Categories

سوله راتلونکې ده؟ | شمس الله تنویر

 په وروستیو ورځو کې د سولې عالي شورا مقاماتو له طالبانو سره د سولې په اړه ځینو نویو ټکو ته اشاره کړې ده. دوی د سولې په اړه خوشبیني ښودلې ده. ویلي یې دي چې د کابل په شمول د دنیا په هر ځای کې د سولې خبرو ته تیاري لري او استاد کریم خلیلي دا هم ویلي دي چې له داعش سره نه بلکې له طالبانو سره سولې ته تیار یو. له بلې خوا ، د متعددو منابعو په اساس، په وروستیو کې اندونیزیا ته د سولې د عالي شورا د کسانو سفر او د منځني ختیځ هیوادونو ته ځینې ښکاره او پټ سفرونه په مستقیم او یا غیرمستقیم ډول د سولې له هڅو سره تعلق لري.

 ایا د سولې هڅې به نتیجه ورکړي؟

 دا هغه سوال دی چې د هر واقعي افغان، هر واقعي انسان او هر واقعي مسلمان ورسره دلچسپي ده. د ( واقعي) کلمه مې ځکه ورسره ملګرې کړه چې له یو محدود شمیر کسانو پرته چې جنګ کې یې ګټه ده، نور نو ټول افغانان د زړه له تله په ګران هیواد کې سوله غواړي.

 هغوی چې سوله نه غواړي او افغانان نه دي، په هغو به بحث نه کوو، ځکه په دې اړه ډیر بحثونه شوي دي. له یوه تازه رپورټ سره سم، د افغانستان د کال ټول صادرات شپږ سوه میلیونه ډالره کیږي خو پاکستان یوازې د افغانستان د جلغوزو د صادرولو له لارې د کال اووه سوه میلیونه ډالره ګټه کوي. یو بل تحقیق چې څو میاشتې پخوا په ځینو مطبوعاتو کې راغلی و، دا ثابته کړې وه چې افغان سوداګرو او سرمایه دارانو په پاکستان کې د شاوخوا لس زره میلیونه ډالرو په ارزښت سرمایه بنده کړې ده او دا ځکه چې په پاکستان کې خپله سرمایه په امن کې ویني او دلته د جنګ په وجه ځان او سرمایه ناامنه احساسوي. یوازې که په اقتصادي لحاظ وګورو نو په لسګونو دلایل یادولای شو چې پاکستان په افغانستان کې ګډوډي په خپل خیر ګڼي او ان د هیروینو د تجارت لویه برخه پیسې د کراچي او لاهور په ابادولو لګیږي او هلمند ته یې په نهایت کې بمباري رسیږي.

 د افغانستان په جنګ کې که د ځینو بهرنیو حلقو له که ګټو تیر شو، په داخل کې هم دا جنګ ځینې پلویان لري. هغوی چې د جنګ له لارې یې سیاسي او اقتصادي ګټې تر لاسه کړي دي، له سولې داسې ویره لري لکه ښاپیرک چې رڼا بده ایسي.

 دا یوازې د هیروینو قاچاقبران نه دي چې په ناامنۍ او ګډوډۍ کې یې خیر دی، بلکې په نظام کې شامل فسادیان هم خپل خیر په دې کې ویني چې جنګ روان وي او دوی پکې مرمۍ او تیل خرڅ کړي او یا په دولتي ځمکو باندې خیټه واچوي.

 خو سوال دا دی چې تاوان څوک کوي؟ اصلي تاوان عام ولس کوي. اصلي تاوان هغه مور کوي چې زوی یې وژل کیږي. تاوان هغه میرمن کوي چې یتیمان لویوي، تاوان د افغانستان هر مظلوم، بې وسه او مسلمان اوسیدونکی کوي. تاوان اسلام او مسلمانان کوي او بالاخره د جنګ په ادامې سره تر ټولو زیات تاوان طالبان کوي ځکه که جنګ اوږدیږي، دوی به خپل اصلي کسان او قوماندانان له لاسه ورکوي او جهاد چې زردار او طوفان ته پاتې شو، د دوی به هم دغسې انجام وي. همدا اوس هم طالب قوماندانانو په مختلفو ولایتونو د خلکو د جایدادانو غصبول او د څلورو ودونو کول پیل کړي دي.  له بلې خوا عام ولس به طالب د ټولو بدمرغیو عامل ګني ځکه حکومت خو ورته وایي چې سولې ته تیار یم او خبرو ته تیار یم. طبعا ګناه به د هغه چا په غاړه وي چې سوله نه مني او جنګ ته ادامه ورکوي.

 دغه راز که خدای مکړه په افغانستان کې جګړه او ناامني ادامه مومي، نو د طالب ځای به خامخا داعش یا نور تر داعش بدتره افراطیان نیسي. هیڅ اوږده جنګ سالم کسان نه دي روزلي بلکې سالم یې ناسالم کړي او بد یې بدتره کړي دي.

 نو د جنګ ادامه تر هر چا زیاته د طالب په تاوان ده او د سولې د عالي شورا د مشرانو خوشبیني بې ځایه نه ښکاري. کیدای شي وویل شي چې طالب خو د امریکا خلاف جنګیږي او څو پورې چې افغانستان کې امریکایي عسکر وي، طالب به څنګه سوله کوي او خپلو قوماندانانو او ملګرو ته به سوله څنګه توجیه کوي؟ دا پوښتنه هم څرګند ځوابونه لري. یو خو دا چې امریکا وایي چې زه به تر هغو په افغانستان کې عسکر ساتم چې طالب په جنګ باندې تاکید کوي نو که طالب واقعا د افغانستان تباهي او بې خیري نه غواړي، وبه وایي چې د امریکا د عسکرو د وتلو او سولې  په باره کې له نورو افغانانو، حکومت او سولې شورا سره خبرو ته تیار یم. کله چې طالب خبرو ته نه کښېني، څوک به دا ورسره ومني چې طالب واقعا د امریکا د عسکرو وتل غواړي.

 که طالب د سولې په وړاندې واقعا د امریکا د عسکرو د وتلو خنډ په مخ کې ویني نو یوه بله حل لاره هم شته او هغه دا چې طالب دې اعلان وکړي چې هره ولسوالي او هر ولایت کې چې امریکايي او خارجي عسکر نشته، هلته جنګ نه کوم، هلته اوربند کوم. متاسفانه طالبانو هغه وخت جنګ ډیر شدید کړ چې امریکایي عسکر له یولکو څخه لس زرو ته راکم شول. کله چې د امریکا عسکر لس برابره کم شول، پکار وه چې طالبانو جنګ لس برابره کم کړی وای، خو داسې یې ونکړل او بلکې برعکس خونریزي یې زیاته کړه، چور او غصب یې زیات کړ او هغه پیل شوې خبرې یې هم بس کړې.

 اوس سولې ته ځکه خوشبیني زیاته شوې ده چې طالب باید دې نتیجې ته رسیدلی وي چې له نورو افغانانو سره له شریک انساني ژونده پرته بله لاره نه لري او عزت یې د افغانستان په عزت او د مسلمانانو په عزت کې دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *