Categories

اعلان

Loading…

معرفة الافغاني دپښتو لومړنی درسي کتاب او د هغه لیکوال

ليکنه او اوډنه: جانباز

يادونه: دا مقاله د پښتو د مبتکر شاعر (پیرمحمد کاکړ) د دېوان د بشپړېدو د (۲۴۰ ) مي کلیزي په مناسبت و دوه ورځني علمي سیمنار ته لیکل سوې وه. د هغه سمینار د مقالو د چاپ سوې ټولګي څخه دا مقاله ځکه پاته سوې وه، چي د دې ټولګي تر ترتیبونکي پوري نه وه ور رسېدلې.

دپښتو د تدریس په برخه کي لومړنی کتاب چي د زمانې له تاړکو څخه خوندي پاته شوی او تر موږ پوري را رسېدلی، هغه (معرفة الافغاني) دئ. معرفة الافغاني دپیرمحمد کاکړ اثر دئ، چي په (۱۱۶۸ هـ.ق) کال کي  ئې دشهزاده سلېمان دواکمنۍ پرمهال دپاچا حضورته وړاندي کړ، دغه اثر دکتاب په بڼه  لومړی ځل دکندهار دکتابو  تاجرانو ملا جان محمد او ملا بسم الله په (۱۳۴۱ هـ ق) کال کي د دري  ژباړي سره په لاهور کي چاپ کړ، څرنګه چي دغي چاپي نسخې ځیني نیمګړتیاوي درلودې، نو دوهم  ځل د پښتو ادبیاتو  محقیق (حبیب الله رفیع) دیوې مفصلي او ارزښتناکي سریزي سره سم په ( ۱۳۵۶ هـ ق) کال د ننګرهار مجلې له خوا په دوو ورستیو پېړیو کي دپښتو دچاپ شویو اثارو دسمینار په ویاړ چاپ شو. د معرافة الافغاني د نسخو په اړه ښاغلی رښتین صاحب لیکي: د دې کتاب ځیني قلمي نسخې پیدا شوي دي، مګر چاپ شوي نه دي، خو خبره بېخي اپوټه ده، هغه داچي تر اوسه په هیڅ کتابتون کي د دې اثر دکومي قلمي نسخې پته نشته یواځنۍ هغه دکندهار د تاجرانو د (۱۳۴۱هـ ق) کال د لاهور چاپي نسخه چي بشپړ متن پکښي خوندي دئ سته، له دې چاپي نسخي څخه ښکاري، چي په پورته ذکر شوي کال کي له نوموړيو تاجرانو سره د دې کتاب کومه قلمي نسخه وه، خو معلومه نه ده، چي بیا څه شوه. دا چاپي نسخه چي ډېري تېروتني لري دا ښيي چي دکتاب متن په ډېره بې پروایي را نقل شوې، د معرفة الافغاني  متن او محتویات ښیي چي دا اثر د دې لپاره لیکل شوی وو، چي درباریان، منشیان او میرزایان دپښتو جملو جوړول او لیکل ترې زده کړي او بیا دهمدې اثر په مرسته د دربار او دفتر چاري ټولي په پښتو شي تر څو پښتو د دفتر او دېوان ژبه شي او دنورو ژبو غوندي د دربار په ملاتړ او حمایت پراختیا او پرمختیا وکړي.

لوی استاد علامه حبیبي صاحب د دې اثر په باب داسي لیکلي: «دا کتاب په خپل وخت کي د ژبي د زدکولو لپاره مفید وو او باید د اوسنیو تجربه شویو متونو سره پرتله نه سي، خو دنمونې په توګه دهغه وخت د مفکورې نمايندګي کوي او دا کتاب دپښتو دتعلیمي کتابو دسلسلې لومړۍ کړۍ ګڼلی سو.»

د معرفة الا فغاني محتوا لس بابه لري:

په لومړي باب کي ئې حمد، په دوهم باب کي ئې نعت، په درېیم باب کي ئې داصحابو ذکر، په څلورم باب کي ئې د وخت دپاچا مدح راغلي، چي دا څلور بابه ئې دنظم برخه  او په پنځم باب کي ئې چي اصلي موضوع پیل کيږي هغه خبري راغلي چي پاچاهان او حاکمان ئې وایي، په شپږم باب کي ئې د عامو خلګو خبري راغلي، په اووم باب کي ئې د خوارک، څښاک  او پوښاک خبري راوړي، په اتم باب کي ئې دکلیوالو او مالدرانو خبري راوړې، په نهم باب کي ئې دښکار خبري را وړي، چي له دې باب سره ئې دجملو برخه هم ختمېږي او په لسم باب کي ئې لغاتونه راوړي دي، چي شپږ فصله لري.  دا برخه دکابل مجلې د(۱۳۶۰ ) کال په ( ۷۳۳ ) پر له پسي ګڼه کي روهي صاحب د موضوعي قاموس په نامه هم یاده کړې، چي دبېلا بيلو موضوعاتو نومونه پکي راغلي دي.  

لومړی فصل ئې اسماني او اسمان ته دنږدې شیانو نومونه دي، دوهم فصل ئې له مرغانو پرته دنورحیواناتو نومونه دي، درېیم فصل ئې دمرغانو نومونه دي، څلورم فصل ئې دنور راز – راز شیانو نومونه دي، پنځم فصل ئې دناروغیو نومونه دي او شپږم فصل ئې د تورو په باب دئ.

 د دې اثر خاصه ځانګړنه او ابتکار دا دئ، چي  پیل ئې له  کُل نه د جز پر لور شوی دئ، چي لومړی جملې بیا ئې لغاتونه او په اخيرکي ئې توري راوړي دي، چي دښووني او روزني دنویو او عصري میتودنو له مخي ډېره دپام وړ خبره ده. د پیرمحمد کاکړ قلمي ځواک اوقدرت دا ښیي  چي ډېر کتابونه به ئې لیکلي وي، خو د زمانې له تړاکونو څخه ئې ډېر لږ اثار موږ ته را پاته دي.

۱ –   دپیرمحمد کاکړدېوان: چي پنځه زره  بیته لري په (۱۱۹۶ هـ ق) کال د ده له خوا ترتیب اوبشپړ شو. د دېوان یوه زړه نسخه  په (۱۲۳۰ هـ ق) کال کي ابرهیم کاکړ   چي د ده شاګرد وو، خطاطي کړې  او د پښتو ټولني په کتابتون کي خوندي ده. د دېوان یوه  بله نسخه دجمهوري ارګ په کتابتون کي ده، یو نسخه ئې له مولانا ابو لوفا افغاني سره وه،  یوه نسخه ئې رشاد صاحب له  فضل اللهي ساکزي سره لیدلې وه، د دېوان تر ټولو زړه چاپي نسخه ئې په ( ۱۳۰۳ هـ ق)  کال  چاپ شوې ده، چي امیرمحمد پېښوري د (کتابو تِجار) د ډیلي په فاروقي مطبعه کي خپره کړه، د دېوان انتقادي متن ئې استاد بېنوا تهیه کړئ او په کابل مجله کي پرله پسې چاپ شوی او بیا په  (۱۳۲۵ هـ ق) کال پښتو ټولني چاپ کړ، چي د پښتو ټولني (۶۶) نمبر کتاب دئ.

د دېوان په سر کي د استاد بېنوا سریزه په (۱۵) مخه کي راغلې، چي په هغه کي د دېوان پر خطي نسخو او رسم الخط غږېدلی دئ  او د پېرمحمد کاکړ پېژندګلوي ئې پکي راوړې، د دېوان له (۱۶) مخ څخه اصلي متن شروع کیږي تر (۱۴۰) مخه پوري او د پای په دوو مخو کي یوه یادونه راغلې ده، چي دا دېوان ټول (۱۴۲) مخه دئ. د دېوان انتقادي متن ددو خطي او یوې نیمګړي چاپي نسخي څخه تیار شوی.

۲ –  معرفة الافغاني: دغه کتاب دئ اوس چي موږ ورباندي بحث کوو.

۳-  دپښتنو تاریخ: په دې هکله  بېنوا صاحب وایي: « پیرمحمد داحمد شاه بابا په امر دپښتنو یو تاریخ په پښتو هم کښلی وو، د دې کتاب کومه نسخه چي د امیر عبدالرحمن خان په دربار کي موجوده وه … تر(۱۳۰۰ ش)  کال وروسته له کابله خارج ته وتلې ده او اوس ئې درک نه لرو.»

۴  – څو پاڼي: درفیع صاحب په وینا دی وایي:«دپیرمحمد کاکړ د دېوان یوه  قلمي نسخه چي ماته لاس ته راغلې وه، څو دنثر پاڼې يې هم په پای کي ورسره درلودې، چي له دېوان سره متصلي او د دېوان دخطاط  په قلم دي. په دې پاڼو کي د قیامت او ورپسې دجنت احوال د دیني نصوصو (ایتو) په استناد څېړل شوي او د نثر برخه ئې د کېږي، لوېږي … په سجع ده، خو تر دې پرته يې نور نثر روان دئ، څرنګه چي د دې نثر نمونه ماپه بل کوم چاپي او خطي اثر کي نه ده لیدلې، اوهم له دې کبله چي د ده له  دېوان سره یوځای راغلې اټکل کېدای شي چي دا نثر دي هم د ده وي او نوم دې قیامت نامه یا جنت نامه وي.

۵ – هدایة المبتدي: دا هم د پیرمحمد کاکړ اثر دئ، چي په دري ژبه يې لیکلی.

تردې وروسته د ده د نورو اثارو په هکله کوم معلومات نشته.

د معرفة الا فغاني لیکوال پیرمحمد کاکړ  په اصل پښتون او دکاکړو له لوی  ټبر څخه دئ، دی په خپلو اثارو او اشعارو کي له خپل نامه سره دکاکړ کلمه نه راوړي خو د ده د ادبي   مکتب پیرو او لاروی (شمس الدین کاکړ)  چي په ( ۱۲۳۸ هـ ق) کال کي ئې خپل دېوان بشپړ کړی دئ د ده له نامه سره ئې د کاکړ کلمه داسي راوړې ده:

                    پیرمحمد کاکړ په شعر کي نامدار وو

                    یــــو وړ قبـــــر لـره ده ارمـان دشـــــعر           

                         ( شمس الدین کاکړ)

تر دې وروسته ټولو تذکره لیکونکو او ادبي څېړونکو دپیرمحمد له نامه سره دکاکړ کلمه کښلې. دپیرمحمد کاکړ داستوکنځی په هکله حبیبي (رح) داسي نظر لري چي دی په اصل کي دږوب وو، ځکه د کاکړو اصلي مسکن ږوب دئ.

خو مولانا ابوالوفا صاحب (۱۳۱۰ – ۱۳۹۵ هـ ق)  کال کي، چي کله دحیداراباد دکنه دپیرمحمد کاکړ د دېوان یوه قلمي نسخه  له یوه لیکه سره دحبیبي  په نامه را ولېږله. په رالیږل شوي لیک کي مولانا صاحب دپیرمحمد کاکړ دپېژندګلوی په اړه داسي لیکلي:

« ملا پیرمحمد اخند د ږوب نه وو، بلکي د هندو باغ وو، په کاکړو کي سنټیا په سنټیا کي مهترزی وو، ملک  طبیب مرحوم بې دکلي نوم هم اخیست، زما له یاده ووت. زه بې دکوټي له دوستانو پوښتنه وکړم، ګوندي وي چي دکلي حال ئې هم را معلوم سي دی له هندو باغ څخه کندهارته دتحصیل لپاره راغلی وو، پس له تحصیله وطن ته ولاړ، دکاکړو تمدن خوند ورنه کړ بیرته کندهار ته راغی او عمر ئې په کندهار کي تېر کړ.»

دپیرمحمد کاکړ دزوکړي نېټه دقیقه نه ده معلومه نو د اټکل له مخي د پیرمحمد کاکړ د زوکړي نېټه (۱۱۲۰ – ۱۱۳۰ هـ ق) کالو تر حدودو نه وزي، د حبیبي صاحب په وینا: کله چي پیرمحمد کاکړ تر( ۱۱۹۶ هـ ق)  کال  وړاندي خپل ځان سپین ږیری ګڼي او د ده  دعلمي شهرت له مخي دهغه وخت واکمن  احمدشاه بابا (۱۱۶۰ -۱۱۸۶ هـ ق) دی را بولي، نو ښايي چي د ژوند دومره کلونه پرې تېر شوي وي چي د وخت   علوم ئې په ممتاز ډول زده کړي وي اونوم ئې پکي ایستلی وي، چي حد اقل دا تر (۳۰ ) کاله وړاندي نه شي کېدلای، نو ځکه د ده د زوکړي نېټه په ذکر شوي ډول ټاکل شوې ده.

د مولانا ابوالوفا په وینا چي مخته ئې هم ذکر وشو، دی دهند وباغ څخه دتحصیل لپاره کندهار ته راغلی. رفیع صاحب لیکي: چي مولانا ابوالوفا صاحب د ذکر شوې وینا  لپاره کوم سند نه لري او وینا ئې په شفاهي روایاتو ولاړه ده، خو د رد وړ ځکه نه ده چي کندهار هغه وخت د هوتکو د واکمنۍ (۱۱۱۹ – ۱۱۵۱ هـ ق) او بیا د دُراني لوی احمدشاه بابا ستر واکۍ(۱۱۶۰ – ۱۱۸۶هـ ق) مرکز وو، نو ځکه به دپیرمحمد کاکړ د زد ه کړي تکل دکندهار پر لوري شوی وي، د ده له وینا څخه ښکاري چي د وخت په مروجو علومو کي پیاوړی او رسېدلی وو، دتبلیغ اوتدریس حلقې ئې درلودې او په کندهار کي ئې وظیفه د تبلیغ په وسیله خلګو ته لاره  ښودل وه، د شاهي کورنۍ اونورو هلکانو ته يې تدریس کاوه.

د سفرونو په اړه ئې ډېر څه په لاس کي نسته، په لومړی ځل له خپل وطنه کندهارته د زده کړي لپاره راځي بیا بیرته خپل پلرني وطن ته ځي. هلته له یوڅه وخت تېرولو وروسته بیرته  د هغه وخت د پاچا له خوا راغوښتل کيږي او دلته دتل لپاره په کندهار کي پاته کیږي د ده یو بیت څرګندوي، چي دی څو ځله کابل ته هم تللی، خو بیرته خوا بدۍ ځیني راغلی:

                   د ښــو  بــدو  تمـیــز نشته په کابل  کي

                   خرم زړه چي ورته راوړم رنجیده شي

دا نه ده معلومه چي پیرمحمد کاکړ به په خپل وطن کي ښځه او اولادونه درلودل که به ئې نه درلودل؟  او له هغه ځایه به متاهل که مجرد راغلی وو.

خو په کندهار کي د ده د وینا له مخي ده د ژوند ملګرۍ او اولادونه درولودل، ده درې لوڼې، د (فاطمې، ماهرې او صالحې) په نامه درلودې، چي په اووه کلنۍ، یوولس کلنۍ اونه کلنۍ کي مړې سوې او ده ئې مرثیې ویلې دي، د نورو اولادو په هکله ئې معلومات نشته، استاد عزیزالدین وکیلي دیوه فرمان په استناد وایي: « پیرمحمد کاکړ د دین محمد په نامه یو زوی هم درلود». رفیع صاحب زیاتوي: « دا خبره ماته زلمي هېودمل کړې ده، د پیرمحمد کاکړ  مالي وضعیت ډېر ګډوډ وو، خو لوړ همت ئې دا اجازه   نه ورکول، چي له چا څخه څه وغواړي.

د بیا هم پر خپله نادارۍ قناعت کړي وو، چي وایي:   

              هرچه ګنــج دقناعــت لــري پــه زړه کي

             که فقیر تر پیرمحمد وي خوار به نه شي

دپیرمحمد کاکړ د مړیني ټاکلې نېټه نه ده معلومه، خو له یوې خوا د محمود سدوزي د فرمان له مخي د ده ژوند تر (۱۲۱۶ هـ ق) کال پوري یقني دئ او له بله پلوه  په ( ۱۲۱۳ هـ ق) کال چي د ده شاګرد (محمدابرهیم کاکړ) د ده دېوان کښلی دئ ، داسي یادوي چي وفات شوي دئ.

نو د ده مړینه د (۱۲۱۶  او ۱۲۳۰ هـ ق) کالو ترمنځ اټکلو و، تر دې له مخه د پیرمحمد کاکړ د دېوان په سریزه کي چي بېنوا صاحب پر لیکلې وه، سهواً د ده مړینه تر(۱۲۰۳ هـ ق) کال وړاندي بلل کېدل، چي دا دکاتب غلطي وه. همدا رنګه علامه رشاد بابا هم د دېوان د استنساخ( ۱۲۰۳ هـ ق) کال نېټه دفکر وړ بللې ده.

دپورتنۍ ناسمي نېټې لپاره یو بل دلیل دا هم کېدای شي، چي د ابراهیم کاکړ پلار (نصرالله کاکړ) په (۱۲۱۹ هـ ق) کال دفرحت الافغان په نامه یو اثر نظم کړ او د ده د وینا له مخي د ده لومړنی اثر  دئ، نو کله چي په دغه ذکر شوې نېټه د ابراهیم د پلار ادبي فعالیت شروع کيږي، نو دا لږ څه له عقله لیري خبره ده، چي زوی به ئې په(۱۲۰۳ هـ ق) کال کي پوخ شاعر وي او د خپل استاذ دېوان به د خپل زوی نورمحمد لپاره، چي د نصرالله کاکړ لمسی کيږي خطاطي کوي.

پیرمحمد کاکړ په کندهار کي وفات او دحضرت جي بابا زیارت ته نږدې خښ دئ.

شهزاده سلېمان چي دا کتاب ورته لیکل شوی وو، د احمد شاه بابا له اتو زامنو څخه دوهم زوی وو، ده په ژوند کي مهم ماموریتونه کړي وه، د ښکار پور په ولایت کي ئې یادوګارونه پرې ایښي وه او کله چي دپلار لخوا بلخ او خُلم ته واستول شو په خُلم کي ئې دهغه ځای د حکومت کلا هم ودانه کړه او څو کاله د ښکارپور حکمران وو، کله چي په ( ۱۱۸۴ هـ ق) کال احمدشاه بابا له هراته کندهار ته راغی، دی ئې دکندهار په مرکزي حکومت وټاکه دا کار ئې د دې لپاره وکړ، چي که د ده ناروغي سخته شي او تر سره ئې نه کړای شي شهزاده به دا بار پر اوږو واخلي.

شهزاده سلېمان په ( ۱۱۷۹ هـ ق) کال د وزیر شاه ولي خان له لور بلقیس سره واده وکړ کله چي احمدشاه بابا سخت ناروغ شو  او تیمورشاه په هرات کي واکمني کوله سلېمان د خپل خسر په مشوره د پلار تر مرګ وروسته، چي په ( ۱۱۸۶ هـ ق) مړ شو دواکمنۍ واګي په لاس کي ونیولې، کله چي تیمورشاه له دې موضوع خبر شو له هراته ډېر په غوسه او له قهره ډک را روان شو، د شاولي خان مخالفینو تیمورشاه ولمساوه او دټولو ورستیو پېښو محرک ئې شاه ولي خان وباله.

تیمورشاه هم ورسره ژمنه وکړه، چي دی به ژوندی نه پرېږدي، کله چي شاه ولي خان د تیمور شاه له راتګه خبر سو، نو د سلېمان په سلا له خپلو دوو زامنو، دوو خوریونو او یو سلو پنځوس تنو مخورو  سره مخي ته ور روان شو، تیمور شاه په بکوا کي اړولي وه، مخکي له دې چي له تیمورشاه سره و ویني مخالفینو د ده کار کړی وو او تیمورشاه ته ئې ویلي وه، چي تر لیدو له مخه به ئې ختموې، تیمورشاه هم د ده دښمن انکو خان ور واستاوه، چي ډېر په قساوت ئې د ده اود ده د زامنو سرونه قلم کړل او د خوریو سرونه ئې اسلام خان له تنو پرېکړل او پنځه واړه سرونه ئې تیمورشاه ته راوړل.

کله چي کندهار ته را روان شو سلېمان دخپل خسر له وژل کېدو خبر شو او پر ځان وډار شو له قران کریم سره مخ ته ور روان شو او بخښنه ئې ترې وغوښته، تیمورشاه هم وبخښۍ په غېږ کي ئې ونیو او ډاډ ئې ورکړ، سلیمان شاه په دې ډول خپل ورور ته تسلیم شو او د واکمنۍ دوره ئې تر درو میاشتو اوږده نه شوه.

ماخذونه:

۱ –   پیرمحمد کاکړ، معرفة الافغاني، د حبیب الله رفیع په سریزه او سمون، ۱۳۵۶ل. کال چاپ.

۲  –  پیرمحمد کاکړ، دېوان، د عبدالروف بېنوا په مقابله او تصحیح، ۱۳۸۹ل. کال چاپ.

۳ – څیړوندوی روهي، د پښتو لومړنی درسي کتاب ته یوه کتنه،کابل مجله،پرله پسې( ۷۳۳ ) ګڼه، د ۱۳۶۰ل. کال.

97 total views, 1 views today

1 comment

  1. محمد معصوم هوتک Reply

    ددې لیکني د ښاغلي لیکوال او درنو لوستونکو د معلوماتو له پاره به دا خبره پر زیاته کړم چي د معرفة الافغاني بشپړ متن د محمدمعصوم هوتک له سریزي، سمون او ویي پانگي سره په ښه قطع او صحافت په ۱۳۹۳ش کال په کندهار کي د علامه رشاد خپرندویي ټولني له خوا خپور سوی دئ او دغه متن د معرفة الافغاني اصلي او بشپړ متن دئ. د کابل چاپ ئې د هري جملې پارسي معنا ځني ایستلې ده خو په دغه نوي چاپ کي ورسره مل ده.هیله ده چي د لیکني ښاغلی لیکوال ئې یو ټوک تر لاسه کړای سي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *