Categories

اعلان

Loading…

نړۍ واله سوله | زبیر افغان

نه د ماشوم مخ ګوري او نه د شالیلا سینه      

پورته شه دروېشه دا بې دینه توره ماته کړه        

یو وخت په انسانانو کي دې نظريې هم ډېر پلویانو در لودل چي انسانان بايد ځنګلي قانون عملي کړي. يو پر بل تیری پخوانی کلتور وو. یوه قبیله له بلې قبییلې (تپې) سره اخته وه. د یوه ښار پاچا به هم پر نورو ځنګلورو یرغلونه کول. یونان چي ستر تمدن يې در لود او خورا لرغونې علمي نظریې ترې را ټوکېدلې، خو پر مختلفو پاچاهیو ويشل سوی وو.

ډېر وخت به یوه کورنۍ له بلې سره په شخړه وه. ځينو بیا لیږ فکري پرمختګ کړی وو، یوه کورنۍ له بلې سره نه اخته کېده خو یوه قبیله له بلې سره ورانه وه. که به يې د نورو په نسبت متمدن ژوند وو، د ژوند سطحه به يې تر نورو لوړه وه، هغوی به بیا وړوکی هیواد در لود او ګاونډي ملکونه به يې تر برید لاندي نیول.

عرب يې نژدې مثال دی. هلته کورني جنګونه هم ول، قبیلوي هم او کله چي د یوه نظام تر چتر لاندي را ټول سول نو پر نورو هیوادونو يې یرغلونه وکړل. لوی سکندر هم د یونان مختلفې قبیلې سره متحدې کړې او بیا يې پر نوره نړۍ حملې پيل کړې. چنګیز خان د کورنیو جګړو تر چوپولو وروسته قبیلوي جنګونه وکړل اوبیا يې د وطنونو لاندي کولو ته ملاوتړله.

خو د تکامل لور ته هر ژوی مختلف پړاونه وهي. انسانانو هم په فکري لحاظ په تېرو څو پېړویو کي خورا چټک پر مختګ وکړ. په فکري لحاظ له ډېر تیاره دور څخه د روڼا پړاو ته را ووتل.

له ډېر پخوا څخه یوه وړه ډله انسانان وو چي د ټولو انسانانو ترمنځ يې عدالت غوښتی. هغوی له جنګه کرکه کوله. انساني قتل او وژنې يې نه خوښولې. د سولي او مینې پيغام يې له ځان سره وړی. که هر څو زورورو، ثروتمنو او اکثرو دوی ته وویل چي په یوه ګل نه پسرلی کېږي، خو دوی خپل عمل ونه درواوه. خپلې هڅې او کوښښونه يې جاري وساتل چي ورو ورو د دې نظر پلویان زیاتېدل.

د دې نظر پيل ممکن لومړی د یوې کورنۍ له اتحاده را شروع سوی وي، بیا د یوې قبیلې اتفاق ته رسېدلی وي او وروسته د یوه هیواد په بڼه اوښتی وي. خو تر دې پړاونو وروسته به هغه ستر شخصیتونه را پيدا سوي وي چي د نړۍ والي سولي فکر ور سره وو. هر شی له پيله ډېر بسیط وي. انساني فکر چي وخت پر وخت د پرمختګ نوي فکري پړاونه وهي، ممکنه ده چي له پيله يې د نړۍ والي سولي سوچ نه وي کړی.

دا فکر هم کرار کرا پراخ سوی او عام سوی دی. د انسانانو دا ځانګړنه چي د مخکنيو تجربې او مشاهدې بل نسل ته لیږدوي، د انسانانو په فزيکي او فکري تکامل کي ستر رول لري. انسان له پخوانو د را پاته تجربو په مرسته د پرمختګ نور ګامونه اخیستي او نن يې هم اخلي.

د همدې فکر برکت وو چي انسانانو لومړی کورني، بیا قبیلوي، بیا د هیوادونو په سطحه جنګونه ایله کړل. یو وخت خلګو قبیلوي ژوند ته ازادي ویله. تر هر قانون او نظام لاندي ژوند ورته د غلامۍ حیثیت در لود. کله چي ځينو ملتونو د قانون او نظام تجربه وکړه، نو له ګټو يې ګاونډیان او راتلونکي نسلونه هم خبر سول. له دې امله قبیلوي او بدوي ژوند سوکه سوکه ختمېده او مختلف قومونه او قبیلې تر یوه قانون او نظام لاندي سره را غونډېدل.

خو لا هم د ګټو په خاطر جنګونه ښه په پيخر سره کېدل. ان چي دوه نړۍ وال جنګونه پېښ سول. په دې جنګونو کي میلیونه انسانان د نورو انسانانو په لاسونو ووژل سول. تر دې وروسته د نړۍ والي سولي اړتیا نوره هم زیاته سوه. د همدې نړۍ وال امن لپاره ځيني سازمانونه رامنځته سول. دا سازمانونه نن هم د دې لپاره کار کوي چي انسانانو د خشونت په تاوان خبر او د نړۍ وال امن ګټې ور وښيي.

په اروپا، امریکا او ځينو نورو وچو کي ګڼشمېر هیوادونو دې پایلې ته ورسېدل چي ګډې ګټې له جنګ پرته هم یو بل ته رسولای سي او هم يې یوه قبیله له بلې قبیلې، یو هیواد له بل هیواده او یوه وچه له بلې وچې تر لاسه کولای سي. پخوا به دومره ګټې نه وي لکه د جنګ زیان چي به يې ځان او نورو ته اړاوه.

هیوادونه به وران سول، تمدنونه به ورک سول، سوی پر مختګ به په شاتګ بدل سول، د انکشافاتو سلسله به ودرېده، نوښتونه به تقلید ته ځای پرېښود، حکومتونه به ړنګ سول او تر ټولو بده لا دا چي د ټولو ارزښتونو مستحق انسان به پکي ووژل سو.

د دې لپاره چي هم انسان خوندي سي او هم د هر ډول زیان مخنیوی وسي، ډېری هیوادونو د هر ډول ګټو لپاره یو له بل سره د همکارۍ، امن، ورورولۍ او ګټو تړنونه وکړل. نن په هغو هیوادونو کي د انسانانو ژوند ډېر ښه دی. انسانان د امن احساس کوي. ټول ارزښتونه يې په امن دي. ګټې يې خوندي دي. د ژوند په خوند پوه دي. نه ځان وژني او نه نور. د پخوا په پرتله اوس د جنګ لپاره د نورو ملکونو ته نه ورځي، بلکي د مرستې، کومک، انساني همدردۍ، له بې وزلو سره د همکارۍ، د ناروغانو د تداوۍ او … لپاره انسانان له یوې وچې بلې ته ځي. دغه افراد، ډلې او سازمانونه د نړۍ والې سولي سمبولونه دي.

زموږ وطن هم له نوري نړۍ بیخي جلا نه دی. دلته هم نړۍ وال بدلونه خپل اغیز پرېږدي. زموږ په سيمه کي د کلیو او قبیلو ترمنځ جنګونه اوس نه سته. لاکن مخکي وو. زموږ پلار يې کله ناکله کیسې راته کوي. پخوا به قبیلوي ژوند ښه ګڼل کېده، مګر اوس خلګ د نظام غوښتونکي دي. پخوا به د ګټو د جلب لپاره جنګونه په اساني پېښېدل، اما نن خلګ وايي چي ژبه وي، نو د سر ماتېدا ته څه اړتیا ده. مخکي به فیصلې ملک و ملا کولې خو اوس د دولت ادارو ته وړلې کېږي. دا یوازي څو بیلګي دي، کنه زموږ ټولنې هم ښه پوره تغییر کړی دی او ورو ورو د نړۍ والي سولي پيغام ته پر چمتو کېدو ده.

یو وخت به لازما راځي چي زموږ په شمول به ټول انسانان دي فکر ته رسېږي چي د جنګ ټغر ور ټول کړي او ټول انسانان یو له بل سره په سوله، عدالت او مساوات کي ژوند وکړي. دوی به په دې پوه سي چي کومې ګټې په سوله کي تر لاسه کېږي هغه په جنګ نه تر لاسه کېږي. په یوه حدیث کي دې ټکي ته داسي اشاره سوې ده: (إِنَّ اللهَ رَفِيقٌ يُحِبُّ الرِّفْقَ، وَيُعْطِي عَلَى الرِّفْقِ مَا لَا يُعْطِي عَلَى الْعُنْفِ، وَمَا لَا يُعْطِي عَلَى مَا سِوَاهُ “. مسلم: ۲۵۹)بېشکه الله نرم دی نرمي خوښوي، په نرمي هغه څه ور کوي چي په سختي او له نرمي پرته په نورو يې نه ور کوي.

انسان به په دې پوه سي چي د سولي او امن خوند په جنګ او بد امنۍ کي نه سته. بشر دا اخیر درکوي چي انسان ته په تکلیف رسولو کي مزه نه سته، بلکي هر انسان ته اذیت رسول خپله د بل انسان لپاره هم یو غم دی، اما که مزه، سکون او ډاډ غواړئ نو له نورو انسانانو سره په مرسته او همکارۍ کي يې موندلای سئ.

هغه وخت به انسانان د هیوادونو، قومونو، قبیلو، مذهبونو، سمتونو، ژبو، رنګونو او… پر بنسټ نه سره ويشل کېږي او نه به له دې یادو شیانو یو څوک د واک، ثروت، ستاینې، بقا او بل کوم امتیاز مستحق بلل کېږي. بلکي د دې پر ځای به وړتیاو او استعدادونو، اخلاقو او نورو ته د ګټو رسولو معیار په پام کي نيول کېږي. تور به تر سپين کم نه بلل کېږي او انګریز به تر پښتون لوړ نه ګڼل کېږي. له عرب سره به عجم د قوم له امله دوښمني نه کوي او عرب به له یهودي څخه یوازي د مذهب پر بنیاد کرکه نه کوي. ټول به انسانان وي او هر چا که بل ته د زیان رسولو هڅه کوله په مجموعي توګه به يې انسانان مخنیوی کوي او چا ته به اجازه نه وي چي بل ته زیان ورسوي. دا به د نړۍ والي سولي وخت او انسانان به په دې قانع سوي وي چي تر هر څه د انسان وجود او ژوند مهم دی. له دې امله نو هر څه د انسان لپاره دي او د هغو ارزښتونو لپاره انسان قتل نه کړي چي هغه ټول خپله د انسان لپاره دي. دا به هغه وخت وي چي نه یوازي د انسان وژل به بد ګڼل کېږي، بلکي د حیواناتو پر وژلو به هم بندیز وي. د انساني ژوند د ښه والي لپاره به ټول هڅې کوي خو داسي ادارې به هم وي چي د انسان ترڅنګ به د حیواني ژوند د سوکالۍ او خوندورتوب لپاره هم کوښښونه کوي. دلته به بیا انسانان د نن پر قاتلانو خاندي. ننني افراطیان به د هغه وخت تر ټولو بدمخي انسانان بلل کېږي. دوی به د تاریخ پر پاڼه تور داغ وي. بشر به د خپل وحشت له تاریخه د انسانيت لور ته تښتي. تعمیر به له تخریبه ځای نیولی وي. خشونت به خپل ډګر امن ته ایله کړی وي. د کرکې کلا به وختي لا مينې فتحه کړې وې. مرګ چي نن په واز کومي انساني ککرۍ تر ستونۍ په غړچ- غړچ تیروي، هغه مهال به يې انسانان نه یادوي او یوازي د ژوند کیسې به کوي.

نور راځئ د نړۍ والي سولي لپاره کار وکړو. بشر له هر ډول تبعیض پرته وژغورو. د ځان ګټې د نورو له ګټو سره یو ځای خوندي کړو. د نورو فایده هم د ځان وبولو او د تر لاسه کولو لپاره جمعي هڅې وکړو. په دې لار کي که چا نن ګامونه واخیستل، نو سبا به د درناوي وړ وي. که څوک نن کار ورته وکړي، نو سبا به د نورو رهبر وي. که څوک يې نن په خشین چاپيریال کي ورته کوي، نو لیرې نه ده چي د ده په هڅو دا خشونت ختم او ځای يې امن ونیسي او هغه مهال د ده نوم د همدې هڅو له برکته تازه و ژوندی وي.

د همداسي ورځې په تمه!

۲۰۱۷/ ۱۱/ ۲۳

47 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *