Categories

اعلان

Loading…

“په نورستان کې د پراخې پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده”

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم او ددغه ولایت د مرکز پارون ښار ښاروال عبید الله ساپي چې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې یې ددغه ولایت د روان وضعیت، پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه رسنیو ته معلومات ورکول وویل، چې په نورستان کې دا مهال د پراخې پانګونې لپاره زمینه برابره شوې، نړیوال موسسات او ملي سوداګر کولای شي، چې په دغه ولایت کې پانګونه وکړي.

دغه کنفرانس د ۱۳۹۶ لمریز کال د لیندۍ په ۱۵ مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړ شوی وو.

د نورستان والي وویل، چې ددغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې حکومتي ادارې فعالې او د حکومتولۍ ټولې چارې د حکومت د پلانونو او پالیسیو سره سم اجراء کیږي.

د حافظ عبدالقیوم په وینا، په دې ورستیو کلونو کې نورستان د بیارغونې په برخه کې ډیر پرمختګ کړی او ګڼ شمیر عام المنفعه او بنسټیزې پروژې پکې تطبیق شوې او ځینې یې هم  تر کار لاندې دي. د نوموړي په خبره  د تیرو دریو کلونو په ترڅ کې ۱۵۰ کیلو متره کلیوال سړکونه او ۹ پلونه ورغول شول، د ۵ ښوونځیو د ودانیو د رغونې کار  روان دی، د دارالمعلمین او دارالعلوم د ودانیو تر څنګ د یو شمېر نورو دولتي ادارو ودانۍ او ددې ترڅنګ د برښنا د تولید دوې مهمې پروژې به هم په نږدې وخت کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړي زیاته کړه، د نورستان په ټولو ولسوالیو کې امنیت تامین دی او داسې کومه امنیتي ستونزه نشته، چې د بیارغونې د کارونو مخه ډپ کړي. هغه له نړیوالو مرستندویه موسساتو او ملي تجارانو وغوښتل ترڅو په دغه ولایت کې پانګونه وکړي.

د نورستان والي د وزارتونو څخه هم هیله وکړه، چې د راتلونکي کال په پلانونو کې دغه ولایت ته ځانګړي پاملرنه وکړي تر څو د حکومت هغه خدمات چې خلک ورته اړتیا لري ددغه ولایت ټولو ولسوالیو ته په متوازن شکل ورسیږي.

په ورته وخت کې د نورستان د مرکز پارون ښاروال عبید الله ساپي وویل، چې د پارون په ښار کې هم ګڼ شمیر پروژې تطبیق شوې دي. هغه د بیلګې په ډول د پارون ښار د سړکونو او پارکونو رغول او همدارنګه په دغه ښار کې د ښاروالۍ د مشورتي شورا د جوړیدو یادونه وکړه.

ښاغلي ساپي وویل، د پارون ښار اوس مهال د یوه مشورتي شورا درلودونکی دی، چې ددغه ښار د بېلابېلو قشرونو استازي پکې ګډون لري او ټولې چارې د همدې شورا د مشورې سره سم پر مخ ځي.

نورستان د افغانستان د ختیځیو ولایتونو له ډلې یو غرنی ولایت دی، چې طبیعي ښکلا یې ځانګړی شهرت لري. دا ولایت د اوبو پریمانه زیرمې، پراخ څنګلونه او ګڼ شمیر تاریخي او فرهنګي سیمې لري، چې د سیاحت او توریزم له اړخه د هېواد یو مهم ولایت بلل کیږي.

242 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2