Categories
TwitterFacebookPinterestGoogle+

اعلان

Loading…

۸

Search Results for: نجیب منلی

د اوښ پاچاهي | نجیب منلی

د ګيدړانو په ملک کې سخته قحطي راغله. هلته په نېږدې ځنګل کې ډول ډول واښه خواره او غوښې خواره حیوانات اوسېدل خو ګیدړانو ته اجازه نه وه چې ځنګل ته ورشي. دا چې ولې ګیدړان له ځنګله شړل شوي وو، هغه بېله کیسه ده. یو وخت به یې درته ووایم. (تفصیل)…

Read more

 کږې لارې | نجیب منلی

که د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه چټکه او بریالۍ وده له نېږدې وځیرو تر شا یې درې عمده عوامل لیدلای شو: ۱ – د ښکېلاکګر انګرېز له سیاستونو سره سم، پاکستان د خپل پیدایش له ورځې تر دې دمه خپل خیر د ګاونډي په شر کې لیدلی او په پاکستان کې یو څو چودهریانو خپله…

Read more

د بنګي غاړه مې شنه | نجیب منلی

د بنګي غاړه او د سپین غره لمن، هغه شنه او دا سپینه (یا هم خړه). د دواړو تر منځ د وصل ریښۍ د پښتو ادب ځلانده او تلپاتې څېره: استاد سعدالدین شپون. د ده په خپله وینا د ظاهر شاه د پاچاکېدو پر کال زېږېدلی دی. ظاهر شاه د ۱۳۱۲ په عقرب کې پر…

Read more

وصیت/ نجیب منلی

زما خوږې بدرۍ په خدای دې سپارم تر قافه ډېره لار ده دېوانو څو نیولی لېوان په مخکې ولاړ دا شنې جلګې واړه له بوختو ډکي د دښتو زړه کې د ځوځانو ځنګل دلته ازغیو لکې کړې نېزې، تېږې هم خوله لګوي. زما هم ملا ماته ده په درد دې نه خورم ګلې لا سرباری…

Read more

د ظریف کلوشې( لنډه کیسه) نجیب منلی

وزیر صاحب چې لومړی ځل د ولسمشر له دویم مرستیال سره د وزارت پر دروازه ورننووت، نېږدې وه چې خوا یې بده شي. د خیرو، نم او سروکړیو پیازو ترکیبي بوی یې پوزه وروسېزله او پر ځان یې سخت فشار راوړ چې د سباناري خواړه بېرته و نه ګرزوي. نظافت ته د پخواني وزیر نه…

Read more

مدني خیال/ نجیب منلی

زموږ مغزونه زموږ ښارونو په شان له ازدحامه پړک چوي خیرن فکرونه او بوین نیتونه ویالو کې نه ځایېږې، لا هم د رخې، کرکې، سخت زړه او بې رحمه سترګو پلاستیکي کڅوړې د دې ناولو اوبو لار بندوي کوڅې پرې هم ډکې کړي. *** زموږ مغزونه زموږ ښارونو په شان د پاکوونکو لوی اشر غواړي…

Read more

ښېرا(لنډه کیسه) لیکوال: نجیب منلی

په پخوا زمانو کې، د دې خاورینې ځمکې په یو هېر شوي کونج کې یو دهقان له خپلې مېرمنې سره اوسېده. د دوی ټوله شتمني یوه ټوټه بې کاره، ځمکه او یوه جونګړه وه چې دوی یې له لوږې او بارانه ساتل. دواړو یو بل سره مینه درلوده او که د یو ماشوم خندا یې…

Read more

فول آپشن (لنډه کیسه) نجیب منلی

د وزیر صاحب موټر هم زوړ و، هم زغره ور نه و. د امنیت ریاست د شدید ګواښ خبرداری ورکړ. وزیر صاحب چې تر دې دمه یې د بیت المال پر پيسو د زړه سوي په نامه د نوي موټر غوښتنه نه کوله، اړ شو ولسمشر ته یې د شته ګواښونو، د امنیت د راپور…

Read more