Categories

اعلان

Loading…

پر زرو ناول نقد | عزت الله نورزی

»  زور د نصیر احمد «احمدي» ناول دی چې د مومند خپرندویې ټولنې – جلال اباد چاپ کړی؛ خو د زرو له سوژو سره ټول لیکوالان بلد دی په همدغې ډول له مینې، نیمګړي ژوند او داسې نورو موضوعاتو ډکې لیکنې کوي؛ د احمدي ځينې ناولونه مې لوستي چې د کيسو حرکت، ګړندي انځورونه، تړلی پلاټ او د خپلې ټولنې انځورګري هغه خصوصيتونه دي، چې لوستونکى يو ځل ونیسي بیا يې نه پرېږدي.

د ناول موضوع د یوه ځوان او پیغلې دمینې کیسه ده یعنې هر څه یې زموږ د ټولنې زېږنده دي.

د کتاب نوم:

د زرو ناول مې چې له کتاب خونې څخه راوړ، یوه ملګري راته وویل زموږ یو کلیوال زرو نومېږي؛ خو ما ورغبرګه کړه زموږ په کلي کې یوه میرمن زرو نومېږي.

هر لوستونکی که زرو ناول وویني، نو پوهېږي چې کیسه یې کلیوالي مینې ده؛ ځکه زرو نوم په ښار کې څوک نږدي او که اېږدي یې ډېر به کم وي. که د ناول نوم له کومې پېښې یا صحنې نه اخیستل شوی وی لا به ښه وی. نوم د کیسې یا ناول لپاره اړین توک دی. که په نامه کې تلوسه وه، لوستونکی د ناول لوستلو ته هڅوي؛ خو که نوم يې له تلوسې خالي و او کیسه هر څومره جالبه وي لوستونکی زړه نه ورته ښه کوي. نو پکار ده چې داسې نوم انتخاب شي چې لوستونکی يې په لیدو خوښ او لوستو ته یې متحرک شي او بې ځنډه يې په لوستلو پیل وکړي.

زرو د کرکټر په نوم نومول شوی په نامه کې يې ډېره تلوسه نشته. د ناول پیل: د ناول پیل په طبعي خبرو شوی، سړی دلوستو په لور اخلي؛ خو ژبه یې تصویري ده چې دا هم لوستو ته لاره هواروي او سړی نه پرېږدي چې دا تسلیل ماتي کړي؛ خو که تصویرونه زیات شول له سړي لاره ورکېږي دا ښه ګڼي چې نور یې ونه لولي او که داسې وشي یو ډول کمزوري ده.

د زرو پیل هم په ډېر اوږده تصویر سره شوی او خبره مبهمه غوندې کېږي نوی لوستونکی خو فکرکوي چې زما یې له دې خبرو سره څه؛ خو نور لوستونکو ته به یوډول خامي ښکاره شي، لکه:له عمره ځوان سړي پر خپلو لندو وروځو خپل خړ شکېدلی لستوڼی تېرکړ؛ هسکې ونې ته یې وکتل پښه یې وښوېده؛ کوږ شو؛ په غېږ کې وچ نیولي لرګي ترې ولوېدل…

د ناول له نوم چې ښکاري لوستونکي ته زر هغه څه نه ورکوي تر ډېره ځایه له توتي سره خبرې اترې دي چې د ناول اصولو ته په کتوسره برابره خبر ده؛ خو د لوستونکي غوښتنې ته ځواب نشي ویلای. لوستونکی چې کومه غوښتنه لري او څه شی پکې پلټي هغې ته په سختۍ ور رسېږي.

زرو د یوه ځوان او پېغلې له مینې ډکه کیسه ده، چې له څنګه یې نورې وړې وړې کیسې هم پېښې شوې دي چې تر ډېره یې تړاو ښکلی او منطقي دی.

د موضوع انتخاب:

د ناول لپاره داسې موضوع غوره شوې چې دټولنې په کوم قشر پورې شخصي تړاو نه لري. چې ټولنې ته یې لویه ګټه هم دا ده چې له تعصبه یې ژغورلې او مخې ته یې یوه هنداره اېښې نو اوس به هر سړی خپل ځان ښکیل ګڼې چې د کرکټر له سختیو بې عاطفه را پارېږي. په زرو کې د غزني د یوه ځوان او پېغلې د مينې کیسه ده، خو په داسې انداز بیان شوې چې هره سړی یې لولي داسې ګمان به کو ي چې سر په سترګو یې دا حال لیدلی او څوک به دا ونه وايي چې دا کیسه باید تنها لوستل شوې وی او یا په مجلس کې دا کیسه نه وی بیان شوې.

پلاټ:

د ناول لپاره دلیکوال ذهني طرحه ده چې څنګه یو پېښه له بلې سره منسجمه کړي اوڅنګه یې ترتیب مرعات شي؛ خو په زرو کې د د اصلي کیسې سره وړې کیسې منظمې روانې دي؛ خو ځای ځای داسې هم شوي چې کیسه ژور خفګان ته رسېدلې او لوستونکی نور ژاړي لیکوال صحنه سم په لاس بدله کړي چې دې ته دپلاټ کمزوري وایو، لکه: چې پر نورو برخو سربېره په نورستان کې د کامران د ترور له کوره د وتلو په وخت کې او هم د زرو د زېندۍ کولو په صحنه کې دا کار شوی. او ځای ځای له صحنې څخه تېښته شوې. د داستاني ادبیاتو لویه ځانګړنه چې صحنه زر بدله شي همدومره پیاروړې وي؛ خو د کشمکش صحنه به یو څه ساتل کېږي.

که څه هم زرو ناول دیوه فلم دجوړولو لپاره ډېر ې ښې ځانګړنې لري. کرکټرونه: په ناول کې کرکټر ډېر مهم دی؛ ځو د شخصیت سره بې سم انځوروې. د زرو د لیک او لوست په هلکه هېڅ خبره نه ده شوې؛ خو داسې خبرې کوي ته به وایې لوستې ده، نو اوس ویلای شو چې کرکټر په دوه ډوله دی یو هغه دی چې لیکوال یې په مستقیم ډول معرفي کړي او بل هغه دی چې په نا مستقیم ډول یې لیکوال معرفي کړي؛ خو دلته دناول له تشریح داسې معلومېږي چې زرو یوه نالوستې میرمن ده او که ځینو خبرو ته یې وګورې بیا به وايې چې زرو هم لوستې ده.

ځینو ځایو کې خو کامران توتي ته دومره اوږده کیسه کوي چې د لوستونکي طمعه ترې نه کېږي چې توتي او دومره اوږدو خبروته غوږ نیول. د ناول یو کرکټر توتي دی چې سړی ورسره غږېږي؛ خو یوځای ورته وايي:غزني ته به نه یې تللی، ډاډه یم که غږېدای ځواب به دې نه و؛ ځکه غزنی سوړ ولایت دی زه همالته پیدا او را لوی شو ی یم په اته ویشتو کالونو کې مې شین توتي ونه لید. لومړۍ دا چې شین توتي او توتي فرق لري.

بل چې یو څوک درته غوږ وي او درسره خبرې کوي بیا نو هغه ته څنګه وايي چې که د خبرې کولی شو ځواب به دې نه و. راوي هلته کیسې ته داخلېږي چې صحنه بدلو ي نوره ټوله کیسه کرکټر«کامران» ته ورپه غاړه ده؛ خو کامران چې ټول وخت یې نجاري کړې داسې دقیقه کیسه پرمخ وړي او داسې جزئي مسایل ته ځیر دی ته به وایي چې د کاغذ پر مخ یې لیکلې ده.

که راوي داخبره وکړي لوستونکي ته به خپل کمال وښايي؛ خو کامران چې ځای ځای دنالوستي په شان خبرې کوي او ځای ځای دلوستي، نو لوستونکی پر ناول شک کوي. کارمران په یو ه مکالمه کې وايي دنجاري کارونه، مو ږ دولس په ژبه کې نجارۍ وایو او څنګه چې نجاري په څرګنده یا ختمه ده او په مغیره بڼه نه راځي، نو څوک چې پر ادبیاتو بلد نه وي دا کلمه به همسې د ولس پر ژبه وایي.

لیکوال هڅه کوي چې د ناول مرکزي کرکټرونه «کامران» او «زرو» ډېر مظلوم وښایي؛ په داسې حال کې چې کامران د کلي د ملک لور تښتوي او که څوک تاته په کور کې ځای درکړي کاري زمینه درته برابره کړي او ته له هغوسره دومره ظلم وکړې بیا باید کرکټر ته د ظلم له هندارې وکتل شي او ټولنه ته رو

13 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *