Categories

اجرائيه رئيس د پاکستان له یوشمېر خبریالانو سره ولیدل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، کابل ته د راغلي پاکستاني خبریالانو له ډلې سره ولیدل.

په دې ناسته کې چې نن غرمه په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، اجرائيه رئيس کابل ته د هغوی د سفر هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو د اړیکو، له ترهګرۍ سره په مبارزې، د افغانستان او سیمې په وروستیو تحولاتو او ګډو ګواښونو خبرې وکړې.

اجرائيه رئيس همدار راز وویل، چې له پاکستان سره یې په اړیکو کې تل نیک نیت ښودلی او ویې ویل، دوی اوس هم چمتو دي چې د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي ولري. هغه ترهګرۍ د ټولو هېوادونو او سیمې په زیان وبلله.

اجرائيه رئيس همدا راز په سیمه کې په شته اقتصادي فرصتونو هم رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ، د سیمې هېوادونه دې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتینې مبارزه و کړي او په سیمه کې دې له شته اقتصادي فرصتونو څخه ګټه واخلي.

اجرائيه رئيس دغه راز د پاکستان د خبریالانو پوښتنو ته هم ځوابونه وویل.

1 comment

  1. انجنیر عبدالباسط Reply

    دا لیکنه دی درسته نده کړی عنوان کی به دی لیکلی وای چه اجراییه ریس په پاکستان کی خبریالان سره انځور واخست

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *