگه کي په دې ايات کي فرمايي.
[سُوۡرَةُ الفُرقان : 68]
وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلٰهًا ءَاخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِى حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذٰلِكَ يَلْقَ أَثَامًا
هغه كسان چي له الله څخه پرته كوم بل معبود نه بلي، هغوی نفس په ناحقه نه وژني چي خداى حرام کړی وي، او نه د زنا مرتكب کیږي. (خو) هر څوك چي دغه كار (شرک، قتل یا زنا) وکړي هغه به د خپلي ګناه بدله ومومي.
په بل ايات کي ﷲﷻ د هغو قاتلانو دپاره د ابدي جهنم وعده کړي ده چي په قصده بي گناه مسلمانان قتلوي که څه هم خوارجو اسلامکارو د بي گناه مسلمانانو وژل په په دې دليل روا کړه چي ورسره غير مسلمانان وژني خو په ټوله قران کي هيڅ داسي استثناي ايات نشته چي د بي گناه مسلمانانو وژنه دي توجیه کړي لهاذا د ايات حکم تر قيامته ثابت دي لکه ﷲﷻ فرمايي:
وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُۥ جَهَنَّمُ خٰلِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُۥ وَأَعَدَّ لَهُۥ عَذَابًا عَظِيمًا
[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 93]
پاته شو هغه څوك چي كوم مؤمن له پوهي او ادراك سره سره ووژني، نو د هغه سزا دوږخ دى چي په هغه کښي به د تل لپاره استوګن وي، پر هغه د الله غضب او لعنت دى او الله د هغه لپاره لوى عذاب تيار کړيدى.
همدارنګه الله ج مسلمانانو ته د غیرو مسلمانانو سره د روابطو په اړه فرمايي:
[سُوۡرَةُ المُمتَحنَة : 8]
لَّا يَنْهٰىكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقٰتِلُوكُمْ فِى الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيٰرِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوٓا إِلَيْهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ
الله تاسي له هغو (کافرانو)  سره له نیکۍ (دوستۍ)   او عدل کولو نه منع کوي  چي د دين په باب يې ستاسي سره جنګ  ندى کړی او تاسي یې له خپلو كورونو څخه نه ياست ايستلي. الله عدل كوونكي خوښوي.
د يادو شوو اياتونو پر بنياد مهمه خبره دا ده چي هغه انسانان گمراهان دي جاهلان او د اسلامه په بشپړه توگه ناخبره دي چي د ﷲﷻ رضا د انسانانو په وينو تويولو کي لټوي يا په اسلامي احکامو کي شددت کوي افراط کوي ځکه اصول واضح دي ،  تر احکامو تجاوز په ښکاره توگه انحراف او د اسلامه ليري والۍ دي.
البته دا يادونه ضروري بولم چي مسلمان بايد د هيڅ انسان په مرگ خوشاله نه شي حتٰي که څه هم کافر  وي خو پرته د طالب او داعش ترهگرو ، ځکه دوي په اسلام مسلمانانو او نړي کي داسي حيثيت لري لکه د انسان په وجود کي  سرطان او ناسور ناروغي ،  طبعي ده چي انسانان د ناروغۍ په نشتون کي ښه او د راحت احساس کوي.
وماعلناالالبلاغ

19 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *