Categories

حیا (لنډه کیسه) لیکواله: حسينه عارف

بېوسي او بېچارګي یې له ورایه په سترګو کې ښکارېده. د اندېښنې او نهیلۍ نظر یې غړاوه. دلاسونو چاودې، د تندي ګونځې او د پښو وړې اوپرو چپلکو یې دژوند ټوله کیسه کوله.  سیوري ته ناست بوډا د مني درژېدلو پاڼو په څېر زېړ، وچ او دنورو ترپښو لاندې تړکېده.  یولاس یې خولې ته څادر، بل یې د جېب نه ګونځې کاغذ راوایست، اوبلنو سترګو یې کاغذ ته اشاره وکړه  پوه یې کړم  ماهم ورته ولوست. د ډاکټر دنوبت مې ورته وویل ،  نړۍ یې  دخولې شوې ښیښې ترشا ننداره کوله، هرڅه ورته تت او پیکه ښکارېدل. خواته یې ورغلم، ماویل: کاکا ناروغ یې؟

ویل: نه لورې لور مې ناروغه ده، خو خواو شا یې لور نه لیدل کېده. ګومان مې وکړ، حتمن به لرې ناسته وي، چې نوبت يې راورسېد، رابه يې ولي. دې کې یوه مېرمن او مېړه  کلینیک ته راغلل. نجلۍ د سړي لاس نیولی و. دخندا نه ډک خوله یې وپوښتل ډاکټرصېب شته؟

بوډاپه یوه سترګه ورکتل  دنظره یې وپوهېدم دمېرمنې چلند چندان خوند ورنکړ ځان سره یې په ټیټ غږ غومبېده  نن سبا خلک  بې حیا  شول،ماته په زیره وکتل   زموږ ښځې دمېړه نوم نه اخلي او نه  يې د نورو تر مخ سره ویني، همدې کې مې ورته وویل: لور دې چېرته ده؟ ویل يې؛ هغه کور کې ده. دې خبرې سره حیرانه شوم. لور درملنه کوي؛ خو لور یې کور کې ده. ما ویل: کاکا، ولې دې لور رانه وسته. ویل يې؛ لور مې پېغله ده دکور اوکلي له شرمه یې ډاکټرته نشم راوستى او اوس د راتګ هم نه ده .ما ویل هغه څنګه؟ ویل يې لور مې د نن نه څو کاله وړاندې تبې کېدلې، ما لرې ولایت کې مزدوري کوله، مېرمن مې وروڼو سره اوسېدله، د حیا او شرمه د لېورونو مخې ته نشوه ورتلی، لور مې پېغله  وه، له کور نه يې وتل شرم وو، چې او ډاکټر ته یې بېول عیب وو. تبو کې یې ورځې شپې تېرېدې، محرقه يې وه، چې څه موده وروسته يې تبه ختمه شوه، ګوزڼ ووهله. اوس یې د لاسونو ګوتې،پښې او ژبه کار نه کوي. په کټ پرته ده، زوی مې واده وکړ، لاړ، د کور کار  او هرڅه  زموږ په غاړه دي. اوس ډاکټر ته راغلې یم، چې درمل راکړي او لورمې بېرته ښه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *