Categories

اعلان

Loading…

Search Results for: نعمان دوست

راز (لنډه کیسه)  لیکوال: محمد نعمان دوست

د کورونو مخې ته د زردالو یوه ونه مایله پورته شوې وه.دا ونه زموږ د ساعت تیرۍ لویه وسیله وه. کله به یې پر ډډ همداسې په منډه څو ګامه مخکې لاړو. کله به مو پکې لاسونه بند کړل او ټالونه به مو خوړل.  د دې ونې د ټیټو ښاخونو زردالو به تر پخیدو نه…

62 total views, no views today

نور

د یوې فاتحې یادښتونه | محمد نعمان دوست

ګرد چاپېره پر کټونو خلک ناست وو. نری شمال لګیده. شمال به کله شور جوړ کړ؛ لکه یو ګونګی چې غواړي کیسه وکړي؛ خپله خواري کوي؛ خو څوک پرې نپوهیږي. ښه ورته غوږ شوم، ایله مې سر خلاص شو. فکر کوم راته ویل یې: دا هماغه کابل کیمپ دی چې کله کابل کې تنظیمي انډوخر…

14 total views, 1 views today

نور

د کاکاخیل جانشین | محمد نعمان دوست

ور، پرانیستل شو او بیا د فزیکي جوړښت له مخې دوه متضادې څیرې راننوتې. یو د پوخ عمر څښتن، چاغ او په ونه ټیټ او بل نری، دنګ ځوان. د مشر څیره راته اشنا وبریښیده. د ذهن ارشیف کې مې لټون پیل کړ او بیا دې پایلې ته ورسیدم چې دا سړی مې د ټلویزیون…

8 total views, no views today

نور

قسمت | نعمان دوست

وړې نجلۍ د سړک تر غاړې کثافاتو کې لاس واهه. پلاستیکونه او کاغذونه یې ټولول . شاید د دې کار عاید ته یې وږې ګیډې په تمه وې. یو نا څاپه یې سپېرې شونډې موسکې شوې. لکه رژیدا ته جوړه غوټۍ چې ګل شي. داسې خوشاله شوه لکه څوک چې یې ځان سره د وریژو…

8 total views, no views today

نور

د افغانستان ټوټه)) محمد نعمان دوست

ژوند عجیبه ستیج دی. هر څوک راشي؛ لنډ تمثیل وکړي؛ یو څو مکالمې ووایي او بیا ځای نورو ته پریږدي. ځینې مکالمې داسې زورورې وي چې ذهنونو کې ځاله وکړي او چې کله هم د ویناوال نوم یاد شي نو مکالمه یې هم ور سره جوخته پر زړه را وګرځي. زه چې کله هم له…

9 total views, no views today

نور

د منګلو او مقبلو تقابل | محمد نعمان دوست

ابلیس څڼې غوړې کړي ابلیس له ډیرې خوشحالۍ ټوپونه وهي ابلیس د نوکانو جنګولو ساز سُر کړی او ابلیس… هلته دوه ټولی ځوانان یو بل ته ګوته په ماشه ولاړ دي هلته د اجل وریځې غوټه غوټه ګرځي او هلته… د دې امکان شته چې د ټوپک له شپیلۍ د مرګ قاصد په منډه ووځي…

9 total views, no views today

نور

د اوبو عاشقان | محمد نعمان دوست

کور مو د سړک تر غاړې و. یوه لنډه او کږه وږه کوڅه وه او بیا د انګړ ور. سخت خوند به یې راکاوه چې همدې لنډه کوڅه کې به پر بایسکل سپور تاو شوم، ور به مې په ټایر وواهه، خلاص به شو او بیا به همداسې سپور انګړ ته ننوتلم. د دروازې مخې…

4 total views, no views today

نور

د اعدام خاطره | محمد نعمان دوست

خلک ترهیدلي ولاړ وو. ټولو پاس دوه کسانو ته کتلې؛ خو هغوی لکه مرور چې وي او یا لکه خپل تیر اشتباهات چې ور یادیږي سرونه یې ځوړند نیولي وو او هیچا ته یې نه کتل. ښاریان نپوهیدل دا کوم نمایش دی او دې پسې وروسته به کومه ننداره وړاندې شي. زه هم د حیرانو…

13 total views, no views today

نور