Categories

دوکه او شاعر/ نقيب احمد عزيزي

په ټولنه کې د شاعر په باب ذهني کړکېچ او د دې کړکېچ په وسيله عيارېدونکې اړيکې پېچلې موضوع ده. يونانيانو شاعر د مافوق الطبيعي ځواک په ولکه کې داسې ګير ليد چې ګواکې شيطان يې ورته زده کوي او ښه شاعر هغه دی چې شيطان يې ښځينه وي. افلاطون د کاپي په کاپي کولو پړ باله او له خپلې مدينه فاضلې يې په شړلو خوشاله و. سياستوالو پر شاعرانو هغه وخت احسان کاوه چې د دوی تمايلات يې د الفاظو په اتڼ کې ښکلی توجيه کولای شوای. زموږ په ادبي حوزه کې د فلسفي شاعر اصطلاح ډېری جمالياتي شاعران د سفسطې ګرداب ته پورې وهل، هغه څه يې وويل چې پرې و هم نه پوهېدل. له مړو شاعرانو سره هم موږ خپل برداشتونه داسې تړلي لکه کټ مټ د هغوی په ذهن و زړه کې چې ننوتلي يو، په پښتو ادبياتو کې د تصوفي تمايل کره‌کتنه د حميد بابا د خط و خال شاعري ټوله خدايي تجلا معرفي کول غواړي.

د سيف الدولة الحمداني طلايي سيکې او دينارونه د متنبي پر شعر بې‌اغېزې نه وو. متنبي د سيف الدولة په دواړو څنګونو کې ګڼ روان کسان د الوتي عقاب له وزر وهلو سره ورته بلل، خو څه فکر کوئ دغه تشبيهي بيان به د متنبي د ذاتياتو په غره کې د خيال د سرشارې شپېلۍ او نغمه‌زاره عاطفې نوا وي چې يو «ځان ته ژمن شاعر» يې موندلای شي؟ ځواب منفي دی.

لوی شاعران هغه دي چې د ځان په خوا يې مزل کړی وي، له ځانه يې خبرې کړې وي. دا منطقي هم نه ده چې يو څوک دې د ځان په نسبت د بل له ليدلوري ښه وليدای شي، حتی پښې هم خپل بوټونه پېژني. له ځينو سره وېره وي چې که شاعري ځان ته وکړي، ټولنې ته به څه وړاندې کوي؟ خو شايد دوی خبر نه وي چې هره ځان ته شوې شاعري، تر کېدو وروسته د ټولنې مال ګرځي. د هنرونو غني کول هم په علم کې د اختراع او کشف په شان ده، لومړی فردي وي، وروسته ټولنيزه پديده شي. هر څوک د خپلې برخې شيدې په همدې وياله کې چپه کوي او د شيدو لښتی بهانده کېږي.

فرض کړئ د نړۍ لومړنی شاعر پر يوه غونډۍ ولاړ دی، شا و خوا ګوري، کاينات ويني، په طبعيت کې لاهو دی او… شعر زمزمه کوي، پوښتنه دا ده چې شعر يې له کومه کړ؟ که شعر د ذوقونو د تقليد زوی وای، په نړۍ کې يې د پيدايښت امکان نه و. ده د کوم اغېز له مخې شعر ووايه؟

د شاعر او متشاعر ټکي همدلته جوتېږي. په عربي کې د تفاعل په وزن صيغې د مفهوم له مخې د تظاهر بڼه لري، پخپله تظاهر کلمه هم ځان له خپل اصليته د خلاف څرګندولو د کوښښ په معنا ده. تشاعر او شاعري دوه بېل مفاهيم دي، شاعري په خلاقيت، ابتداع، ابتکار او شهکارۍ ولاړه ده،  خو تشاعر لکه تمارض ځان لاسي لکه شاعر داسې نيولو ته وايي. د تشاعر انګېزې او اهداف بهرني وي، دروني نه وي.

کومه شاعري چې شاعر پخپله قانع نه کړي، لوستونکی هم نه‌شي قانع کولای. موږ تر اوسه د غزل هغه تعريف د ادبياتو مومن به بولو چې د بيتونو شمېرې يې مشخص وي، خو دې ته نه ګورو چې کوم بيت له زړه وايو او کوم له زوره؟ که يو ځل منو چې د غزل هر بيت دې خپله معنا ولري، بيا د بيتونو تعدد ولې؟ ځينې بيتونه لکه لنډۍ د سلامت غزل ځواب وايي.

له شاعر سره د لوستونکيو او بلکې ټولنې د دوکې فکټورونه ګڼ دي، که شاعر ذاتي سرچينې ته مراجعه و نه کړي، تشويق او تنقيص يې دواړه د شاعري له قبلې د هزلياتو ترکستان ته په مخه کولای شي. دا د شاعر په دقت پورې تړلې ده چې څومره ژر ژر سرابونه له اوبو جلا کړای شي.

شاعر که جاج د خپلې شاعرۍ اخلي بايده ده

چې ځير شي چې زه څه غواړم، زما غزل څه وايي؟

هغه ځوانان چې نابشپړ بيتونه نه لري، ټول په دې ناروغي اخته دي چې يوه «آمد» بيت ته ځان د «آورد» بیتونو په پېريانو ګنده کړي، ځکه دی بايد د غزل د بيتونو ليميټ پوره کړي. زه فکر کوم چې دغه چاره د رحمان بابا په دوران کې هم وه او يا پخپله رحمان بابا ورباندې اخته و، د ده په نظر که په غزل کې دوه بيته هم انتخاب  شي «خوند وکړي»، کافي ده او نور بې‌خونده بيتونه شاعر ته ور معاف دي. شاعر که يې اووه اته بيتونه لکه ناچله نوټونه په غدر هم درباندې تېر کړو، پروا نه لري. دا پر سالمو ذوقونو ظلم دی چې د ګل له ګوزار سره يې په اغزيو هم وهې. دا چې يو ذوق معيار نه دی، شاعر ته په کار ده چې د رواجي تعريف په دوکه لاسي بيتونه سره پينه نه کړي، شعر هماغه دی چې وليکل شو، نه هغه چې ليکل يې وغوښتل شول.

پر شاعر د هغه ماحول اغېز طبيعي دی چې د ده شعر پکې وړاندې کېږي يا دی نور لولي، له شاعر سره دغه سوچ پيدا کېدل ضرور دي چې د ده شاعرانه طبعه د کوم او څه ډول ماحول محصول ده؟ په دې رابطه کې د ده ذاتي ونډه څومره ده، دی فعال دی که منفعل؟

که انسان د انسان له شاعرانه تقليد او شاعرانه نړۍ‌ليده کورټ بند هم کړو، له طبعيت سره يې رابطه نه شلېدونکې ده. انسان د طبعيت د ځينو کړنو ټکر او تقليد دواړو ته اړ دی، خو د طبعيت په تقليد کې دوه مثبت ټکي دي، يو دا چې طبعيت د حال ژبه ده، که يې شاعر قال ته واړوي، مهارت دی، د انسان د تقليد، توارد او سرقت يا پليجریزم ټاپه نه‌شو پرې وهلای. دويم دا چې شاعر طبعيت د کيمرې په څېر نه کاپي کوي، خپل درون ورسره ملګری کوي او بيا يې وړاندې کوي، يعنې شاعر دې د انسان د پنځونو پر ځای طبعيت د هنر مرجع وګرځوي. طبعيت شاعر دی، د «غره خټک» دې د «خوشال بابا» په ځای له ده سره څو ورځې کښېني.

ټولنه فرد دوکه کوي، بندي کوي يې او ان هغسې يې کوي چې نه دی. د ټولنې لاشعوري اغېز ډېر کله زموږ هغه څه پټ کړي وي چې لرو يې او کله يې بيا د هغه څه په کولو اړ ايستلي يو چې اصلاً هغه زموږ کار نه دی. موږ پردۍ تقاضا له خپله کاره ايستلای شي.

کمزوري شاعران يا ښه ده ووايو متشاعران په ټولنه پسې ځي او د کلمې په اصلي معنا شاعران د ټولنې د ادبي کاروان رهبران وي، هنر او ادبياتو ته لوری ورکوي. د لويو شاعرانو يو کمال دا هم دی چې تر شا کسان بشپړ خپلو پېښو ته هم نه پرېږدي. لوی شاعران داسې شاعري کوي چې څوک يې اسانه او يا بېخي نه‌شي ترې غلا کولای، که يې هڅه هم وکړي پکې مدغم به شي، «يو څوک» به نه‌شي، «لکه يو څوک» به شي.

د کويټې د يوه شاعر په هکله مې اورېدلي چې يو بل چا په لوی لاس د يوې توطيې له مخې د نثر ليکلو ته تشويق کړ، کله چې تشويق شوي شاعر نثر ته لاس واچاوه، ده يې سبک ترې غصب کړ او د خپلې شاعرۍ بنسټ يې پرې کېښود.که هغه شاعر د ځان ژمنتيا پاللې وای، تر شاعري نه تېرېده او دغه ټوکه نه ورسره کېده.

په «تاته دې در پاتې وي» شعري ټولګه کې يو بيت داسې دی؛

مينه چې پېغله شي له يار ځنې مچکې واخلي

د تړون مينه ده ماشومه، يار په ژبه څټي

د دغه رندانه بيت شاعر اخېر د ټولنې د تمايل جبر او دوکې له عاطفې او ظرافت سره د خدای پاماني په غم واړاوه، ان بيا دغې سطحې ته را کښته شو؛

بيارغونه که همدومره وي نو

دا څو پولچکه دې ستا سر وخوري

داسې ښکاري چې په پيل کې د هر شاعر ذهن د ټولنې مستعمره وي، دغه استقلال اخيستل يو څه وخت غواړي او هغوی لوی شي چې د خپل ازادۍ د بري توغ راوړي.

په فيسبوک کې پر شاعر د لايک، شېير، کمينټ او های و هوی هلهله همدومره اغېزناکه ده چې ذهن يې تر استعمار لاندې شي او بيا چې څه وايي، يوازې خوله د ده وي. دغسې شاعران لکه د مظاهرې لاوډسپېکران هر څوک خپله چيغه ترې را ایستلای شي.

عام ذهنيت ټيټ دی چې مني د سامېري سخوندر

لاس چې د فرعون ږيرې ته اچوي، موسا منم

استاد پسرلی

که په فيسبوک کې د عام ذهنيت د سطحې کره‌کتنه اصولي وای، دغې وسيلې به د يوويشتمې پېړۍ هنر د عروج اسمان ته رسولی و. فيسبوک لکه خراب توپک کله کله سړی ځان ورباندې وولي، شاعر فکر کوي چې شعر به يې تېز او ډېر خپور شي، خو دغه خپرېدا او دروغجن فيډبک ورو ورو د ده د جوهري شاعرۍ ټغر ورټول کړي او په داسې عارضي حالت کې يې پرېږدي چې بيا لکه خيدک شوې شيدې خپل اصل ته هم نه‌شي ستنېدای. د زرکې د تګ په هوس کې د کارغه په ربړه واوړي.

زه يو شاعر پېژنم يو وخت يوه مشهور فيسبوکي پوسټ ورته وکړ چې ته په شعر کې ډېره ښه انځورګري کوې، که څوک ستا هر بيت پر تخته انځور کړي، يوه جالبه تابلو به وي. اوس هغه لګيا دی په هر بيت کې يوازې تصويرونه اخلي او بس.

تاسې به هم حتمي ليدلي وي، په فيسبوک کې ځينې کسان د «ذوق په تبادله» اخته دي. يو د بل ستاينه يې پر غاړه د فريضې په شکل اوښتې ده. دغه ډول ستاينې د شاعر د اړيکو په محدوده کې هغه پېښې دي چې که يې مخکې د ده شعر عامل و، نن يې محصول دی. دغه ډول شاعري د دوی خپله نه وي، بلکې ليکلې دوی وي.

رحمان بابا وايي؛

څه خو مينې د محمود و ته نظر کړه

چې غلام کړ خپلې مينې د غلام

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *