Categories

اعلان

Loading…

د انسان د هویت د فوري معلومولو نرمکالی

تاند- د امریکا په کولمبیا پوهنتون کې ساینسپوهانو یو نوی سافټوېر یا نرمکالی جوړ کړی چې په وسیله یې د انسانانو هویت د هغوی د ډي این اې (DNA) له لارې په څو دقیقو کې معلومېږي.

دا سیستم په ګڼو نورو برخو کې هم په درد خوري؛ مثلاً په طب، جرم پېژندنه یا کرمینالوژۍ، لرغونپېژندنه او نور…

څېړونکي وايي، په دې نرمکالي سرطاني حجرې په دقیق ډول څېړل کېدای شي او د دې خطرناکې ناروغۍ له درملنې سره زیاته مرسته کولی شي.

دا نرمکالی د (MinION) په نوم پر یوې وسیلې اېښودل کېږي او بیا ډي این اې د خورا کوچنیو سورو له لارې تحیلل کېږي. دا نرمکالی د ډي این اې د تورو په شننې او څېړنې د هغه (ډي این اې) د خاوند هویت معلومي.

څېړونکي وايي، دا سیستم د ویروسونو او باکتریاوو د مطالعې لپاره هم په کارېږي، خو تراوسه پورې په دې برخو کې ډېر دقیق کار نه کوي.

دا سیستم د نیویارک د جینیم (genome center) په مرکز کې وازمویل شو او نتیجه یې ښه وبلل شوه.

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *