Categories

اعلان

Loading…

ولې پوهنتون کې له پرېزنټېشن ورکولو تېښته کوو؟

محمد امين علمي|

کابو دا نيمګړتيا په هر دوهم، درېيم زده کوونکي کې شته، ځوروي يې، جرئت نشي کولی، د بل هر کار په مخ کې يې خنډ وي او نه غواړي ورکړل شوی کار هغې ورځې ته چمتو کړي، پر وخت او له ځنډ پرته پرې کار وکړي، له دې سره سره چې دا کار په منظم ډول تر سره کړي او يا هم چمتووالی ورته ونيسي محصل په تېښته کې وي، له نورې مطالعې، کار کولو، ذهني فشار او ډول ډول کړاونو سره د ورځې په اوږدو کې مخ وي، همدا ورکړی کار يو ډول زړه خوړل او ټينشن ورته ګرځېدلی وي، کوم کار ته چې ور مخکې کېږي په زړه يې د هغه ورکړي کار غبار ولاړ وي او سیوری يې پرې چاپېر وي، کله کله د دې پر ځای چې موضوع وړاندې کړي او ځان تر ټاکلي ځايه ورسوي په ډېر زړه نازړه حالت او د کمترۍ په احساس هغه ځای ته ځان رسوي او يا هم په هغې ورځ د پرېزنټېشن له وړاندې کولو په تېښته کې وي او يا ترې پټېږي؛ خو نه دا چې پر ورکړل شوې موضوع کار وکړي او سم چمتووالی ورته ونيسي، ځورېږي چې ګواکې په دې ورځ به کوم ډول خبرې پیلوم، استاد او ملګري ټولګيوال به څه ډول احساس لري، که زه دا موضوع وړاندې کوم ملګري څه ډول وهڅوم څو راکړل شوې موضوع په سمه او کره توګه د ګډونوالو تر غوږونو ورسوم؟ دلته بايد کوم څه په نظر کې ونيسم څو ګډونوال پر خپلې موضوع ښه پوه کړای شم؟ د کمترۍ او لږ جرئت دا احساس له ډېر پخوا په خلکو کې شته او عام شوی دی.

محمد امين علمي

دا له هغې ورځې سره مستقيم تړاو لري له کومې ورځې مو چې مشران د هڅولو پر ځای د نورو په مخ کې ورټي او جوړې کړې خبرې مو په ستوني کې وچې او د تل لپاره په ستوني کې ونښلوي، زموږ وړې وړې د ماشومانه انداز خبرې هملته سر وخوري، کړی جرئت په ډېر لږ وخت کې د عمر تر وروستيو همداسې پر ځوړ راسره مل وي، بدبختانه دا هر څه مو په يو وار په اوبو لاهو کړل شي، خو دا ډول رټنې د انسان په ژوند او کړنو ډېر وخت جال خپور کړي، ممکن د ژوند تر وروستيو ورسره لاس او ګرېوان وي او نه غواړي په ټولګي يا هم کومه بله علمي غونډه کې خپل نظر ووايي، خپل نظر لا څه چې زده کړل شوي څه په ډېر ځنډ او خنډ تر نورو رسوي، خو په ډېر لږ شمېر کې کسان يې جبران کړي او د دې تشې د ورک کولو په تکل له هغې ورځې پېل وکړي او کوښښ کوي يو څه زده کړي، بيا زده کړي څه له نورو سره شريک او له مخالف نظر هم ځان خبر کړي، ورو ورو له دې ستر ناورين څخه راووځي.

د کلي، کور مشرانو او کشرانو ته ځانګړی وړانديز:

که څه هم ماشومان به دومره دقيق او نسبتاً ښه نظر نه لری، يا به پر روانې موضوع ښه وړانديز نشي وړاندې کولای، پکار داده چې يو ځل يې هتماً خبرې واورېدل شي، که بيا هم ستاسو سره وېره وي، چې ګواکې ماشومان به مو منطقي، د استدلال وړ او په ټوله کې په تله پوره خبرې ونه کړای شي، له هغې مخکې په کور دننه د خبرو کولو طرز، سليقه او کړنلارې ورته روښانه کړئ، هغه خبرې چې تاسو یا تاته په زړه پورې نه وي، مخکې له مخکې يې پرې پوه کړئ، چې ګواکې دا ډول او دېته ورته خبرې څوک نه خوښوي او د خبرو او انتقاد پرمهال دا ډول خبرې يو ډول عار ګڼل کېږي، پدې ډول خبرو ملګري، دوستان او د غونډې نور ګډونوال خپه کېدای شي؛ نو پرېږدئ چې ماشومان مو خبرې وکړي، يا دا او دېته ورته نورې خبرې ګډونوال خوښوي، د دې ټولو مواردو په نظر کې نيولو سره محصل او هر هغه څوک چې غواړي موضوع وړاندې کړي، هفوی ته پکار دي چې له پوره تمرين څخه کار واخلي او د ورځې په اوږدو کې ورکړل شوې موضوع له ځان سره څو څو ځلې ولولي، له ملګرو دوستانو اَن هېندارې ته د مخامخ ودرېږي خپله موضوع د وړاندې کړي، البته دا په هغه وخت کې امکان لري کله چې له پراخې مطالعې برخمن واست! استاد او بل هر پرېزنټېشن اخیستونکي ته پکار دي چې له پرېزينټر (د موضوع له وړاندې کوونکي سره) يا له هغه چا سره چې د کمترۍ او بې جرئتۍ احساس کوي نږدې ودرېږي او په ورکړل شوې موضوع کې ځان دخيل وګڼي او ورو، ورو محصل ته دا موقع په لاس ورکړي چې په اسانۍ خپلې موضوع ته را وړاندې شي او خپله تياره کړې موضوع ګډونوالو ته واوروي.

که څه هم ډېری زده کړيالان په ټولګي کې ډېر کله زړه نه ښه کوي چې د استاد پوښتنه ځواب کړي، دلته پکار داده چې د درس او تدريس پر مهال دې هغه زده کړيال نه اړ ايستل کېږي، چې نه غواړي پوښتنه ځواب کړي او جبراَ دې د زده کړيال د راپورته کولو هڅه نه کېږي، په زده کړيال کې د جرئت د احساس د راژوندي کولو لپاره د په ټولګي کې عمومي پوښتنه وکړل شي، طبعاً ټولګی له ډول ډول زده کړيالانو تشکيل شوی وي، په لومړيو کې د وار هغوی ته ورکړل شي چې په درس او موضوع ښه پوه شوي وي، ورپسې د يو په يو د خپلې خوښې يانې د محصل په خوښه د موضوع او درس تشريح کولو ته راوړاندې شي، سربېره پردې د د درس په دوران کې دا ډول پوښتنې تمرين او زده کړيالان د وپوښتل شي. د بېلګې په ډول؛ د نن ورځې پر موضوع او درس به څوک لنډې خبرې وکړي؟

د دې درس او موضوع په اړوند څوک نظر لري؟ په موضوع يا درس څوک پوه شول؟ د موضوع په اړوند لږ څه ووايئ! که څه هم نا سم وي! ورو ورو به هغه چا ته هم موقع په لاس ورشي، چې نه غواړي خپل نظر ووايي، د کمترۍ او بې جرئتي دا ډول احساس به د وخت په تېرېدو له يو درسي ساعت څخه بل درسي ساعت ته يا له يوې غونډې بلې غونډې ته په پوره ډول له منځه تللی وي، په پای کې به د خبرو کولو له جرئت څخه برخمن شي او بل هر ځای به خپل نظر ويلای شي.

52 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *