Categories

اعلان

Loading…

پټ مخ | لیکوال: اسدالله بلهارجلالزی

غلام شاه اوخیرالدین دواړه کابو د پینځه شپیتو کلونوپه منګ ول. دواړه دماشومتوب دشپو ورځو یاران او ملګري ول. دوئ دواړه دبرجورې کلا د دیواله پیتاوي ته په رنګه لمیڅې غځیدلی وو. او په سترګويي د پټکیو شملې را خورې کړي وي. څو دلمر له تیزو وړانګوڅخه خپلې اوښلني سترګې خوندي کړي. دوئ د تیرو کلونوپه تیره بیا د ماشومتوب او ځواني د وختونو کیسې او خاطرې يي په خوند، خوند یادولې. کله کله به يي د ښو خاطرو په یادولو وخندل اوکله به يي د شونډو په سرونو څیک، څیک کول.

خوکله به چې کومه په زړه پورې خاطره وریاد شوه نوبیا يي له سترګو شملې پورته کړي او په زوره وروره به يي وخندل. دا کار يي څوځله وکړ. ناڅاپه دې غلام شاه یوځل د خیرالدین شخو او د غوږونو په لور تاوو کړو بریتونواو ببرو وریزو ته پام شو. ښه  په ځیره ځیره يي ورته وکتل او له ښې شیبې کتلو وروسته يي ورته په کړس کړس خندا کې وویل:

یاره هغه  دشمال اکا زوی توپان قوماندان دریادیږي.!؟ همدا چې خیرالدین دا خبره واوریده په زوره، زوره يي وخندل،چې دده له خندا سره دغلام شاه خندا هم په زوره شوه. له ښې شیبې خندا وروسته خیرالدین وویل:

یاره!رښتیا درته وایم له هغې ورځي تر اوسه مې ورته دوعا په خوله نه ده راغلي.اوترڅو چې ژوندی و.ماورته ښیراوې کولې.ځکه زما زړه يي سخت رامات کړی و.غلام شاه بیا وخندل او ورته یی وویل:اوس بښنه ورته وکړه. دی په رښتنې دی اوموږپه دروغځنه،څه یی کوي؛

ـ غلامه یاره تاته خو معلومه ده.چې هر پلار دخپل اولاد له پاره ترپاچا هم لوی ښکاریږي. زه يي خپلې لورکۍ ته ترخلي هم سپک کړم.مشرې لور مې چې ګومان کوم  هغه وخت به څلور کلنه وه.تردوو نورو کلونوپورې راته ویل:اغا ته چا داسې کړي؟ اوزه به ورته پټه خوله وم. بده خولا داوه چې په هغې ورځ مې خواښې اوخسر هم راغلي ول.او زه يي په هغه حال ولیدم.چې تاسو لیدلی وم.ښځي، لور،خواښي اوخسر ته يي ډیرخړ کړم.

ـ خیرالدینه یاره اوس نو ورته بښنه کوه.دتا کینه هم لکه داوښ دکینې په څیر ده.اویوځل بیا دواړه په خندا شول.

ـ ښه نوتا ځان ګناه ګار باله؟

ـ  نه نو کومه ګناه مې کړي وه.چې ځان به مې ګناه ګار باله.تاته خو معلومه ده چې په هغوو کلونو کې به مجاهدینو په خپله پیرې نه کولې بلکې په کلیوالو به يي پیرې کولې.ماته ماښام دکلي قوماندان امیرجان هلک راولیږه چې دشپي پیرې ته راشه.ماورته وویل:په کور کې مې څوک نشته ښځه او لور مې ډاریږي.اونه ورغلم. په سبا مازیګر چې دلمانځه له پاره جومات ته ورغلم،نوتوپان قوماندان هم له خپلو څو نفرو سره راغلی و.

اودوئ دشپې په ګزمه هم راغلي وو.او داچې لیدلي يي و. زه نه وم. ان دشپې يي ویلې و.چې سبا به ورسره ګورم.نوچې په مايي سترګي ولګیدې ؛ راته يي وویل:

خانتما! ته تر نورو نازک يي چې پیرې ته نه وي راغلي؟؟

زه لږ وارخطا غوندې شوم.ژبه مې تتړه شوه.بس جانګل هم په جومات کې دسنتوپه ځاي کې ناست و. مخ يي ورواړاوه او ورته يي وویل:

راولاړ شه ! یوه خوا بریت او یوه وریزه يي وروخریه،مانه منله.ځان مې دورې دورې کاوه دوه نفره يي راغلل لاس یی راوتړل اوپه تړلولاسونو يي جانګل ته کینولم. هغه هم را ولاړ شو.زما ترغاړه يي دستمال راتاوو کړ.اوبیاتي يي پرې راوکښه.ما توپان ته ډیرې زارۍ وکړي. ملا صاب اوکلیوالو ورته وویل: د هیچا يي نه منله، بیانو جانګل یوه خوا بریت او یوه خوا وریزه راوخریل؛ چې ته هم جومات ته راغلي.سخت یی خپه کړم. کله کله به مې چې په هینداره کې ځان ته کتل نو هم به خپه شوم اوهم به مې وخندل. خواښي، خسر اوترټولو زیات به مې لور راته ډیرډیر خندل.زه بیا پوره څلور میاشتي پټ مخ ګرځیدم.

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *