Categories

اعلان

Loading…

Search Results for: ټاګور

د ټاګور د درېيو شعرونو ژباړه/ ژباړن: ګل رحمن رحماني 

لېونتوب ته؛ اې ځوانه! راته ووايه چې سترګې دې ولې له لېونتوب ډکې دي؟ – په رښتيا زه هم نه پوهېږم  نه پوهېږم چې د کومو وحشي کوکنارو شيره مې څښلې  چې سترګې مې له لېونتوب ډکې دي. – هى افسوس – همداسې ده! ځينې عاقلان دي او يوه ډله لېونتوب لري ځينې محتاط دي…

97 total views, no views today

نور

ټاګور او ګاندي/ ګل رحمن رحماني

    رابندرانات ټاګور(١٨٦١-١٩٤١م) او مهاتماګاندي(١٨٦٩-١٩٤٨م) د هند پر هنرپاله او سمسوره  ځمکه پيدا شوي او ستر شوي دوه بېلابېل شخصيتونه دي، خو نوم او کارنامې يې نړيوال شهرت لري او په ترتيب سره د  ډېرو ادبيانو او سياست والو لپاره د الهام او پيروۍ سرچينې ګڼل کېږي.   سره ددې چې ټاګور د ګاندي او…

80 total views, 1 views today

نور

رابيندر نات ټاګور/ ژباړه او زياتونه: ذبيح الله رحيمزی

د هند په ځمکه ادبي، علمي او فلسفي مقام رابیندر نات ټاګور سره د نړۍ ادب پالان او مینه وال اشنايي لري. دې لوی خیرخوښونکی  د  خپلو لوړو ادبي تخليقاتو او ژورو علمي او   فلسفي شهکارو په مرسته د خپل فکر له مخې  نړیوال ځانته خیران کړي و او د نوبل د نړیوالې جایزې لومړنی ګټونکی دی. دا لوی هندي شاعر او لیکوال…

96 total views, no views today

نور

د ټاګور لقبونه او وياړونه/ ګل رحمن رحماني

    ټاګور ته  په خپل ژوند او له مرګ وروسته  ډېر  لقبونه او وياړونه ورکړل شوي دي چې نه يوازې د هغه خپلو هېوادوالو له زړه نه وربښلي، بلکې نړيوالو هم  د يوه مستحق ليکوال او عالم په توګه د ټاګور درناوى کړى دى.     د هغه تلينونه اوس هم په هند او له هند…

74 total views, no views today

نور

کابلي والا/ لیکوال: برنات ټاګور/ ژباړن: ګل رحمن رحماني

   يادونه: کابلي والا کيسه په پښتو ادب کې څو ژباړي لري چې بېلابېلو ليکوالو په بېلابېلو وختونو کې کړې دي. ما دا ټولې ولوستې  چې هره يوه يې په زړه پورې او اصلي متن ته په وفادارۍ سره شوې وه. خو دلته مې د درانه ژباړن حميدشجاع ژباړه غوره کړه.    نوموړي له دې…

96 total views, 1 views today

نور

د ټاګور د اثارو شمېر/ ګل رحمن رحماني

  سره ددې چې تر اوسه پورې په هند او له هند نه بهر د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ټاګور په اړه پراخې څېړنې شوې، خو تر اوسه پورې هم د ټاګور د ټولو اثارو يو کره او مستند ليکلړ نه دى وړاندې شوى، هر څېړونکي او ټاګور پېژندونکي د نوموړي په اړه…

69 total views, no views today

نور

ټاګور په پښتو ادب کې/ ګل رحمن رحماني

ټاګور د نړۍ له هغو ګوتو په شمېر شاعرانو، ليکوالو او مفکرينو دى چې د نړۍ په هره برخه کې په پراخه کچه  مينه وال لري او د مينه والو دا کچه يې د تاريخ په بېلابېلو دورو کې تر اوسه پورې نه يواځې چې ساتلې، بلکې مخ پر ډېرېدو ده. سره ددې چې نوموړي…

163 total views, 3 views today

نور

د ټاګور سفرونه/ ګل رحمن رحماني

   ټاګور د نړيوال فکر، پوهې او ليدلوري خاوند انسان دى، دا چې ده خپل فکر تر خپلې کلکتې او تاريخي وطن هندوستان پورې محدود نه کړ او د ټول بشريت او انسان په نوم يې تلپاتې بشري اثار وپنځول، نو ځکه  خو نړۍ هم د هغه دا احسان قبول کړ او غېږه يې ورته…

76 total views, no views today

نور