Categories

اعلان

Loading…

اپل به ژر ۳ نوي موبایلونه راوباسي

تاند- اپل کمپنۍ وايي چې سږ کال به، چې تر یوې میاشتې لږه موده یې پاتې ده، درې نوي موبایل ټېلفونونه نندارې ته کښېږدي.

ټاکل شوې ده چې اپل دا ۳ موبایل ټېلفونونه راتلونکی کال خرڅلاو ته وړاندې کړي خو مخکتنه یې سږ کوي.

د دغو نویو موبایلونو شیشه یا سکرین به ۵ اعشاریه ۸ او ۶ اعشاریه ۳ اینچه وي. د درېم ماډل شیشه به ۶ اعشاریه ۱ اینچه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپل کمپنۍ یو متخصص (مینګ چي کو) وايي چې د ایل سي ډي شیشې ۶ اعشاریه ۱ اینچه موبایل جوړوي.

د دې ترڅنګ د ایفون ایکس بل ورژن یا ماډل به د ایل سي ډي ۶ اعشاریه ۵ اینچه شیشه ولري. دا موبایل به د ایفون ایکس پلس په هنوم راووځي.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ اپل کمپنۍ د یوه داسې موبایل د اختراع حق ثبت کړ چې د کتاب او کتابچې په شان قاتېږي.
اپل کمپنۍ غواړي چې دا قاتېدونکی موبایل په بل پړاو کې پر ای پډ بدل کړي.

اپل تراوسه پورې اپر خپلې دې اختراع نوم نه دی ایښی خو ویل کېږي چې ایل جي کمپنۍ به د دغه موبایل د شیشې یا سکرین لپاره ټکنالوژي برابره کړي.

115 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *