Categories

اعلان

Loading…

په هند کې یوه افغان د ځان وژلو هڅه وکړه/ ویدیو

تاند- په هند کې یو افغان ځوان، چې غوښتل یې د یوې ودانۍ له دوهم پوړه ځان وغورځوي، له ځانوژنې وژغورل شو.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د حیدراباد د راجیوګاندي د نړیوال هوايی ډګر پولیسو پرون /شنبه/ وویل، یوه ۲۱ کلن افغان غوښتل چې د ودانۍ له دوهم پوړه ځان کښته واچوي.

د دغه افغان په اړه ویل شوي چې ولي نومېږي او د حیدراباد په نظام کالج کې محصل دی.

پولیس وايي چې ولي د خپلوانو له لوري وژغورل شو. نوموړی له ژغورل کېدو وروسته خپل تره ته وسپارل شو.

د دغه ځوان د ځانوژنې د هڅې علت تراوسه پورې څرګند شوی نه دی.

1 comment

  1. حیات الله نیازی Reply

    دا هغه مردار خواره او ظالم خلک دي چې یا خو به په واسطه او یا هم پلار به یې رئیس او یا کوم بل چارواکی وی چې د بل غریب او مستحق حق به یې خوړلی وی او دی یې هلته لیږلی نو داځکه دا ډول کړنې ترسره کوی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *