Categories

اعلان

Loading…

اورپايي رياليست رومان./ ژباړن: عزيز احمد تسل

د ريالېزم(رښتينولۍ)ګړنه د ۱۹پيړۍ له نيمايي څخه په اورپاکې رواج شوه، چې موخه يې په منثور و داستاني ادبياتو کې نوښت او پرمختګ و.

په (۱۸۳۰)م کې روښانه شوه چې د ادبياتو دغه ستر مکتب ريالېزم ،درومانتيزم پرخلاف  نه دی را ټوکېدلی،بلکې يواځې ځيني مبلغ او رښتيني  قلموال، دريالستي اثارو دشننې لپاره د رومانتستانو له ډلې سره يو ځای شول.

همدغه نقادان دومره وتوانېدل چې د ريالېزم (رښتنوالي) ګړنې ته ټاکلې مانا ومومي،له دغې اصطلاح نه مالوميږي چې منثور داستاني ادبيات ټول دريالېزم تر اغېز لاندې راغلي وو. مانا دا چې د ټولنې د نارواو نه پرده پورته کيدل،د خوار او غريب د ستونزو پر واندې غږ کول د رياليزم له برخو څخه و.

اوس هم ګرانه ده چې ديوه ساده اومنل  شوي فارمول له مخې ريالېزم له منثورو داستاني ادبياتوڅخه پرته  مطالعه کړو.

په منثورو ريالستيکي اثاروکې دفرانسې،المان،اواټاليا رومانونه مشهوردی،خو د (انلګوساکسون) په فرهنګ کې چې کوم  ريالستيکي اثار نوي غوړېدلي و، له نورو نه  په توپيرکې وو.

بل پلو اروپايي  رياليستان  هم د ريالېزم (رښتنولۍ) ټولو اوصولوته ژمن نه وو،دوی تر پايه  په دې هم ونه توانيدل چې د ليکوالوداسې يوه ډله جوړه کړي،چې دغه مکتب ته ځانګړی کار وکړي،او  د رياليزم د غه تحريک ته  د ټاکل شوو  احکامو څخه پيره وي وکړي.

که اوس  پخواني ريالېستي  اثار وګورو،نو ويلی شو چې اروپايي  ريالستانو په ټوليزه توګه څو ځانګړې  موخې درلودې .چې په انګلستان او امريکا کې  يې ځينو برخو له نورو سره توپير درلود.

ددې توپېرلويه وجه داوه چې دفرانسې ريالېستانو د سياسي اوټولنيزو لويو بدلونوسره مينه درلوده، خو امريکايي او اورپايي ريالېستانو داکار نه کاوه . چې  په (۱۹) پيړۍ کې د رومان ليکونکي  بلزاک  دا ځانګړنه مالومه شوه چې امريکا او انګلستان  د ريالزم بنسټګردي .

په (۱۸۳۰) م کال کې مشهور اورپايي ليکوال ((استاندال)) په ۴۷ کلنۍ کې د (سور اوتور) شهکار رومان وليکلو،دغه ليکوال تردې وړاندې په (۱۸۲۲)کې د(پاريس ليکونه) په نامه دسياسي مقالو يوه کړۍ  هم در لوده، چې دلندن په ځينوورځپاڼو کې په پرله پسې توګه دغه مقالې خپرېدلې ،نو له همدې وجې ويلی شو چې  استاندال په ټول ژوند کې  له ذ هني جګړه مارۍ سره مخ شوي و .

(سوراوتور) رومان دفرانسې له پېښو لږمخکې ليکل شوی و، چې ددې هيواد د اوسنيوحالاتو انځوردی،په رومان کې داهم راغلي چې په فرانسه کې دزړو اشرافو د اړه دوړ له امله دپرمختګونو نوي بوټي را و ټوکېدل،په تېره بيا دتهديدو نوترڅنګ دديني پر مختګو نو بيا  لا سته راتګ هم لويه خبره وه.

د رومان يوه برخه دا هم وه ،چې ځينو لوستوځوانانو په نه امکاناتو د سولې راو ستلو هڅې کولې ،چې په  رومان کې د(ژولين سورل) په توګه انځورشوي

.ددې رومان ترليکوال وروسته  بلزاک چې تر استاندال ځوان و پر رومان ليکلو پيل وکړچې د ليکنو ځينې برخې يې داستاندال له هغې سره ورته وې .په تېره بيا د لوړ خياله اوښارميشتي ځوان  هغه برخه چې  پلا زمېنې ته يې  د راتګ کلک هوډ يې کړی وي .

په يوبل رومان کې يې د (اوژون راستينتاک) شخصيت هم داستاندال ليکنو ته ورته دی ،بلزاک تراستاندال ډېراو د بېلا بېلوموخولپاره رومانونه ليکل دي. نوموړي په لومړيوکې داسې انګېرله چې داستانو نه  به يې دفرانسې دمعاصرې  زمانې بشپړ تاريخ بيان کړي؛ چې همداس و شول، او دفرانسې داوسنيو پېښوداسې رومان يې وليکه چې تردې وړاندې چانه و ليکلی.

پرهمدې بنسټ د هغه وخت نېږدې ټولو کليوالو اوښارمېشتو ته د هر ډول کار مساو ي حقونه ورکړل شول.

همداډول  بلزاک په خپلو رومانو نو کې د نا پليون د وخت د سر تېرو پر وړاندې ستونزوته هم ګوته نيولې وه.

په رومان کې ځينې نورې ټولنيزې چارې لکه دوراثت قوانين،په ودونوکې بېځايه لګښت،ناوړه جنسي اړيکې، اودبې روزګارۍ مسلې هم ځای شوې وې .

تر بلزاک وروسته(ميل رابران) راوغوړېد،چې دفرانسې، دويمې امپراتورۍ ته په کتو سره يې ددې هېواد د ر ا تلو نکي لپاره شل بېلابېل رومانونه وليکل.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *