Categories

اعلان

Loading…

لړه (لنډه کیسه)  حیات الله ژوند

ښه يې لیدلی نه شم، لا ماښام نه دی؛ خو ورځې د ماښام جامې اغوستې دي، ځان يې داسې پکې پوښلی، لکه اویا کلن بوډا چې د یخنۍ له وجې پوستین واغوندي. نننۍ ورځ هم د بوډا په څېر چې له ډېرې کمزورۍ يې کله کله اوږه له چپنې راوځي او سپنې جامې يې راښکاره کېږي، لړه هم په همدې شان وخت ناوخت پیکه کېږي او ما ته هغوی بیا څرګندېږي، شاوخوا توره لړه خپره ده. له څو ورځو راهيسې دا لړه پر ځمکه واکمنه ده.

ښه! که زه ورهم شم، څه ګټه به وکړي؟، زه به يې څه په درد وخورم. زه به په دې واړه جسامت څه مرسته ورسره وکړای شم؟ او که ورهم شم، له دې پاڼ څخه به ټوپ څنګه ورواچوی شم؟ که له پاڼ څخه ورټوپ هم کړی شم، له لسو کسانو به يې څنګه وژغورلی شم؟

هی نااا

يو غوږ يې ژوبل دی، لږ تر لږ پر دا بل غوږ يې اخته شئ. خدای مه کړه، که نور يې هم ورژوبل کړئ، غوږ به يې له کاره ولوېږي.

ها بله ورځ له زینې ښکته ولوېد او کيڼ غوږ یې په انګړ کې پر پرتې تيږې برابر شو. د کوڅې ټولو خلکو ورپورې په دې وخندل، چې کله سړی چې له زینې ولوېږي، لاس او پښه يې ماتېږي؛ خو ستا غوږ ژوبل شوی دی؟

ده پر هماغه ورځ یوه ګاونډي ته له ډېرې غوسې تر شونډو لاندې «سنډا» ویلي و او ترې تېر شوی و. پر هغه ورځ خو ان ډاکټر هم د خپلو دوو نرسانو تر مخې ورپورې وخندل، چې غوږ دې څنګه ژوبل کېده، اخر ته خو له درېيمې زينې لوېدلی یې؟

لړ بیا خپرېږي، زه دوه درې ګامه ورنژدې کېږم، همدا اوس د لوی پاڼ پر ژۍ ولاړ یم، نور مخکې یو ګام هم وراخیستی نه شم. اوس يې لږ څه روښانه وینم، وینم چې لاسونه یې دوو کسانو شاته کلک نیولي دي. په نوبت اته کسان يې غوږ ته ورنېژدې کېږي او ترې تېرېږي او بیرته د کتار په اخر کې بیاځلي نوبت ته درېږي.

زه لږ ځان ورکږوم، غوږونه مې څک کوم. دا ده اوس يې غږ څه ناڅه اورم، هاغه ده، درېيم، څلورم او پنځم کس په نوبت ترې تېرېږي او په غوږ کې يې په لوړ غږ چیغه کوي او بیا د کتار په پای کې درېږي.

خو دی کرار ولاړ دی، ترهېدلی برېښي، د ځان د خلاصون ذره کوښښ هم نه کوي.

یو بل کس یې بیا غوږ ته ورنېژدې کېږي او په غوږو کې يې ناموزونه چيغې وهي او بیا پرې خاندي. دوی ورو په ورو په ستړي کېدو دی، د چیغو وهلو تمایل یې کمېږي، شاته ولاړ دوه کسان یې لاسونه خوشې کوي، په یوځايي يې په غبرګو لغتو د شا پر تخته وهي، پړمخې پرېوځي، لس کسیزه ډله ترې روانېږي، هغوی پنا کېږي.

زه دلته ولاړ یم، چيغې وروهم، نه يې اورې، زه پوهېږم، چې لا يې د هغوی د چیغو انګازې په غوږونو کې بنگاري کوي؛ خو که دا بنگاری د ژوند تر پایه وغځېږي نو بیا به يې پاې څه وي؟ زه هم هک پک يم.

94 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *