Categories

په امیندوارو ښځو کې د بدن او پښو پړسوب

لیکوال: محمد رفیق اصفي/ د طب پوهنځي محصل، ترکیه

د امیندوارۍ په وخت کې د ښځو په بدن کې په وینه او د بدن مایعاتو کې۵۰ سلنه زیاتوالئی راځي چې د ماشوم په وده او د هغه د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لري.

پړسوپ د امیندوارو ښځو په بدن کې د زیاتو شویو ممایعاتو او ویني په نتیجه کې رامنځته کېږي، چې دا یو عادي او فزیولوژیکي حالت دی. پړسوب عموماً په لاسونو، مخ، پنډیو، ښینګرو او د پښو په برخو کې لیدل کیږي.

زیاتې شوې اوبه یا مایعات د ښځې د بدن په نرمولو او پوستوالي کې مرسته کوي څو د مور په خيټه کې ماشوم په اسانۍ سره وده وکولی شي. همداشان د ښځو د ولادي کانال په ارتولو او لویولو کې رول لوبوي چې د اسانه زيږون سبب ګرځي.

محمد رفیق اصفي

پړسوب عموما د امیندوارۍ  په پنځمه میاشت شروع او تر نهمې میاشتې پورې پکې زیاتوالی راځي. که چیرې پړسوب ناڅاپي او په کمه موده کې منځته راغی  نو دا یو روغتیایي مشکل کیدلی شي، نو اړینه ده چې د نسایي او ولادي ناروِغیو متخصص او یا کوم بل روغتیاپال ته مراجعه وشي.

د پړسوپ د مخنیوي لارې چارې:

1: تر ډیره ځنډه پورې په یو ځای په پښو نه دریدل.

2:  ګرمې هوا ته ترډیره ځنډه پورې بهر نه پاتې کیدل.

3: د ارام او استراحت په حالت کې پښې له بدنه یو څه پورته ساتل (که د پښولاندې بالښت کيښودل شي نو دا یې ښه لاره ده).

4: د کشکي یا ارتجاعي خاصیت لرونکو جورابو په پښو کول.

5: د مناسبو او نرمو بوټونو په پښو کول، او د جګو پوندو له بوټونو ډډه کول.

6: د تنګو کالیو نه اغوستل.

7: په خوړو کې د زیاتې مالګې له استعمالولو څـخه ډډه کول.

8: امیندواره ښځې باید په چپ اړخ ویده شي.

9: فزیکي فعالیت او قدم وهل.

10: که پښې او لاسونه مو وپړسیدل نو په سړو اوبو کې یې باید تر څو دقیقو پوري پرېږدئ، څو پړسوب یې کم شي.

مأخذ:

Current Diagnosis of Obstetrics and Gynecology (Medical Text Book)2015.

The American Pregnancy Association.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

google.com [1], pub-1528507673086054, DIRECT, f08c47fec0942fa0
cavixo.com [2],1366,DIRECT
google.com [1], pub-7980196294731979, DIRECT, f08c47fec0942fa0
smartadserver.com [3],1343,RESELLER
smartadserver.com [3],2875,RESELLER
indexexchange.com [4],179394,RESELLER
contextweb.com [5],560288,RESELLER,89ff185a4c4e857c
pubmatic.com [6],156439,RESELLER
pubmatic.com [6],154037,RESELLER
rubiconproject.com [7],16114,RESELLER,0bfd66d529a55807
openx.com [8],537149888,RESELLER,6a698e2ec38604c6
sovrn.com [9], 257611,RESELLER, fafdf38b16bf6b2b
appnexus.com [10],3703,RESELLER,f5ab79cb980f11d1
ibillboard.com [11], 29038, DIRECT
indexexchange.com [4], 180179, RESELLER, 50b1c356f2c5c8fc
stroeer.com [12], 14214 ,DIRECT
indexexchange.com [4], 183592, RESELLER, 50b1c356f2c5c8fc
Appnexus.com, 1371, RESELLER, f5ab79cb980f11d1
contextweb.com [5], 558750, DIRECT, 89ff185a4c4e857c