Categories

اعلان

Loading…

په هېواد کې د سولې بن‌بست او د حل لاره

په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره هلې ځلې له تېرو څو کلونو راهيسې روانې دي؛ خو لا هم دا بهير بريالی شوی نه دی او جګړه له افغانانو قرباني اخلي او د ناامنۍ ترڅنګ يې نورې ټولې برخې تر خپل رانه سيوري لاندې راوستلې دي.

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز (CSRS)، د سولې په برخه کې د يوه فعال ارګان په توګه، له دې وړاندې هم په هېواد کې د سولې بهير د بريا لپاره ګڼ شمېر ملي او نړيوال کنفرانسونه او سمينارونه جوړ کړي او په خپلو څېړنو، نشراتو او نورو فعاليتونو کې يې هم دې برخې ته زياته پاملرنه کړې ده.

دا چې په اوسني وخت کې د سولې هڅې يوې بندې دروازې ته درېدلې دي او له دغه حالت څخه د وتلو جدي اړتيا ده، همدغې اړتيا ته په کتلو سره، د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز لومړی په هېواد کې د سولې په تړاو له نخبه پاړکي نظرپوښتنه وکړه او بيا يې د سولې په هڅو کې د فعالو شخصيتونو يو کنفرانس راوباله، ترڅو پر اوسني وضعيت او شته حل‌لاره بحثونه وکړي.

دغه کنفرانس ته اووه تنه ويناوال وربلل شوي وو، چې يو يې هم د حکومت له لوري د سولې په هڅو کې د فعال ارګان استازی و، مګر هغوی په دې غونډه کې ګډون ونه کړ. شپږ تنه ويناوال چې په کنفرانس کې يې ګډون او ويناوې وکړې، په لاندې ډول وو:

  1. د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز رئيس، دکتور عبدالباقي امين
  2. د حزب اسلامي افغانستان له‌خوا د حزب اسلامي-افغان حکومت د سولې د خبرو اترو مشر، انجنير محمد امين کريم
  3. د سولې په ډګر کې فعال او سياسي شخصيت، ملا عبدالسلام ضعيف
  4. د ملي يووالي حکومت د هوکړه‌ليک پر تطبيق د څار کميسيون مشر، استاد محمد ناطقي
  5. د سولې په هڅو کې فعال او سیاسی شخصیت، استاد محمد زمان مزمل
  6. د افغانستان د سولې او نجات شورا مشر، پوهاند ګل رحمن قاضي 

سروې:

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز په تېرو دريو مياشتو کې (د سنبلې له لومړۍ نېټې د قوس تر پنځمې نېټې) د هېواد په شپږو لويو ښارونو (کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، بلخ او کندز ولايتونو) کې د سولې په اړه يوه نظرپوښتنه وکړه. په دې نظرپوښتنه کې د سولې په برخه کې ځينو فعالو ادارو، د سولې په هڅو کې فعالو شخصيتونو، د پوهنتونونو استادانو او نورو اهل نظر او نخبه شخصيتونو څخه د يوې پوښتنپاڼې له لارې، د هغوی نظر پوښتل شوی دی، چې ټول شمېر يې ۱۸۵۵ تنو ته رسېږي. د دغې سروې څو مهمې موندنې په همدې غونډه کې له رسنيو سره شريکې شوې؛ خو بشپړه سروې به وروسته د مرکز له‌خوا خپره شي.

د سروې ځينې موندنې:

  • د سروې د موندنو له مخې، ۸۲.۸۱ سلنه پوښتل شوي کسان په دې نظر وو، چې په هېواد کې روانه جګړه وړونکی (ګټونکی) لوری نه لري او د دغې جګړې پای په سولې سره کېدای شي.
  • دا چې تر اوسه د سولې هڅې ولې ناکامې دي، د سروې ۶۷.۴۱ سلنه خلکو يې لامل د سولې لپاره د افغان حکومت د رښتينې ارادې نشتوالی بللی دی.
  • د سروې ۷۳.۰۶ سلنه پوښتل شوو کسانو ويلي، چې په هېواد کې نيابتي جګړه روانه ده او په اوسني وخت کې افغانان په حقيقي معنا د سولې واک نه لري.
  • د پوښتل شوو کسانو ۶۵.۵۵ سلنه په دې نظر وو، چې پاکستان نه شي کولی، طالبان د سولې خبرو اترو ته حاضر کړي؛ خو په دې برخه کې مرستندوی رول لوبولی شي.
  • د سروې له مخې، ۷۶.۳۹ سلنه ګډونوال په دې نظر وو، چې د سولې عالي شورا د سولې په بهیر کې د یوه ریښتینې منځګړي رول نه شي لوبولی.
  • د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سولې خبرې څه ډول پرمخ يوړل شي، ۷۸.۸۸ سلنه پوښتل شوي کسان په دې اند وو، چې د سولې بهير د بريا لپاره د افغانانو يو دريمګړی او بې‌طرفه لوری اړين دی.
  • دغه راز تر ټولو ډېرو خلکو يعني ۹۰.۲۶ سلنه پوښتل شوو کسانو د سولې بهير د بريا لپاره د بين‌الافغاني تفاهم له طرحې سره همغږي ښودلې ده.

ښکېلو لورو ته وړانديزونه:

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز، د سولې په برخه کې د خپلو څېړنو او نورو فعاليتونو په رڼا کې، د سولې د هڅو د بريا لپاره لاندې وړانديزونه کوي:

  • جګړه د حل لاره نه ده او تېرو جګړو دا ثابته کړې، چې د هرې جګړې پای په خبرو اترو کېږي. له همدې کبله له ښکېلو خواوو غوښتنه کوو، چې سولې ته په هر ممکن ډول چې کېږي، لاره هواره کړي او د وينې د تويېدو مخنيوی وکړي.
  • دا چې د افغان جګړې اصلي خواوې افغانان او د روانې جګړې اصلي قربانيان هم افغانان دي؛ له حکومت څخه مو غوښتنه دا ده، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغانانو ترمنځ پر تفاهم تمرکز وشي او د سولې اساسي دروازه پاکستان ونه بلل شي.
  • که څه هم روانه جګړه «له بهرنيانو سره د جګړې» تر عنوان لاندې روانه ده؛ خو د جګړې اکثريت قربانيان افغانان دي؛ له همدې کبله له طالبانو غوښتنه کوو، چې د دغې جګړې د پای ته رسولو مسؤوليت درک او د جګړې پر ځای د جګړې پر پای ته رسولو فکر وکړي.
  • موږ د بين‌الافغاني تفاهم د بريا لپاره د یوه داسې درېیم‌‌ګړي لوري پر رامنځته کولو ټینګار کوو، چې د جګړې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي؛ ترڅو د ښکېلو لورو ترمنځ شته بې‌باورۍ راکمې او د دواړو خواوو نظرونه سره لنډ کړي.
  • سوله يوه ملي قضيه ده او ابتکار يې هم بايد افغانان په خپل لاس کې واخلي؛ ځکه نو که څه هم په هېواد کې د سولې لپاره د ډېرو جوړښتونو موجوديت ګټور دی؛ خو د همغږي کولو لپاره يې هڅې وشي او د سولې له قضيې سره د يوې پروژې په شان چلند او سياسي ګټې اخېستلو مخنيوی وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *