Categories

التحفة القادرية» او «مناقب غوث الاعظم» دوه آثاره دي که يو؟

محمد اصف احمدزی |

د رسنيو له لارې مې واورېدل او وليدل، چې په پښتو ژبه د «التحفة القادریة» په نوم پخوانۍ شعري ټولګه په دې وروستيو کې موندل شوې او تازه چاپ او خپره شوې. تردې خبر خپرېدو وروسته د دې کتاب د پيدا کولو او مطالعه کولو په هڅه کې شوم. کتاب مې وموند او ځينې مطالب مې يې هم ولوستل. په همدې فکر کې شوم چې د دې نوي چاپ شوي کتاب په اړه څېړنه وکړم. د څېړنې په اوږدو کې راته اړينه وبرېښېده چې د ليکوال په اړه يې معلومات ترلاسه کړم، په همدې هڅو کې وم، چې د نوموړي له يو بل اثر «مناقب غوث الاعظم» څخه هم خبر شوم. دا اثر مې هم ترلاسه کړ او کله مې چې يې پاڼې واړولې را واړولې، نو شک راته پيدا شو چې د دې کتاب مطالب او اشعار خو کټ مټ، لکه د «التحفة القادریة» په څېر دي، کله چې يې په مطالعې کې نور هم مخ ته لاړم، راته جوته شوه، چې دا دواړه کتابونه (مناقب غوث الاعظم او تحفة القادرية) د يوه ليکوال دي، خو په دوو بېلابېلو نومونو سره ضبط شوی دی.

البته د يادولو ده چې دا يوه پخوانۍ او ارزښتناکه شعري ټولګه ده، چې د قادريې طريقې او د دې طريقې د پير حضرت عبدالقادر ګيلاني د مناقبو او صفاتو په اړه ليکل شوې ده.

دلته لومړی د دې کتاب د ليکوال، د کتاب د ليکلو پر نېټې، منځپانګې، د دواړو نسخو د لنډې پېژندنې او بيا پرتلنې په اړه ځينې مطالب له لوستونکو سره شريکوم.

اړينه ده ووايم، په دې مقاله کې چې د (التحفة القادرية) د نسخې له متنه له کومو بيتونو استفاده شوې، يواځې د ياګانو له مراعتولو پرته، نوره املا او ليکدود يې، ما په خپل حال پریښي، ترڅو يې لوستونکی د اثر په ليکدود هم پوه شي.

د کتاب ليکوال:

د التحفة القادریة اثر د بيتونو له لوستلو څخه جوتېږي، چې د دې اثر د ليکوال نوم (رکن الدين) دى او لقب يې (ابن منير) دى، د پلار نوم يې (حافظ محمد منير) دى، چې يوه مدرسه يې هم لرله. نوموړى خپل ځان د عبدالقادر جيلاني د قادريې طريقې پيرو بولي. د پښتونخوا د پېښور اوسېدونکى دى. د نسب شجره يې په اته ويشتم پښت کې حضرت علي (کرم الله وجهه) ته رسېږي.

په «فرهنګ زبان و ادبيات پښتو» اثر کې زلمی هېوادمل ليکي: رکن الدين بن حافظ منير د پېښور په هزارخانې کې اوسېده، د لوی احمدشاه بابا (۱۱۳۵هـ ق- ۱۱۸۶هـ ق / ۱۷۲۲م-۱۷۷۲م) د زمانې له مشهورو صوفيانو او ادبي اشخاصو څخه و[1].

د «مناقب غوث الاعظم» د اثر مهتمم احسان الله خان دانش ليکي، چې د رکن الدين د ژوند دور د ۱۷۳۰م او ۱۸۰۰م په ابتدايي عشرو کې يقيني ښکاري، خو دی زياتوي چې د ۱۷۳۰ عشره يې د زېږېدو زيات محتاط تاريخ دی او د وفات کلونه يې د نولسمې پېړۍ له ړومبۍ عشرې نه اوړي او په دوهمه کې داخلېږي. مزار يې د موسی زي په کلي کې دی. هغه چې په رکن عالم او فاضل ميا صاحب هم مشهور و، موسی زی او د پېښور د هزار خوانې ضلعې اوسېدونکی و.

ده قرآن کريم حفظ کړی، د قادريې طريقې پيرو و او د دې سلسلې د دوهم سجاده نشين حضرت سيد غلام قادرشاه څخه يې لاسنیوی کړی دی.

د ده د کشر ورور نوم سيد برهان الدين و، چې د احمدشاه ابدالي له طرفه د پېښور حاکم و[2].

ابن منير پر «مناقب غوث الاعظم» يا «التحفة القادریة» سربېره د (حفظ الاداب) او (قانون) په نومونو د آثار خاوند هم دی. (قانون) کتاب يې د تجويد په اړه دی. (حفظ الاداب) بيا په خپله د ابن منير په قول، ۳۰۰۰ بيتونه لري.

د ابن منير له آثارو ښکاري، چی دی په فارسي او عربي ژبو هم ښه پوهېده او همدا لامل دی، چې د خپلو کتابونو لپاره يې عربي نومونه کارولي دي.

د «مناقب غوث الاعظم» يا «التحفة القادرية» د ليکلو نېټه:

ابن منير د احمدشاه بابا د واکمنۍ پرمهال ژوند کړى او په همدې موده کې يې دا اثر هم کښلی دی، ځکه يې د هغه په نوم (احمدشاه بابا) يو فصل هم ځانګړى کړى دى. دی وايي:

چه احمدبادشاه د دين وي                      خود تازه به رکن الدين وي[3]

تېر کال (۱۳۹۵هـ ش) د تُرکیې د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، التحفة القادریه د ۱۷۲۲ او ۱۷۲۳ کلونو ترمنځ د افغان لیکوال ابن مُنیر له لوري په پښتو ژبه لیکل شوې او تُرک دیپلومات سینان ومونده[4].

د دې اثر د ليکلو پورتنۍ نېټه (۱۷۲۲ – ۱۷۲۳م) د تأمل وړ ښکاري، ځکه احمدشاه بابا په ۱۷۲۲م کال کې زېږېدلی او کله چې د تحفة القادرية اثر لولو، نو هلته د احمدشاه بابا د پاچاهي او د ده د سوبو او فتوحاتو په باب خبرې راغلې دي او په يوځای کې يې آن د دکن د جګړې يادونه هم کړې ده.

دا کتاب په ۱۱۷۳هـ ق (۱۷۵۹م) کال کښل شوی دی. دا چې احمدشاه بابا واکمني له ۱۱۶۰هـ ش/ ۱۷۴۷م کال پيل او د ژوند تر وروستيو (۱۱۸۶هـ ق/ ۱۷۷۲م) پورې غځېدلې، نو رکن الدين ابن منير هم په همدې وختونو کې خپل دا اثر بشپړ کړی دی.

د اثر منځپانګه:

دا کتاب له يوې خوا د پښتو ادب په پراخه ورشو کې يوه بله زياتونه ده او له بلې خوا، د پښتو عرفاني او تصوفي ادبياتو په برخه کې ستره لاسته راوړنه ده.

د کتاب زياتره او يا کابو ټوله محتوا د قادريې طريقې او سيد عبدالقادر جيلاني د مناقبو بيانولو ته ځانګړې شوې ده، خو د کتاب په لومړيو کې د الله تعالى، رسول الله (ص)، خلفاء راشدينو، څلورو امامانو… په اړه څرګندونې هم راغلې دي.

دا کتاب په ١٢ بابونو وېشل شوی او د هر باب نوم په عربي ژبه راغلی دی، چې هر باب بيا په فصلونو وېشل شوی دی.

«مناقب غوث الاعظم»:

دا اثر په ۱۹۹۳م کې په پېښور کې د احسان الله خان دانش په پيش لفظ (اهتمام) په (۴۶۵ + ۱۸) مخونو کې د محکمه ثقافت حکومت صوبه سرحد له خوا په جدون پريس کې چاپ شوی دی. د اثر په ۳- ۱۰۰ مخونو کې د کتاب او د هغه ليکوال په اړه د يوې اردو ليکنې په شمول، څو بېلابېلې ضميمې راغلې دي. په لومړي مخ کې د کتاب د ليکلو نېټه داسې ليکل شوې ده: (تحرير شده ۱۱۷۳هجري بمطابق ۱۷۵۹-۶۰ عيسوي). د ليکوال نوم يې داسې ياد کړی دی: (حضرت مولانا ميا سيد رکن الدين قادري فاضلي الملقب په رکن عالم و المشهور په فاضل ميا صيب رحمة الله عليه و علی آبائه الکريم). ورپسې د کتاب مختصر فهرست راغلی دی.

په دې کتاب کې لومړی (تعارف به زبان اردو)، بيا (پیش لفظ مع ضميمه جات. به زبان پشتو)، ورپسې (مناقب غوث الاعظم «پشتو مثنوي» از حضرت مولانا سيد رکن الدين قادري فاضلي عليه الرحمة والرضوان)، بيا (مقدمة الکتاب «به زبان فارسی نثر» از مصنف عليه الرحمة) او په اخر کې (تعارف به زبان انګريزي) راغلی دی.

التحفة القادرية:

دا اثر بيا ۷۲۲ مخونه لري، د هر مخ تقطيع يې (۱۸ * ۲۲،۵) سانتي متره ده او هر مخ يې ۱۱ بيتونه لري، د صفحې چوکاټ په ښکلې ميناتورۍ سره په رنګه بڼه راغلی دی. د هرې صفحې په اخر کې د ورپسې صفحې يوه يا دوه کلمې راغلې دي. په درې ژبو (پښتو، ترکي، انګليسي) تر يو- يو مخيزې سريزې وروسته د کتاب اصلي متن پيل شوی دی.

ليکوال او شاعر عبدالله پيکار په يوه مقاله ليکلي، د دې منظوم اثر ټول بيتونه (۷۸۷۰) ته رسېږي. د شکل او ژبني جوړښت په لحاظ د التحفة القادریه شعري ټولګه د هماغې زمانې (۱۷۷۲-۱۷۲۲م) ټولې ځانګړنې لري، د دې کتاب قلمي نسخه د احمدشاه ابدالي د زمانې د خطاطۍ د هنر یوه ښکلې او ژوندۍ نمونه هم ګڼل کېدلی شي[5].

د دې کتاب يوه نسخه په ايرلنډ هېواد کې موجوده وه او په کابل کې د ترکيې د سفارت مستشار ډاکټر سنان ايلخان په زيار په ايرلنډ کې موندل شوې ده. دا چې نوموړي په کابل کې د ترکیې په سفارت کې د مستشار په توګه کار کاوه، د کتاب ژبه یې پېژندلې وه. دا اثر د ۱۳۹۵هـ ش کال په نيمايي شاوخوا په کابل کې د ترکیې د پراختیايي ادارې «ټيکا»(TIKA) له خوا په ۲۰۰۰ ټوکونو کې په هلپ سټيډ مارکيټينګ مطبعې کې په ښکلي صحافت او مجلده پښتۍ کې د چاپ په ګاڼه پسولل شوی دی.

دا چې دا کتاب څنګه پيدا شوی دی؟ دې پوښتنې ته ډاکټر ايلخان داسې ځواب ورکړی دی: “کله چې زه په ۲۰۱۴م کال کې د ډبلين چسټربيټي په کتابتون کې په دې لټه کې شوم، چې ایا په نوموړي کتابتون کې به د عثمانيانو د وخت د اسلام په اړه، په کردي ژبه کوم ليکل شوی اثر وي او که نه؟ په اتفاقي ډول سره مې په ځواب کې د کردي ژبې پر ځای د پښتو ژبې (التحفة القادرية) ترلاسه کړه. له سلو کالو راهيسې په نوموړي کتابتون کې د ختيځ ليکنو او تصانيفو لپاره په کتابتون کې ګومارل شويو کارپوهانو پر پښتو ژبه د ناپوهۍ له امله د تخمين په څېر دغه اثر يې په نوموړي کتابتون کې د کردي ژبې په نامه ثبت کړی و.”

دی زياتوي، د پښتو ژبې په څېړنو کې د يوه نوي پړاو پرانيستونکې دغه بې سارې ليکنه، د نوموړي کتابتون په اجازې سره د ټرانسکرپټ په توګه د سپېڅلي پير د روحانيت په احترام، افغان ولس او د څېړونکو خدمت ته وړاندې کوي[6].

د دې کتاب ليکدود او ځانګړنې:

دا شعري ټولګه د پښتو په اوسني عربي ليکدود ليکل شوې ده، خو ليکوال يې د ځينو تورو او کلمو په ليکلو کې خپل ځانګړی سبک لري، چې څو يې په لاندې ډول دي:

۱- په زياترو ځايونو کې (ګ) په (کاف) ليکل شوی دی.

۲- (ڼ) په (نړ) ليکل شوی، لکه:

هم اعداد اضداد چه دينه                  عين ی مکنړه غير دينه[7]

۳- (کې) زياتره په (کښ) بڼه ليکل شوی دی، لکه:

پظاهر دا حکايات دي                             پمعنی کښ حديثات دي[8]

يا دا چې:

دا کتاب ښه معنوي دى                            په پښتو کښ مثنوي دى[9]

۴- د (يې) ضمېر لپاره زياتره (ی) راغلې ده، لکه:

تر قيامت ی مدرسه شه                        هر کلام ی رباني شه

 پاک نوم ی قرآني شه                           هر کلام ی رباني شه[10]

۵- په اثر کې (ځ) توری نه ليدل کېږي، بلکې په ځای يې (څ) راغلی دی، لکه:

هر يو نه غړوم غاړه                          په خپل څای کنړم دوست واړه[11]

۶- زياتره سربلونه له ورپسې کلمې سره ډېرى وخت يوځای راغلي دي، لکه: لکيف (له کيف)، پکيف (په کيف). دا پورته ځانګړتياوې په لاندې بيتونه کې وګورئ:

رنکارنک ده بي رنک                        خلقه کړه رنک پرنک

بې له کيف په څه کيف                           خلقه کړه کيف در کيف

عزوجل دی لا اله الا هو                        نشته څای د سوال پکيف پماهو[12]

يا دا چې:

محکم ستا پاعتقاد يم                            ناست و ستا پاعتماد يم[13]

چې داغ ستا پغلا مې شه                 پډير حسن بې ثاني شه[14]

زړه سوخته هم ستا پخيال يم               پملاخم لکه هلال يم[15]

۷- يا دا چې (کا) له مخکينۍ کلمې سره يوځای شوی دی، لکه:

خدای بې عفوه هر عصيانکا              سود يې زيان د هر نقصان کا[16]

۸- په بيتونو کې په ځينو آيتونو، حديثونو او عربي مقولو استناد شوی دی، لکه:

کل شئ هالک الا وجهه                   بې لتا بل وجود نه لري شمه

لمن الملک يوم اليوم دی                  واړه ستا د وجود روم دی[17]

۹- زياتره راغلي آيتونه او عربي اصطلاحات او يا د الله تعالی نومونو ته سور رنګ ورکړل شوی، چې د کتاب په اصلي نسخه کې همداسې دي.

۱۰- نامانوسې کلمې هم لري، لکه: پارضو (۲۶مخ)، فافسوز (۲۰مخ)، سبطين (۵۰مخ).

۱۱- د کلمو ناسم ليکلو او د متنپوهنې د اصولو نه مراعت کولو له امله، د شعرونو لوستل يې لوستونکی ټکنی کوي او د مطالعې تسلسل ته یې زيان اړوي. بله دا چې په پښتو کې د (ياګانو) ناسم استعمال هم جملې له ستونزو سره مخامخ کوي، چې دا ستونزه په دې اثر کې موجوده ده.

۱۲- بيتونه له اصل څخه، لکه څنګه چي دي، رانقل شوي، خو کله کله يې په رانقلولو کې ډېره توجه نه ده شوې، لکه:

دی لايق که مصنف شم                        که لتا خوا نالف شم[18]

په اصل کې دا بيت داسې دی:

دی لايق که مصنف شم                        که لتا خوانا الف شم[19]

که چېرې د دې کتاب د ليکلو زمانې، ځينو نورو آثارو ته مراجعه وکړو، نو هلته هم د پورتنيو مواردو ليکدود ليدل کېږي؛ مثلاً: د حافظ مرغزي په اثر (احمدشاهي شهنامه) کې پورتنی ليکدود، خاصتاً له (۱- ۴) شمېرې ليکدود مراعات شوی دی. هلته هم (ګ) په (ک)، (ڼ) په (نړ)، (کښې) په (کښ) او د (يې) ضمير په (ې) ليکل شوی دی. په  (احمدشاهي شهنامه) بيا (ښ) په (ش)، (ږ) په (ک)، (ځ) په (ز) کښل شوی دی[20].

په هر صورت، (التحفة القادرية) اثر د پښتو ادب او په ځانګړي ډول د پښتو عرفاني او تصوفي آثارو په برخه کې يو غنيمت اثر دى، چې په دوهم ځل چاپېدو سره يې د تصوفي ادب او خاصتاً د قادريې طريقې په اړه ډېر څه لري، خو اى کاش چې دا اثر د متنپوهنې له اصولو سره برابر چاپ شوى واى. په لومړي سر کې ورباندې د کتاب په اړه يوه هراړخيزه سريزه کښل شوې واى، چې په کې د اثر د ليکوال، د اثر په املا او همدارنګه ژبنيو خصوصياتو باندې  خبرې شوې وای، بيا د کتاب متن له اصولو سره برابر تصحيح شوى واى، اصل يې په لاندې لمنليکونو او تصحيح شوې بڼه يې په متن کې ځاى په ځاى شوې واى، فهرست ورکړل شوى واى او په پاى کې يې لغتنامه لرلاى.

د يادو شوو دواړو نسخو پرتلنه:

کله چې مې د رکن الدين ابن منير دا دواړه نسخې سره مقایسه کړې، نو ټول هغه څه چې په يوه کې دي، په بل کې هم شته، پرته له ډېرو کمو بدلونونو، کمونو او زياتونو او هغه هم په دې ډول:

  • په لومړي اثر (مناقب غوث الاعظم) کې د کتاب د ليکلو نېټه او د ليکوال بشپړ نوم راغلی، خو په (تحفة القادرية) کې دا کار نه دی شوی.
  • په لومړي اثر کې د کتاب او ليکوال په اړه په بېلابېلو راغلو ضميمو کې کافي معلومات شته او هم ورباندې مهتمم يوه نسبتاً جامع ليکنه کړې ده، خو په دوهم کې يواځې په يوه مخ کې ښاغلي سنان ډېر کم څه ليکلي دي.

د دواړو نسخو د منځپانګې مقايسه:

– د (تحفة القادرية) د عربي شعر بيتونو کې راغلي:

اجذبني بجذباتک جازبته صفات الحدثان           و شاهدني مشاهدات انوارک الحارة لسمات الامکان

خو په (مناقب غوث الاعظم) کې بيا دا بيت د ځينو کلمو په تبديل او حذف سره داسې راغلی دی:

اجذبني بجذباتک الجاذبة لصفات الحدثان                 و شاهدني مشاهدات اللوارک الحارة الامکان

يا دا چې، په (تحفة القادرية) کې راغلي:

يا من لي في حفظک قسط حظ الامان              احفظني عن اللغو و السهو والنسيان

خو په (مناقب غوث الاعظم) کې بيا د (قسط) کلمه (قط) راغلې ده:

يا من لي في حفظک قط حظ الامان                 احفظني عن اللغو و السهو والنسيان

همدارنګه، په (تحفة القادرية) کې راغلي:

يا من بجنابک قدسک لانيق                           افعل بنا ما کفت له تليق

خو په (مناقب غوث الاعظم) کې بيا داسې راغلی دی:

يا من بجناب قدسک لايليق                         افعل بنا کنت له تليق

– د دري ژبې د شعر پرتلنه:

په (تحفة القادرية) کې راغلي:

بنمای جمال پشانم يا رب جل شانه            بردار حجاب اين دانم يا رب جل شانه

در اتشی نيستی چنانم سوزان                تا جمله تو مانی و نمانم يارب جل شانه

خو په (مناقب غوث الاعظم) کې بيا داسې راغلي دي:

بنمای جمال بی نشانم يا رب                 بردار حجاب اين و آنم يا رب

در اتشی نيستی جانم سوزان                  با جمله تو مانی و نمانم يارب

په دې دري شعر کې په (مناقب غوث الاعظم) کې د (ګ) توري مراعات شوی، په داسې حال کې چې په (تحفة القادرية) کې یې په ځای (ک) کښل شوی دی.

داسې ښکاري چې په (تحفة القادرية) کې چې کومې املايي او يا د ليکدود ستونزې موجودې دي، هغه په دې بله نسخه (مناقب غوث الاعظم) کې هوارې شوې دي، د دې لپاره وګورئ د کتاب د پښتو شعرونو پيل ته:

بسم الله الرحمن الرحيم

الباب الاول في الحمد و الثناء

په بسم الرحمن پسې رحيم کړم             پيروي خطبي  د قدس د کريم کرم

پنامه د غالب خدای قادر قيوم               پکاغذ ښکوم څرګند د زړه مکتوم

پست بلند دی که نور څه دی                تمام واړه هست له ده دی

لوی بی چونه بی څکون دی                 تر ظاهر چون و چکون دی

رنکارنک ده بي رنک                        خلقه کړه رنک پرنک

عزوجل دی لا اله الا هو                    نشته څای د سوال پکيف پماهو

خو په (مناقب) کې دا بيتونه د ليکدود (اوسني) په لږ تغيير سره داسې راغلي دي:

په نامه د غالب خدای قادر قيوم             په کاغذ ښکوم څرګند د زړه مکتوم

پست بلند دی که نور څه دی                  تمام واړه هست له ده دی

لوی بیچون بيچګون دی                          تر ظاهر چون و چګون دی

رنګارنګ دی بي رنګ                              خلقه کړه رنګ په رنګ

عزوجل دی لا اله الا هو                          نشته ځای د سوال په کيف په ماهو

د پورتنيو بيتونو په اړه بايد وويل شي، چې په (تحفة القادرية) کې د (باب) نوم راغلی، خو په (مناقب) کې نه تر سترګو کېږي، همدارنګه په (تحفة) کې له (بسم الله) وروسته چې کوم بيت راغلی، هغه بيت په (مناقب) کې نشته.

له دې معلومېږي، چې (تحفة) نسخه ښايي له يوې نسخې او (مناقب غوث الاعظم) له بلې نسخې را نقل شوې وي. بله دا چې په (التحفة القادرية) کې چې کوم ليکدود کارول شوی، هغه په (مناقب غوث الاعظم) کې په اوسني ليکدود اوښتی دی.

– د کتاب دوهم باب عنوان په (التحفة القادرية) کې راغلی (الباب الثاني في نعت رسول صلی الله علیه وسلم[21])، خو په (مناقب غوث الاعظم) کې بيا هيڅ عنوان نشته او بيتونه مستقيم پيل شوي دي[22].

– په (التحفة القادرية) کې راغلي: (الباب الثالث في مناقب خلفاء الراشدين)، خو په (مناقب غوث الاعظم) کې د عنوان په اخر کې د (اجمالا) کلمه زياته شوې ده.

– (التحفة القادریة) اثر له (مناقب غوث الاعظم) نه بشپړ دی، ځکه په لومړي کې زيات بيتونه راغلي، خو په دوهم کې نشته، لکه دا چې: (په التحفة القادرية) کې له دې بيت وروسته:

چه احمدبادشاه د دين وي              خود تازه به رکن الدين وي

لس نور بيتونه راغلي او ورپسې د (مقدمة الکتاب) تر سرليک لاندې ۱۲ مخه په دري ژبه نثري ليکنه راغلې ده او بيا څلورم باب پيل شوی دی، خو په (مناقب غوث الاعظم) کې تر ياد شوي بيت وروسته، څلورم باب شروع شوی دی[23].

– دغه ډول ستونزه د همدې باب په وروستۍ برخه کې هم شته، مطلب دا چې په (التحفة القادرية) کې له دې بيت وروسته

سرتر پا چه دا بیان                د لوی پير علو شان دی

په عربي ژبه څو بيتونه راغلي او ورپسې په دري ژبه يوه ليکنه راغلې ده[24]، خو په (مناقب غوث الاعظم) کې دا بيتونه نه ليدل کېږي[25].

– په (التحفة القادرية) کې پنځم باب داسې راغلی: (الباب الخامس په تولد شاهي کيلان)، خو په (مناقب غوث الاعظم) کې راغلي: (الباب الخامس في تولده رضی الله عنه[26]).

په دې باب کې په (التحفة القادرية) کې څنګزن عنوانونه په (المنقبة الثالثة، الرابعة….) ياد شوي، خو په (مناقب غوث الاعظم) کې په (الحکاية الثالثة، الرابعة…..)

  • په (التحفة القاردية) کې راغلي: الباب السادس في هیئته و صورته[27])، خو په (مناقب غوث الاعظم) کې دا باب اتم ښودل شوی: (الباب الثامن في هیئته و صورته قدس سره[28]).

د دې باب د منقبتونو عنوانونه په (مناقب غوث الاعظم) کې د (تحفة القادرية) په پرتله اوږده يا تفصيلي راغلي دي.

  • په (التحفة القادرية) کې راغلي: (الباب السابع في البسته الفاخرة[29])، خو په (مناقب غوث الاعظم) کې دا باب نه، منقبت دی: (المنقبة في لباسه الفاخرة [30]).
  • په (التحفة القادرية) کې راغلي: (الباب الثامن في معاشه [31])، خو په (مناقب غوث الاعظم) کې دا باب شمېره نه لري او ليکل شوي: (الباب في مناقب معاشه[32]).
  • په (التحفة القادرية) کې راغلي: (الباب التاسع في خلقه و عادته و اعطائيه الجزيل و د عوته). په (مناقب غوث الاعظم) کې هم همدغه عنوان راغلی دی[33].
  • په (التحفة القادرية) کې راغلي: (الباب العاشر في عبادته و ریاضاته الشاقة و استقامة و علوي[34])، خو په (مناقب غوث الاعظم) کې راغلي: (الباب العاشر في عباداته و ریاضاته الشاقة و استقامته و علو استعداده قدس سره[35])

د دې باب مناقب په (مناقب غوث الاعظم) کې بشپړ او تفصيلي راغلي، خو (التحفة القادرية) کې يواځې د منقبت شمېره ده.

  • په (التحفة القادرية) کې راغلي: (الباب الحادي عشر فی امامته[36])، خو په (مناقب غوث الاعظم) کې راغلي: ((الباب الحادي عشر فی امامته السند الاولی بشارت النبي[37]).
  • په (التحفة القادرية) کې راغلي: (الباب الثاني عشر في شرف ارادته و شفقته علی المریدين[38])، خو په (مناقب غوث الاعظم) کې راغلي: الباب الثاني عشر في شرف ارادته و شفقته علی المریدين و نصرته بهم[39]).

په (التحفة القادرية) اثر کې چې کومې نثري ليکنې د کتاب په منځ کې دي، په (مناقب غوث الاعظم) کې په وروستيو مخونو کې رانقل شوې دي او د کتاب مهتمم يادونه کړې، چې دا د کتاب په منځ کې وې، خو دوی اخر کې راوستې.

  • د دواړو آثارو وروستي بيتونه يو شان نه دي، کله چې دا بيت:

پير ځما عبدالقادر دی               القادر عبدالقادر دی

په دواړو آثارو کې راغلی، نو په (التحفة القادرية) کې تر دې وروسته درې بيتونه راغلي او کتاب ختم شوی، خو په (مناقب غوث الاعظم) کې تر ياد شوي بيت وروسته، له پورته درېيو بيتونو پرته  يواته بيتيز د (ربنا) په قافيې سره راغلی دی.

يادښت:

په “شاهنامه احمدشاه ابدالى” کې چې حافظ ليکلې او د مشتاق احمد مشتاق له خوا ترتيب او تدوين شوې او بيا د پښتو اکيډمي د پېښور يونيورسټي له خوا په ١٩٦٥م کال په ٢١٦ مخونو کې په پېښور کې چاپ شوې ده، په دې اثر کې د (التحفة القادرية يا مناقب غوث الاعظم) د کتاب هغه برخه چې د احمدشاه ابدالي په ستاينه کې يې ويلې، رانقل شوې ده. د دې شهنامې په وروستيو مخونو (٢١١-  ٢١٦) کې همدا ستاينه اضافه شوې ده. دا چې ولې دا کار شوى، په دې اړه د پېښور يونيورسټي د پښتو اکيډمي د وخت  (١٩٦٥م) ډايرکټر مولانا عبدالقادر ليکي:

“موږ له سمدستي يو خيال دا راغى چې راشه د احمدشاه ابدالي د مناقبو د مصنف رکن الدين ابن منير دا نظم په طور د ضميمې شاهنامې سره يوځاى کړه، نو يو خو دا نظم د مناقبو په ځاى د شاهنامې سره زيات جوړښت ولري او بله به يې دا فايده وي چې د مناقبو د منځ نه به راوويستى شي. د مناقبو په لړ کې دا نظم هېڅ کله نه شو ځليد…. او جوړ يې هم نه خوړ، نو ځکه لوستونکو ته په دې شکل کې وړاندې کېږي.[40]

پايله:

په دې څېړنه کې معلومه شوه چې (مناقب غوث الاعظم) او (التحفة القادرية) د مولانا رکن الدين يو اثر دی، نه دوه آثاره، خو بېلابېلې نسخې لري، چې يوه نسخه يې په پېښور کې پيدا او په ۱۹۹۳م کال په پېښور کې د احسان الله خان دانش له خوا چاپ شوې او بله نسخه يې په ايرلنډ هېواد کې موندل شوې او د ډاکټر سنان ايلخان له خوا په ۲۰۱۶م کال چاپ شوې ده. له همدې امله، د دواړو نسخونو د بابونو او څنګزنو عنوانونو او هم د بيتونو په شکلي برخه کې لږ لږ بدلون ليدل کېږي. بله دا چې، ښايي د دې اثر نورې نسخې هم موجودې وي، ځکه ويل کېږي چې يوه بله نسخه يې د بلوچستان په کوټه ښار کې له حمدالله صحاف سره هم شته.

د دې اثر منځپانګه د پښتو عرفاني ادب لپاره بډايه زېرمه ده، چې څېړونکو او د تصوف د لارې پيروانو لپاره ګټورې او د کار خبرې لري.

وړانديزونه:

  • 1) دا چې د کتاب ليکوال پېژندنه او معرفي ډېره عامه نه ده، نو وړانديز کوم، چې د هغه د ژوند او آثارو په اړه دې د علومو اکاډمي او يا هم د پوهنتونونو د ماسترۍ دورې محصلين ورباندې علمي – تحقيقي رسالې وليکي.
  • 2) که د مولانا رکن الدين پېژندنه په آريانا دايرة المعارف کې شامله شي، د هغه حق به ادا شوی وي.

مأخذونه:

[1] زلمی هېوادمل، فرهنګ زبان و ادبياتو پښتو، لومړی ټوک، رياست تاليف و ترجمه وزارت تعليم و تربيه، کابل، ۱۳۵۶هـ ش کال، ۱۹۷ مخ.

[2] احسان الله خان دانش، د حضرت مولانا رکن الدين قادري فاضلي عليه الرحمة و الغفران د تاريخهائی پیدايش او وصال په حقله بحث (ضميمه ۱۳)، مناقب غوث الاعظم، مولانا سيد رکن الدين قادري فاضلي، مهتمم: احسان الله خان دانش قادري فاضلي، خپروونکی: محکمه ثقافت حکومت صوبه سرحد پشاور، پاکستان، بېلا بېل مخونه.

[3] التحفة القادرية، ۱۰۵ مخ.

[4] تاند وېبباڼه http://www.taand.com/archives/86737

[5] عبدالله پيکار، د پښتو ژبې لرغونې شعري ټولګه التحفة القادریه وموندل شوه (مقاله)، لومړيتوب وېبپاڼه (http://lomritob.com/).

[6] ډاکټر سنان ايلخان، په التحفة القادرية اثر باندې سريزه، ليکوال: ابن منير، د چاپ زيار: ډاکټر سنان ايلخان، کابل، هلپ سټيډ مطبعه، ۱۳۹۶هـ ش کال.

[7] التحفة القادرية، ۱۲ مخ.

[8] التحفة القادرية، ٧٠٨ مخ.

[9] التحفة القادرية، ٧١٢ مخ.

[10] التحفة القادرية، ۸۴ مخ.

[11] التحفة القادرية، ۴۱ مخ.

[12] التحفة القادرية، ۱۱ مخ.

[13] التحفة القادرية، ۱۴ مخ.

[14] التحفة القادرية، ۲۲ مخ.

[15] التحفة القادرية، ۳۶ مخ.

[16] التحفة القادرية، ۳۱ مخ.

[17] التحفة القادرية، ۱۳ مخ.

[18] التحفة القادرية، ۷۲ مخ.

[19] التحفة القادرية، ۷۱۹ مخ.

[20] حافظ مرغزي، احمدشاهي شهنامه، پېژندنه او تعليقات: علامه اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد، علامه رشاد اکاډمي، ۱۳۸۷هـ ش کال، کندهار، ۲۵- ۲۷ مخونه.

[21] التحفة القادرية، ۱۸ مخ.

[22] مولانا سيد رکن الدين قادري فاضلي، مناقب غوث الاعظم، مهتمم: احسان الله خان دانش قادري فاضلي، خپروونکی: محکمه ثقافت حکومت صوبه سرحد پشاور، پاکستان، ۱۱مخ.

[23] مناقب غوث الاعظم، ۶۶ مخ.

[24] التحفة القادرية، ۱۳۹ مخ

[25] مناقب غوث الاعظم، ۸۰ مخ.

[26] مناقب غوث الاعظم، ۸۱ مخ.

[27] التحفة القادرية، ۱۷۱ مخ.

[28] مناقب غوث الاعظم، ۹۶ مخ.

[29] التحفة القادرية، ۱۸۶ مخ.

[30] مناقب غوث الاعظم، ۱۰۶ مخ.

[31] التحفة القادرية، ۲۰۶ مخ.

[32] مناقب غوث الاعظم، ۱۱۹ مخ.

[33] مناقب غوث الاعظم، ۱۳۶ مخ.

[34] التحفة القادرية، ۴۲۲ مخ.

[35] مناقب غوث الاعظم، ۲۶۵ مخ.

[36] التحفة القادرية، ۴۹۵ مخ.

[37] مناقب غوث الاعظم، ۳۱۳ مخ.

[38] التحفة القادرية، ۵۶۱ مخ.

[39] مناقب غوث الاعظم، ۳۶۲ مخ.

[40] مولانا عبدالقادر، د حافظ (شاهنامه احمدشاه ابدالي)، ترتيب او تدوين: مشتاق احمد مشتاق، پښتو اکيډيمي، پېښور يونيورسټي، پېښور، ١٩٦٥م کال، ٢٠٨ مخ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *