Categories

اعلان

Loading…

 په پښتو کې د کلمو ناسمه ټاکنه | عزت الله نورزی

ځینې کلمې په اضافي اړیکه کې غلطې کارول کېږي، چې له اصلي مفهوم سره ټکر لري، لکه د دنیا پوهنتون، د کابل پوهنتون، د ابن سینا پوهنتون…

په پښتو کې اول د اضافت وييکی (توری) راځي او بیا مضاف الیه او بیا مظاف راځي په دغه اړیکه کې د اضافت د ویيکي په واسطه مضاف الیه مضاف مشخص کوي یعني ټاکي يې کله چې وټاکل شو مانا یې مشخصه شوه تر هماغه نامه پورې اړوند شو.

د دنیا پوهنتون: د دنیا په واسطه د پوهنتون کلمه وټاکل شوه. دا دوې ماناوې ورکوي یوه داچې د نړیوالو پوهنتون دی هغه جوړ کړی، بله داسې مانا ورکوي چې دا پوهنتون د دنیا دی؛ خو په اصل کې پوهنتون دبل چا دی او د ټولو خلکو لپاره جوړشوی دی.

د کابل بوهنتون، په دې مانا چې پوهنتون د کابل دی، د کابل لپاره ځانګړی شو؛ خو که ووایو کابل پوهنتون نو موږ چې د کوم مفهوم توقع لرو هغه به مو په سم ډول اده کړي وي.

د ابن سینا روغتون، ابن سینا بې چاره خو وفات دی، او س روغتون ته اړتیا نه لري، که موږ یې په همدې بڼه وکاروو، په دې مانا چې د ابن سینا روغتون دی. که ابن سینا روغتون یې وبولو په دې مانا چې د ابن سینا په نوم دا روغتون نومول شوی نور د ابن سینا نه دی.

دنیا پوهنتون یې چې سمه بڼه ده یعنې پوهنتون د دنیا په نوم دی نور چې دهرچا دی دهغه دی.

نو له دې ایسته:

د (د کابل پوهنتون) پر ځای (کابل پوهنتون)

د (د میربچه کوټ ولسوالي) پر ځای (میربچه کوټ ولسوالي)

او د (د وزیراکبر خان روغتون) پر ځای (وزیراکبرخان روغتون) لیکئ او وایاست.

د افغانستان بانک او د برښنا شرکت استثنا دي.

20 total views, 1 views today

2 comments

  1. ببرک Reply

    ګرانه!ا را ځه چی همدا ستا د کابل پوهنتون دری ته ترجمه کړو نو داسی به شي:پوهنتون کابل
    :pohantooni Kabuاlاو داسی به ولیکل شی
    . اوس ووایه د ای حرف له کومه شو او که ووایو پوهنتون کابل نو ددغو دوو کلمو تر منخ اړیکه څه ده باید ووایم چی همدغه ای په پښتو کی په دال بدلیږي او همدغه دال پوهنتون د کابل ګڼي لکه پ دری کی یی نون ته د زیر په ورکولو بدلیږي او د کابل ملکیت یي ګرځوی.
    په دی ترتیب ددوه کلمو څنګ په څنګ هیڅ معنی نه لری څکه په کومه اړیکه؟؟؟؟؟

  2. غ.حضرت Reply

    زما په نظر هم ښاغلی نورزی او هم ښاغلی ببرک ښه وائی.اصلاً بعضی اسمونه خاص دی او په ضمن کی افاده ئې عمومی ده.بله داچه “د” د خاص مناسبت په صورت کی حذفیدلای شی هغه هم په یوه مضافه جمله کی مثلاً کولای شو ووایو ” د کابل پوهنتون استادان” یعنی که ووایو چه ” د کابل د پوهنتون استادان” مانا پالوده مو لږ غوندی ګرانه خرڅه کړېده.بله داچه دلته د مالکیت موضوع مطرح نده بلکه د اسمی نسبت موضوع مطرح ده.که ووایو د ابن سینا روغتون، معنی به ئې دا نه وی چه ګواکی دا روغتون د ابن سینا دی بلکه فقط دده په نوم نومول شویدی بناً دلته د ” د” موجودیت نه اوږې درنوی او نه تالو او نه هم ګراماټیکه څېره بې خونده کوی.بده به نه وی که ښاغلی نورزی رانه خفه نشی چه اتفاقاً د افغانستان بانک پر نس مُښتی ” د” لږ بیخونده ښکاره مانا دا چه که ” افغانستان بانک” وویل شی یا ولیکل شی ښه به وی ځکه پدې صورت کی نه د مالکیت موضوع شته او نه د نسبت موضوع بلکه دا یو عمومی اطلاق دی چه په ضمن کی د دری ژبی سره هم اشتراکی وجه لری چه البته په دری کی ورته افغانستان بانک وائې.
    عجبه خوږه او ترخه او تُروه او بېشرمه او با حیا ژبه ده دا پښتو مبارکه!!!
    د چوڼۍ یو ګاډۍ وان شاید دومره استعداد وموندلای شی چه مثلاً د لندن په ښار کی رکشا یا موتر وچلوی خو د پښتنې موری په غېږه کی لوی شوی او ددې ژبی په مدرسه کی روزل شوی تکړه شاګرد او استاد به د ژوند تر پایه سره له نه ستړی کیدونکو هڅو ونشی کولای چه ددې ژبی د پراخ سمندر روښانه ساحل ته وروخېژی.
    بخښنه غواړم لدې بېځایه توضیح.

Leave a Reply to غ.حضرت Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *