Categories

اعلان

Loading…

اخ بیت المقدس یې را څخه واخیست! | اکمل صافی 

  سپیڅلی کور، د امت مسلمه لمړنۍ قبله، هغه ښار چې حضرت داود علیه سلام پکې ۳۳ کاله پاچاهي کړې، هغه ښار چې اکثره انبیا علیه سلام پکې مبعوث شوي، هغه تبرک ځای چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم پکې ټولو انبیا کرامو ته امامت کړی. خو بدبختانه د یو بی دینه لعین لخوا رسمآ د اسرائیلو پلازمینه ټاکل کیږي او د نړۍ اسلامي هېوادونو مشران لا هم ټپه خوله دي اود سېلبین په څېر ورته سیل کوي.

      د حضرت ’’عمر فاروق رضی الله عنه‘‘ او د صلاح الدین ایوبي ’’رحمت الله علیه‘‘ امانت را څخه په زور اخلي او مونګ په مقابل کې یې هیڅ هم نشو کولای . د کیفیت په اعتبار سره ایمانونه مو دومره ضعیف شوي چې د عمل ډګر ته ور دنګل خو لا لرې خبر ده ، د شفاهي او بیاني خبرو قدرت مو هم له لاسه ورکړی.

      ټرمپ یو ځل بیا دا ثابته کړه چې امریکا په نړیوال جرمونو کې لوی لاس لري، که څه هم دا لمړی ځل نه دی چې امریکا د مسلمانانو احساساتو سره لوبی کوي بلکی په مختلف شکل و اشکالو سره یې مسلمانان زپلي دي او د تروریست د لمنځه وړولو په بهانه یې خپل جنائي جرمونو ته په اسلامي ملکونو کې  دوام ورکړی او غواړي چې د نړۍ هېوادونه په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونه خپله مستعمره وګرځوي او د خپل استعمار لمن پراخه کړي. خو افسوس د هغه مسلمان په حال چې اوس هم پخپلو هېوادونو کې د دیموکراسۍ په پلمه د کفري نظام تطبیق لپاره لار هواروي، او د هغوې د اسلام ضد کړونو څخه ملاتړ کوي.

   

اکمل صافی

   ځینې بیا د اسرائيلو په وړاندې جنګ جهادي ډلو ته منسوبوي ؛ لکه د افغانستان ځانپوه خلک چې وايي ( طالبان په افغانستان کې د جهاد په نامه خلک وژني، که واقعي جهاد کول غواړي نو فلسطین ته دې ولاړ شي او د بیت المقدس څخه دې ساتنه وکړي.) اوهمدارنګه په عربو او یا دعربو په شیخانو نیوکه کوي. داسې اشخاصو ته فقط دومره ویل غواړم؛ د اسلام مبارک دین کومې ځانګړې ډلې ته منسوب نه دی. اسلام یوازې د عربو دین نه دی ،اسلام  د طالب، فاطمیه، داعش، بکوالحرام او داسې نورې ورته ډلې چې د جهاد په نامه تشکیل شوي دي نشو منسوبولی. د اسلام مبارک دين د الله سبحان و تعالی له لوري د مسلمانانو لپاره په ټولو دینونو کې غوره دین منتخب شوی دی. بنآ د بیت المقدس څخه ساتنه د هر مسلمان دنده ده، نه یوازې دنده بلکې د بیت المقدس څخه دفاع په هر مسلمان وګړي واجب ده.  

    د ځوان کوړ څخه مې غوختنه دا ده،  راځې چې په کلک اعظم و هوډ سره  د خپلو اسلامي عنعناتو څخه ساتنه وکړو او دا مقدسه دنده په مشترکه ډول د مشرانو د چتر لاندې مخې ته یوسو او د یو او بل په اوږوو یې بار نه کړو.

384 total views, 1 views today

1 comment

  1. abid Reply

    اکمل صافی صیب، زه به درته دوعا کړم چی لومړی ته دا زړه وکړی، او د بیت المقدس د آزادی لپاره لاړ شي، بیا به مونږ ستا پل تعقیب کړو، او یوه بله دوعا به هم وکړم چی کاشکی دا ځل دا صلاح الدین ایوبی یو پاکستانی وی، ځکه د پاکستان ګل خانان همیشه چیغی وهي چی – هماری پاس ایټم بم هی – نو دا ایټم بم به کومې ورځی لپاره په کار راځي، خو هغه زما او ستا په څیر جذباتي او جهادي نه دي، هغوی ډیر هوښیار خلک دي، جهاد یوازې پر افغانانو فرض دی، په ګل خانانو او پر پاکستانیانو فرض نه چی حتی سنت هم نه دی

    الله دی شهادت قبول کړه
    مننه

Leave a Reply to abid Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2