Categories

اعلان

Loading…

ارمان (لنډه کیسه) حسينه عارف

وړې ماشومې دهرسهارپه څېرنن بیاهم ورځ په ژړا پیل کړه دتل په څېرهماغه یوه جمله یې بیانوله مورې!

عصمت به  کله  ښوونځی ختموي؟ دا څووم ځل دی ناکامېږي او ما به کله ښوونځي کې داخلوی؟

بس دى، نور مې له لاسه دا کارونه نشي. څنګ ته د قالینې پروت بورس او کروشنیل یې په ځمکه وویشتل، کیڼ اړخ دېوال ته کېناسته او په ځمکه ځمکه لګېده.

مورې، نور نه غالۍ اوبم، نه پخلى کوم ما هم د عصمت غوندې ښوونځي  کې واچوئ. زه هم درس وایم، د شهلا غوندې غواړم ډاکټره شم، معاش واخلم. مورې !تا به کله ډاکټر ته بوځم، کله به بابا له چټلو کالیو باسم.

پلار ته یې د لور جملې نوې نه وې، خپله بېوسي او د مور ناروغي او بېوزلي د زهرا د ښوونځي د تګ مخه نيوله. زهرا ته تل یوه جمله د تسلیت او هیلې په څېر تکرارېدله، چې عصمت به ښوونځی ختم کړي، بیا به تا داخله کړي. د کلي روغتون به ورغوي او کار به پیل کړي، خو زهرا ته دا هیله په ویښه خوب وو.

پلار یې د تل په څېر پر زهرا ځان ناګاره کړ.

په نهیلۍ او بېوسۍ یې نارې کړې زهرا! !

ورور ته د چای دم کړه، وختي ښوونځي ته ځي.

زهرا په ډک ستوني ورغږ کړ ښا پلاره !

عصمت سهار سهار له حمامه راوووت: افففف مورې، تراوسه دې چای نه دی جوړ کړئ.

صبر عصمته زویه بې چایه مه ځه، اوس به مې زهرا لورکۍ درته چای راوړي. عصمت په دېوال باندې راځوړندې ښیښې ته ورلنډ شو. د وېښتو په غوړولو یې پیل وکړ، غږ يې لوړ شو: مورې پر بوټانو مې یوه صافي درسره تېر کړه!

سپینږیري پلار یې سهار سهار خپلې دستکشې او نارنجي کالي واغوستل. بېلچه یې واخیسته. زویه، په خدای دې سپارم تر ماښامه په کور پام کوئ.

اوو داکرایه درسره واخله. زویه، پر بایسکل مه ځه، هوا سړه ده. زه عادت یم پلی ځم.

عصمت سوتره کالي او غوړ سر روان شو. ترڅنګ پلورنځي ته وروګرځېد، لېټر یې واخیست، جېب ته یې لاس کړ، سګرېټ یې ولګاوه، په بل لاس یې شمېره راواړوله.

ملګري ته یې زنګ وواهه: هلکه، راووځه، چکر وهو.

4 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *