Categories

اعلان

Loading…

په مصر کې یو مومیايي او ګڼ نور اثار وموندل شول

تاند- مصري چارواکي وايي، لرغونپېژندونکو د دغه هیواد د لوکسور یا الاقصر جنوبي ښار ته نژدې په دوو قبرونو کې یو مومیايي او نور اثار موندلي دي.

 د مصر د عتیقه اثارو وزارت پرون /شنبه/ وویل، دا قبرونه جرمني لرغونپوه فریدیرکا کامپ په نولس سوه نوي یمه لسیزه کې کشف کړي و، خو هیڅکله یې منځ نه و پلټل شوی.

دا وزارت همداراز وايي، داسې ښکاري چې دا قبرونه ممکن د نوې پاچهۍ د لړۍ یا سلسلې د وخت وي چې تر ۳ زره کاله پخوا پورې یې څو سوه کاله دوام وکړ.

لرغونپېژندونکو د مومیايي شوي جسد ترڅنګ لرګين تابوت، چې انځورونه پرې کښل شوي، او څو سوه تراشل شوې مجسمې موندلي دي.

د مصر د عتیقه اثارو وزارت وايي چې مومیايي په کتان ټوکر کې پېچل شوی او له څېړنو داسې ښکاري چې دا جسد به د کوم جګپوړي چارواکي یا زورور کس وي.

دوی دغه راز وايي چې قبر ممکن د دیهوتي میس (Djehuty Mes) په نوم کس وي. دا نوم د قبر پر دېوال حکاکي شوی دی.

65 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *